اختر په پښتو لنډیو کې ځانته ځانگړی ځای لري
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۱۷مه برخه
پۀ ریالونو پسې ورکه
لسم اختر دی بیېلهتائې تیرومه
د اختر ورځ کې هم رانهغلې
بس نورڅه نه شته، راته گرځي ستا یادونه
د اختر ورځ کې هم رانهغلې
بس نورڅه نه شته، راته گرځي ستا یادونه
لنډۍ داسې فولکلوریک شعر دی چې هرډول ټولنیزو مطالبو ته په خپله لمن کې ځای ورکولای شي، د همدې اصل له مخې اختر د پښتو لنډیو د یو مضمون په ډول، په پښتو لنډیو کې ځانته ځانگړی ځای لري او خلک تل خپل اختریز احساسات او تأثرات د لنډۍ په قالب کې څرگندوي.
ما په تېرو اخترونو کې هم څه اختریزې نوې لنډۍ راټولې کړې او انلاین کړې وې، دا دی د سږني کوچني اختر په مناسبت مې هم څو داسې لنډۍ راټولې کړي چې د اختر په مناست د خلکو د احساساتو او برداشتونو د بېلگو په ډول یې درنو لوستونکو ته وړاندې کوم:
د هغوی هره شپه اختر وي
چې خوږه مور یې پیشلمي ته پاڅوینه
ټوله روژه مې دعا کړې
پر چا دې رانهشي بېیاره اخترونه
اختر ته څو ورځې وخت پاتې
په زړه میراتې به د چا لارې څارينه
اختر نژدې دی روژه لاړه
ښکلې بۀ چاته سرې منگولې ښکاروینه
اختر ته څو ورځې په شمار دي
د دورغجن لالي په تمه ناسته یمه
اختر د غم استازي راوړل
اشنا په تورو خاورو پټ دی نه پاڅینه
د اختر ورځ کې هم رانهغلې
بس نورڅه نه شته، راته گرځي ستا یادونه
اختر او بېاختره یو دي
لکه تل نه یې، رانه تاو دي ستا یادونه
اختر پهخپله راروان دی
څوک دلته نهغواړي بېیاره اخترونه
اختر په وخت د غمو راغی
خوښي ویرونه سره گډشول، زړهمو چوینه
اختر خپه، موږ هم خپه یوو
راباندې بار دي د وطن درانه غمونه
اختر ته مست اتڼ به وکړم
چې زارهچاودي شي بېلتون او ډېر ویرونه
اختره ځان په عذاب نهکړې
ویر مو عادت دی، نه بدلېږي عادتونه
اختر زکوږ په نصیب نهشته
یا دې راځينه، یادې ورک کړي نصیبونه
زما اختر اختر جانانه
تۀ چې راځې زۀ به روژې خوړلي یمه
چا وې اختر کلي ته راغی
د ویر په کلي کې خو نه وي اخترونه
اختر د هغو مبارک شه
د چا چې هیلې سوځېدلې، پرې وزرونه
د خوشالو دوښمن ته وایه
سبا اختر دی، څوک دې نهازاروینه
اختر ته سری نکریزی راوړه
چې درته سره کړم ټولې لارې گودرونه
اختر نژدې دی روژه لاړه
ما ته پراته دي لا هماغسې غمونه
پۀ ریالونو پسې ورکه
لسم اختر دی بیېلهتائې تیرومه
اختر ته لنډې شېبې پاتې
ما ته ولاړ د ویرونو لښکرونه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.