د تهران ټایمز راپور ورکوي چې ایران په خپل ټول هیواد کې راکټونه په خپلو توغندیزو سیستمونو کې ځای پر ځای کړي دي او دا راکټونه د امریکا د احتمالي بريد په صورت کې د توغولو لپاره چمتو دي.
دغه راکټونه په هغو ښارونو کې ځای پر ځای شوي چې ځمکلاندې اډې لري، ترڅو په جګړه یا هر ډول برید کې چټک ځواب ورکړي.
ایران خبرداری ورکړی دی چې د پاندورا صندوق پرانیستل به د امریکا حکومت او د هغه متحدینو ته یو ډېر دروند تاوان واړوي. دغه جملې د ایران د حکومت د رسمي چارواکو لخوا ویلې شوې دي، په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د ایران د اتومي برنامې او امریکا ترمنځ د شخړې د زیاتیدو ویره لري.
د ایران حکومت همیشه په دې هڅه کې دی چې د امریکا د فشارونو او احتمالي بریدونو په وړاندې د خپل دفاعي توان پیاوړی کړي. د دې ترڅنګ ایران ویلي چې په هرحال کې خپل امنیت خوندي کوي او له هر ډول برید څخه به دفاع وکړي.
د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې د ایران د اتومي برنامې په اړه د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته خرابه شوې دي.
امریکا د ایران د اتومي فعالیتونو په اړه اندیښنې لري او د دې هېواد د اتومي وسلو جوړولو مخنیوي لپاره یې د اقتصادي بندیزونو فشار زیات کړی دی. ایران بیا ویلي چې د دې ډول فشارونو سره به خپلې اتومي هڅې لا هم زیاتې کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.