د اقتصادي پرمختیا، دکورني خالص تولید د زیاتولو، دخلکود ژوند د ښه کولو، د وارداتو دتعویض او څه ناڅه په ځان د متکي کېدو لپاره د ټول ملی اقتصاد د سکتورنو ودې او دهغوترمنځ توازن ته ضرورت دی. دې ته متوازنه وده ( balance growth) وایی . د اقتصاد دپوهنځیو د محصلانو یوه پوښتنه دا ده: افغانستان زراعتی هیواد دی، دصنعتی کیدو امکان یې شته؟
د یو اقتصاد لپاره متوازنه وده یو شرط دی. ټولو سکتورنو(مولدو اوخدماتي برخو) ته باید پاملرنه وشي. په دې خبره باندې یواځې محصلان نه، بلکې د اقتصاد هرفارغ، سکتوري ادارات او پلان او پالیسی جوړوونکي باید فکر وکړي او دا مسئله معقولانه حل کړي.
کرنه اوصنعت (Agriculture and Industry) دوه مولد سکتورونه دي.دا صرف د دوو اقتصادي سکتورونو نومونه نه دي چې يو ځاى راغلي او د(Agr.&. ind.) په بڼه يې لولو، بلکې دا اوس يوه اصطلاح اومفهوم ګرځيدلی دی، داسې چې : کرنه او صنعت يعنې د ټولنې د صنعتي کېدو په خاطر د کرنيزو توليداتو لوړول! يا د کرنې د توليد د قدرت دومره اوچتول چې صنعت ورباندې پوره پراخ او پياوړى شي. ترڅو په کرنه کې کافي خام توکي توليد نشي، صنعت وده نشي موندلاى. دلته اقتصادپوهانو د P – P شرط ایښی دی.نو P – P څه مانالري؟
یو یې Pullاو بل Push دی، یعنی داچې کرنه باید دومره تولید ولري چې صنعت ته خام توکي ورکړی(وروړاندې کړي)، صنعت باید دومره قوت ولري چې د کرنې تولید شوي خام توکي پروسس کړي( جذب/کش یې کړي). کرنیزمحصولات د صنعت لپاره خام توکي دي. صنعت بايد دومره ځواک پيدا کړي چې د کرنې ټول خام توکي جذب او پروسس کړي. متاسفانه موږ تېرو څلوېښتو کلونو کې خپل نوپای صنایع( infant industries) چې په ښارونو کې وو له لاسه ورکړل او په کلیو کې ژوند او دکرنې حالت لاهم ډېر وروسته پاتې او عنعنوي حال کې پاتې شو.
د کرنې د سکتور وروسته والي د دې لامل کېږي، چې په دغه سکتور کې د بوختو بشري ځواکونو د پيرودنې اندازه او ځواک ډېر کم شي، همدغه لږ پېرودنه د دې لامل کېږي، چې صنعتي اجناس ونه پلورل شي.د صنعت يو شمېر صنعتي محصولات او توليدات لکه د کار وسايل، سره، د ناروغيو او افاتو ضد کيمياوي توکي او نور د کرنې په سکتور پلوري. نو کرنه څه ده؟
کرنه Agriculture هغه فعالیت او فن دی چې له ونو- بوټو اوڅآرویو څخه ملي اقتصاد ته محصولات ورکوي. دا د بشری کار، تخنیک، ډېران، خاورې او اوبو په مرسته دلمر انرژي د فوتو سنتز دعملیې په واسطه په بیولوژیکی انرژی بدلوي. دا د ونو، بوټو او څارويو د محصولاتو د توليد لپاره له ځمکې او اوبو څخه ګټه اخيستل دي، يا په بله وينا: کرنه د يوه اقتصادي شُغل او فعاليت په توګه د کار ځواک ، پانګې ، مديريت او طبيعي منابعو تر استفادې لاندې راوستل دي او اقتصادي موثريت يې هغه وخت اوچتېږي، چې د منابعو معقول ترکيب او د فى واحد اضافي توليد نقطه پکې په پام کې ونيول شي او اقتصادي مُثمريت يې هغه وخت ترلاسه کېږي، چې د کار نيرو د خپل چاپېريال ( د ځمکې د مخ او تومو سفير ) بيولوژيکي سيستم د ګڼ شمېر پيچلو غير بيولوژيکي عواملو او شرايطو په اړوند ديوې ټاکلې توليدي پروسې په لرلو سره د لمر انرژي د ونو – بوټو او څارويو په بيولوژيکي وده او حاصل ورکولو کې ولګوي.
صنعت( industry) دخامو موادو د بڼې بدلون اوپروسس کول دي. که دکرنې سکتورد صنعت توليد شوي اجناس ونه پېري، صنعت وده نشي کولاى . په دې توګه په مجموع کې په اقتصادکې تحُرک نه راځي، خو برخلاف د کرنې او صنعت وده د تجارت ، ترانسپورت او په پاى کې په ټولو برخو کې غوره اغېزه کوي.
که زموږ د اقتصاد د برخې مسئولین دغو ټکیو ته ځیر شي، له مُحتاجی خلاص اود باعزته ژوند جوړلو هیلې به ولرو. اسلام د عزت دین دی، ذلت او احتیاجګي نه خوښوي. دې آرمانو ته رسېدل پوهه، اراده، عقلمندي او زحمت ګالل غواړي.
موږ وروسته تر۱۳۳۵ل. کال څخه کله چی لومړني پنځه کلن علمی ټولنوټیز پلانونه تر کار لاندې ونیول، دواړو سکتورنو کی پوره تحرک او وده راغلې وه، خو له بده مرغه جنګونو هرڅه راڅخه واخیستل. تر ټولو خواشینوونکی دا چې بشري نیرو د پوهې، تجربی، کاری کیفیت او تعلیم او مسلکي فهم له مخې ډېر وروسته پاتې حالت ته ور وګرځیده، بانکی سیستم نشته، دپانګې قلت سره مخامخ یاستو، د خلکو پس انداز ډېر ناچیزه او یا هم هیڅ نشته. د مولدو سکتورونو لپاره پلان او دې برخو کی مسئولیت منل نشته. د دواړو سکتورونو د کار بازار( Labor market) کې استخدام کېدونکي باکیفیته کار ځواک
نه لرو. مهارت لرونکی کار ځواک چې کارته چمتو او ډېرژر په کاراستخدامېداى شي، د اقتصاد د رونق یو مهم شرط دی، خو موږ یې نه لرو. د دې ټولو د همغږي او ترلاسه کولو لپاره پلان جوړولو planning او مسئوله ادارې ته اړ یاستو.
پورته څو ټکي هغه څه وو چې موږ ورته تدبیر نه لرو. اصلاً مو بحث ورباندې نه دی کړی او نوی نوښتونه او طرحې نه لرو. دا حالت هم لکه لومړۍ برخه کې چې وویل شول، یو دوه بُعدی(مادی او فکری) بیوزلي ده. د درنو محصلانو، د اقتصادي موسساتو، سکتوري ادارو او ټولو هیوادوالو پام پورتنیو لومړیتوبونو ته را اړوو. د دې ترڅنګ ډېر نورمسایل شته چې باید ورباندې بحث وشي، ممکن ځینې یې ساده او واړه وګڼل شي، خو اهمیت یې زیات دی. د لویو ملی طویل المدته پروژو ترڅنګ دغه ډول اقدامات مخه کې لرو چې وار په وار به ورباندې بحث وشي.
( دوام لري).
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.