د نړې څېړونکي وایي چې باور رامنځ ته کول،جوړول او بیا یې منل په خلکو د سترو قربانیو په ورکولو سره عملي کېدو ته چمتو کېږي.څېړونکي وایي چې کله خلک یو باور خپل کړي نو د ساتلو لپاره یې هر ډول قربانیو ته چمتو وي.دوی زیاتوي چې جوړ شوی او د وینو په بیه خپل شوی باور همدا خلک بیا د وینو تویلو او د یوه ستر نسل په له منځه وړلو له منځه وړي او جوړ شوی باور ختموي.جوړ شوی باور د دوی د نیکونو او مشرانو نه ورته په میراث پاتۍ او د ژوند او تاریخ برخه یې وي خو دوی یې د خپلو ګټو لپاره له منځه وړي.څېړونکي زیاتوي د باورونو د ساتلو اصلي اتلانې ښځې دي چې سینه په سینه یې د نکلونو،کیسو،لنډیو او د نارینه وو د مېړانو د یادولو سره له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقال کړي .دوی وایي چې اصلي لوبغاړي او د ژوند د ښکلا تمثیلوونکي ښځې دي.همدا ښځې دي چې د عاطفۍ له وجۍ یې چې د دوی په تن کې پرته ده او نارینه د خپلو ګټو لپاره ترېنه برخه اخلي او د ژوندانه چارې پرې مخ ته وړي.د راشه درشه،پخلي او کوربه توب په کولو سره یې اړیکې ساتلي دي.ښځو کوښښ کړی تر څو د ګډ ژوندانه ثنره چې اولاد دی د نارینه وو په خوښه ستر او ټولنې ته وړاندې کړي.خو برعکس نارینه وو د خپلو ګټو لپاره د وینو په بیه ساتل شوي باور ته شا کوي .همدا نارینه دي چې ښځې ،ماشومان ،ځوانان او یو ستر ولس دی ته اړ باسي تر څو یو سولیز او انساني باور ته چې په پېړو،پېړو یې خلکو ورته په ادب کتلي او ورسره یې سولیز ژوند کړی خو د یوه نوي تعریف په پیدا کېدو سره هر څه ته شا کوي او نوی باور چې د یوه واړه ګروپ د خوښیو لپاره جوړ او په خلکو یې د منلو هڅه تر سره کېږي.د نوي باور رامنځ ته کول او بیا یې منل پر خلکو لامل د دی شي چې د ډېرو انسانانو ژوند په خطر کې شي او یا هم د ډېرو بې ګناه انساناو وینې تویې شي.هغه ښځې چې د یوه باور د ساتلو لپاره یې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړي او زیار یې باسلی تر څو سوله او انسانیت له منځه ولاړ نشي خو دا ټولې هڅې د یو او یا هم یوې وړې ډلې د خوښیو او خواهشاتو قرباني او له منځه ولاړشي.
درنو وطنوالو !
تاسو پوهېږې چې ټول پښتانه مسلمانان دي او یاد باور چې هغه اسلام دی دا یې په ډېره مېړانه او کلک عزم سره منلی او تر ننه یې په میلیونونه خپل ځوانان د یاد باور د ساتلو لپاره قرباني کړي دي.خو ستونزه دلته دا ده چې له پښتون څخه د دین او مذهب په نوم مکاره د وخت لوبغاړي چې د پردیو په اشارې سره یې خپل ولس ګروکان ساتلی قرباني اخیستل کېږي.پښتانه ریښتیني او سوچه مسلمانان او پر خپل عزم صادق ولاړ دي.نن چې پر پښتون اور بل او په بېلابېلو نومونو بدرنګه او وژل کېږي دا د څو تنو پیل شوې لوبه ده چې د حکومت کولو لپاره یې تر سره کوي.دوی یواځې په تکل د دې کې دي جې څنګه او د کوم نوم تر عنوان لاندې واک خپل کړي.نن چې پشتون په بېلابېلو نومونو سره وېشل شوی او بو د بل مرګ ته لاس په ماشه دي دا د څو تنو لوبه ده.
پښتانه څو تنو د ګوتو په شمار کسانو بدرنګه او اه انساني کاروان څخه شاته کړي.نني تش په نوم مشرانو د ښځو،ځواناو او ماشومانو ژوند ته ګواښ زېږولی او د یاد ګواښ د له منځه وړلو لپاره یواځې پښتون په خپله کولی شي ځان او خپل ټبر وژغوري.
یاددونه: دا څو کرښې مې ځکه ولبکلې چې په اختر کې مې د پخوا په شان یو ځل بیا د خندا ځای اوښکو ونیو او له یوه لنډ خوږ ،خوښ او له خندا ډک مجلس څخه مو ژړا کوربه شوه او ټولو وژړل او اختر مو له اوښکو ډک شو.تاسو پوهېږې جې دا څه باندې څلور لسیزې کېږي چې افغانان د کورنې جګړې ښکار دي.دې ناځوانه جګړې چې هېڅ تعریف ورته نلرو له مونږ څخه یې دنګ،دنګ ځوانان اخیستي.ماشونان یې بې پلاره او یتیمان کړي.ځوانې مېرمنې پکې کونډې او د غم ټغر یې ورته غړولی او په همدې ډول ډېرو پلرونو او میندو خپل د زړه ټوټې له لاسه ورکړي.
جګړې افغانانو ته یواځې ویر،ژړا او ناخوالې تر شا پریښي.
دسترخوان ته ناست وو او بېلابېل اختریز خواړه تیار وو خو یوناڅاپي مجلس د هغو ځوانانو را تازه شو چې په جګړه کې یې ماغزه شیندل شوي وو او یا یې د کولمو ر ټولولو خبره کېدله.دلته یوې خور د خپل ورور د سوي بدن کیسه له اوښکو سره بدرګه کوله او د پښتون قومي جوړښت ته په کتو یې حیا سترګو کې داسې ښکارېده چې غواړي په چغو،جغو یې څوک ورسره ورور وژاړي.
هو: درنو لوستونکو دا یوه ریښتینې کیسه مو په څو لنډو ټکو کې تاسو سره یوځای کړه خو زما یوه هیله دا ده تر څو هر یو د یوه پښتون او مسلملن افغان په توګه د جګړو د کرکو په هکله او د سولې د ارزښت په اړه ولیکو.
مونږ کولی شو تر څو د ممبر،مقالو،طنزونو،شعر،تمثیل،سندرو،ښوونځیو او فلمي صنعت پر مټ خپل ولس وژغورړ.
کله چې کرکه او وېره خپرولی شو نو مینه دودولی شو.
مونږ باید خلک وژغورو.
https://dawatmedia24.com/?p=174065#
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.