پسرلی

عبدالباري جهاني

214

 د ویرجینیا پسرلی او منی دواړه ښکلي دي. سهار وختی مي تقریباً څلور کیلومیتره قدم وواهه. شګوفې په ټوله ښکلا غوړېدلي وې. ارغوان، چي زما محبوب ګل دی، تازه غوټۍ سپړلي وې. د شګوفو تر ونو لاندي دمه سوم. د وطن د خیالونو  ټالونو وزنګولم او د پردیو په پسرلي کي مي، د وطن په یاد، دا نسبتاً اوږده غزل ولیکله:

بیا موسم د شګوفو سو غوړېدلی ارغوان دی

تن د بل پر ولات اوسي روح مي  ګران افغانستان دی

ارغوان هغسی ښکلی په خپل رنګ زړو ته منلی

نه یې جوش د ګل غونډۍ سته نه یې بوی د کابل جان دی

نارنج ګل مي پر زړه اوري انارګل مي را یادیږي

یکه زار نارې یې اورم په کونړ کي جاله وان دی

یک تنها د ګلو غېږ کي له خپل خیال سره زنګېږم

ملالۍ مي سي ترسترګو  ګل یې ایښی پر ګرېوان دی

هم په ویښه هم په خوب کي خپل زلمي کلونه وینم

پېغلي ځي تر ښوونځیو ځوان مکتب لره روان دی

نه له شیخه څوک ډاریږي نه غړومبی د محتسب وي

شرنګاشرنګ د پایزېبونو هر ګودر یې غزلخوان دی

زما په زړه یې جادو کړی زما په شعر یې کوډي کړي

په هرګل کي یې مخ وینم په هر نظم کي جانان دی

زماد قام یې دی لیکلی د مېچن پر پله نصیب دی

له قرنونو له پېړیو لا لهانده سرګردان دی

نه په یخ نه په ګرمي کي سو فارغ له مصیبته

یا به وږی له قحطۍ وي یا یې کور وړی باران دی

خدایه کله به ریشتیا سي زما زخمي پردېس خوبونه

چي نه یو له بله وژني نه پښتون غلیم د ځان دی

« درست پښتون له کندهاره تر اټکه سره خپل وي»

که بیرغ د احمدشاه دی که شمشېر د خوشحال خان دی

خدای به راولي دا ورځي زه به اورم په وطن کي

زما له خپل منبره پورته زما د خپل بلال آذان دی

جهاني کله به ږغ سي چي راځه وطن دي خپل دی

د اغیار جنازه ولاړه د غلیم کور دي تالان دی.

د ۲۰۲۵ کال د مارچ نهه ویشتمه، ویرجینیا.

سبا اختر دی خو د چا اختر دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.