خپل واله یا نیپوتیزم

ژباړه: بریال حبیبي

273
خپل واله یا نیپوتیزم په کومه دنده، موقعیت، جوړښت، تسهیلاتو او خدماتو او یا نورو برخو کې هغه ځانګړی حق او یا امتیاز دی، چې له کومې ضابطې پرته خپلو ـ خپلوانو ته ورکولی کېږي.
په خپل واله له ډېرو پخوا زمانو څخه د ځینو فیلسوفانو؛ لکه: ارسطو، کنفوسیوس او… له لوري نقد شوی او دا چاره یې یو له ناپوهۍ او شر نه ډک عمل ګڼلی دی.
د نیپوتیزم کلیمه د ايټالوۍ ژبې له Nepotismo نه اخیستله شوې؛ مګر ریښه یې د لاتیني ژبې Nepos کلیمې ته ورګرځي، چې د وراره مانا لري؛ خو راوروسته د هغو پاپانو کړنې په بر کې نیسي، چې له منځنیو پېړیو نه د اوولسمې پېړۍ تر آخرو پورې پر کلیساوو واکمن وو.
ویلي شوي چې کله د کاتولیکې کلسیا ځینو پاپانو د عفت او پاک لمنۍ تعهد وکړ او دوی یې له امله له واده او بیا قانوني ماشومانو نه بې برخې شول؛ نو خپلو ورېرونو ته یې هغه مقامونه وبخښل، چې معمولاً له پلار نه زوی ته رسېږي؛ د بېلګې په توګه:
د بورګیا کورنۍ رئیس ـ درېیم کالیکستوس (پاپ) خپل دوه ورېرونه د کاردینالانو په توګه وټاکل، چې وروسته یې له هغوی نه یوه ـ رودریګو له کاردینالي نه د پاپ کېدلو لپاره استفاده وکړه او شپږم الکساندر پاپ ترې جوړ شو.
اوس چې د نیپوتیزم کلیمه له مذهبي اړخه ورآخوا د ژوند نورو برخو ته هم ورننوتې، ښه ده چې پر هغوی هم لږ و ډېر بحث وشي:
۱ـ سیاسي خپل واله: 
کله چې د کوم سیاسي مقام مسؤل؛ د بېلګې په توګه: ولسمشر په کوم بست د خپلو ـ خپلوانو او یا ملګرو د استخدام او یا رتبې د لوړاوي لپاره له خپل قدرت نه استفاده وکړي، دغې چارې ته سیاسي نیپوتیزم یا سیاسي خپل واله ویله کېږي او که ځیر شو، نو همدا کیسه له ډېره پخوا راهیسې په نږدې ټولو دیمواکراتیکو او نادیموکراتیکو ټولنو کې په لږ و ډېر توپیر جریان لري.
۲ـ سازماني خپل واله:
کله چې کوم کس د خپلې کورنۍ خپلولي له امله د یوه سازمان د مسؤل له لوري په دنده وګومارلی شي، سازماني/ اداري خپل واله بلله کېږي؛
په سازمانونو کې خپل واله د قدرت د انحصار سبب ګرځي؛ ځکه کله چې په سازماني تصمیم نیونه کې دخیل غړي یو له بل سره دارنګه اړیکې ولري، نو ښکاره ده چې پلان شوي تصمیمونه به یې د سره خپلو خلکو په ګټو راڅرخېږي؛ په ټوله کې:
هغه مقامات چې خپل والې ته زړه ښه کوي، یو دلیل یې دادی چې خپلوان یې ورته متعهد وي او دوی دغه شخصي وفاداري د ځان او  مدیریت د بقاء لپاره لازمه ګڼي؛ خو لکه څرنګه چې خپل واله له تبعیض او رینت سره تړلې، خپل ګمارونکي مدیران او کارکوونکي یې په دوه اړخیزه توګه ناچاره کېږي، د بدنامۍ او دېوالي کېدو نه د ځان او سازمان د ساتنې په پار په هغه فساد پرده واچوي، چې دوی او یا د دوی خپلوان یې ترسره کوي.

د گیله من د فکر یاد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.