د پښتو مشهور کومیدین میراوس په حق ورسېد

138
د پښتو مشهور کومېډین حیات الله چې په میراوس مشهور و د ۷۰ کالو په عمر د شکر ناروغۍ له امله په خیرپښتونخوا کې مړ شو.
انا لله و انا الیه راجعون
هغه څو ورځې مخکې په مرکه کې ویلي وو چې د شکر ناروغۍ له امله یې یوه پښه پرې شوې او د بلې پرې کېدو امکان هم شته دی.
میراوس د پي ټي وي او خیبر تلویزیونونو په شمول، ډېرو پښتو خپرونو کې کار کړی او ترڅنګ یې د کومیډي کیسو او سندرو ډېر البومونه هم خپاره شوي دي.
نوموړي همدارنګه په بهرنیو هیوادونو کې هم د پښتنو لپاره پروګرامونه جوړ کړي او خپل هنر یې تر هغوی رسولی دی.
هغه د پښتنو او حجرو او مجلسونو کې د ټوکو د راوي په توګه ولسي محبوبیت لري او زیاتره ټوکې یې د پښتنو په ټولنه کې په ورځنیو محاورو بدلې شوې دي.
حیات الله «میراوس» په ۱۹۵۵ ز کال کې د چارسدې په تنګي کې زېږېدلی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.