د ټولنې د ودې د پړاونو راسپړنه دا رازده کوي، چې خېل (ټبر، ایل، قبیله) پوهنه( Ethnosocialogy) د ټولنپوهنې اړوند یوه خپلواکه څانګه ده. ټولنپوهنه بشپړه ټولنه څېړي، خېل پوهنه بیا دا څېړي، چې خېلونه (اتنوګرافیکي واحدونه) څرنګه ژوند کوي، د خپلوۍ اړیکې او ټولنیز جوړښت یې څرنګه دی.« خېل پوهنه» په بېلابېلو خېلونو(اتنوګرافیکي واحدونو) او ټولنیزو ګروپونو کې ټولنیزې پروسې او پدیدې څېړي. پر دې سربېره، «خېل پوهنه» دا هم څېړي، چې بشري ټولنې له بدوي خېلونو څخه څرنګه تر اوسنیو پېچلیو ټولنیزو سیستمونو پورې را رسېدلې دي او د ودې په کومو پړاونو کې له کومو بدلونونو سره مخامخ شوي دي او یا مخامخېږي.
داسې هم ویلی شو، چې «خېل پوهنه» د ټولنو او ټولنیزو سیستمونو بدلون څېړي. د ټولنې د تاریخي ودې په اړه د« خېل پوهنې» څرګندونې دا راښيي، چې ټولنه له یوه بدوي خېل ( اتنوګرافیک واحد (Ethnos څخه خپله وده پیل کوي، په ترتیب سره تر« خلکو»، « ملت» او « مدني ټولنې» پورې رسېږي.
خېل ( Ethnos ) بدوي ټولنه ده او یواځینۍ بېلوونکې نښه یې دا ده، چې ډله ییز هویت لري، لکه: بزګري او چوپاني ټولنه. په خېل کې ټولنیز وېش نشته. « خلک People » بیا یو داسې اتنوګرافیک واحد وي، چې په تاریخ کې یې د پښو لار پاتې وي. ښکاره خبره ده، چې خلک هغه وخت تاریخ ته ننوځي او د پښو پل یې پاتې کېږي، چې خپل فرهنګ یې پنځولی وي. خپل دین (مذهب)، رسم الخط او تاریخ لیکل ولري. تر ټولو مهمه دا چې خپل دولت یې جوړ کړی وي.
ملت (Nation) بیا په بورژوازي ټولنه کې راټوکېږي. «مدني ټولنه Civil Society » د ملتونو او بورژوازي دولتونو په دننه کې بڼه نیسي، ورو ورو یې چوکاټ پراخېږي او نړیوال کرکټر پیدا کوي. په بله وینا، مدني ټولنه هغه وخت راڅرګندېږي، کله چې یوه ټولنه له «ملت» یا له ملي چوکاټ څخه پورته بنسټ ته ننوځي. مدني ټولنه په ګلوبالیزم کې ځان نندارې ته وړاندې کوي.
اوس به راشو دې ته چې دا « ملي» څه ته وایي؟
پورته مو وویل چې ټولنې وده وکړه له « خېل » څخه تر« ملت » پورې ورسېده او ځانته یې دولت جوړ کړ. دغه دولتونه بیا خپلې ځانګړتیاوې او بېلوونکې نښې لري. که چېرې د ګرامر په ژبه ووایو، ملت نوم (اسم ) دی، صفت یې بیا «ملي» کېږي. صفت یو نوم راپېژني، د هغه ستاینه کوي او رغښت ( ماهیت) یې راته بیانوي.
د ملت صفت « ملي» دی. په پښتو کې د « ولس » صفت « ولسي» دی. له دې چې د دري ژبې « ملت او صفت یې ملي » ډېر عام دي او هر څوک ورباندې پوهېږي نو ډېر پښتانه هم د ولسي پر ځای ډېر « ملي » کاروي. دا ملي څه ته وایي؟
هغه څه ته « ملي» وایي چې له یوه ملت ( ولس ) څخه نه بېلېدونکی وي. هغه څه چې د یوه ځانګړي ولس په ګټو، ټولنیز او سیاسي ژوند پورې اړه ولري او د هغه ځانګړي ولس بېلوونکې نښه جوړوي، «ملي» بلل کېږي. له دې چې یو ولس خامخا خپل دولت هم لري، نو کولی شو ووایو، هغه څه چې په یوه ځانګړي دولت پورې اړه لري « ملي» بلل کېږي. پای
۰۳/۰۴/۲۰۲۵
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.