د دوکتور مجاور احمد زیار د څېړنو او پنځوونو د عروج پړاوونه

سید اصغر هاشمي

151

زموږ استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار ۸۸ کلن شو، په مبارکۍ کې یې دا لیکنه ولولئ!
د دوکتور مجاور احمد زیار د څېړنو او پنځوونو د عروج پړاوونه

لنډيز
پوهاند زیار د پښتو ژبې د پیاوړو لیکوالو څخه دی، دی څېړنې او پنځونې لري. د ده علمي کارونه څو لسیزې کيږي چې پیل شوي دي خو د ده د خپل وینا مطابق د ده د څېړنو د پیاوړتیا پړاو یې د ژوند وروستی وخت او همدا اوس دی او د پنځوونو د پیاوړتیا پړاو یې هم د ژوند وروستۍ مرحله ده. په لیکنه کې د استاد په څېړنو او پنځونو خبرې شوي دي او د ده د لیکنو د عروج په مرحلو په دلایلو بحثونه کوو. د استاد د څېړنو د پیاوړتیا پړاوونه ښودل شوي دي او د پنځوونو په پیاوړتیايي پړاوو یې هم بحثونه شته او ځینې لارښوونې یې څېړونکو ته کړي دي چې کومې کړنې علمي کارونو(څېړنو او پنځوونو) ته قوت ورکوي. دوکتور صاحب زیار په څېړنو له دقت څخه کار اخلي، خو له دقت سره ډېره کاره څېړونکی دی او هر څېړنیز اثر یې په خپل وخت او په اوس کې د ارزښت وړ دي. د ده ناول لیکنه، لنډه کیسه لیکنه، شعرونه او د پنځوونو په برخه کې یې نورې لیکنې د یادونې وړ دي. ډېر وخت د څېړنې د پیاوړتیا مرحله له ډېر تحقیق او عملي کار سره تړاو لري، نو ځکه د زیار صاحب اوسني څېړنې د پخوا په پرتله ډېرې دقیقې او نوې دي خو پخوانی کار یې هم خپل اهمیت لري.
سریزه
هر څېړونکی د پياوړتیا(عروج) مرحله لري، د محقق د عروج مرحله یې د زړښت وخت دی، خو په دې شرط چې علمي کار وکړي، ډېر کتابونه ولولي، د علماوو سره یې راشه درشه وي، انتقادي تفکر ولري، هره خبره په پټو سترګو ونه مني، په لیکنه کې د نورو لیکوالو د نظر تایید او کله کله په علمي ډول یې ردول د محقق سره د عروج مرحلې کې مرسته کوي. په دې څېړنه کې د پوهاند زیار د څېړنې د عروج مرحله له دلایلو سره ښودل شوې ده.
همدارنګه د ډاکټر زیار د پنځوونو د پياوړتیا مرحله ښودل شوې ده او د څېړنې او پنځوونې د پياوړتیا د پړاوونو په توپيرونو بحث لري.
د دې څېړنې اهمیت او مبرمیت
ځینې لیکنې نوې وي او مخکې پرې کار شوی نه وي او ځینې لیکنې داسې وي، چې نورو لیکوال پرې کار کړی وي، خو کله چې بل لیکوال پرې کار پېلوي، نو کوښښ کوي چې په نوي طرز او لارې موضوع پیل او پای ته ورسوي.
دغه لیکنه ځینې نوې خبرې لري، چې د مقالې نویوالی ثابتوي. د استاد د پنځونو دپیاوړتیا په هکله مې نېغ په نېغه ورسره خبرې کړي دي او همدارنګه د هغه د څېړنو د قوت له تکتیکونو مې ځان خبر کړی او په مقاله کې ښودل شوي دي.
د څېړنې اهمیت په دې کې دی، چې د څېړونکیو سره د لیکنې پیاوړتیا په راوړلو کې مرسته کوي او دا چې دا یو ارادي عمل دی، ښودل شوی، چې څنګه پیل او پای ته ورسېږي.

د څېړنې موخې
د څېړنې د عروج مرحله ښودل شوې ده. محقق کولای شي، چې په اینده کې خپل کارونه په کوم شان سم پيل او پای ته ورسوي، په لیکنه کې ښودل شوي دي. دا چې څېړنه شعوري عمل دی، د دې اعمالو لارې چارې ښودل شوي دي او همدارنګه پنځوونه غیر ارادي عمل دی، د هغه د پیاوړتیا مرحلې له دلایلو سره ښودل شوی دی.
د څېړنې پوښتنې
ـ د پوهاند زیار د څېړنې د پياوړتیا مرحله کله وه؟
ـ د ډاکټر زیار د پنځوونې د پياوړتیا مرحله کله پيل شوه؟
ـ څېړنه او پنځوونه ارادي او که غیر ارادي کړنې دي؟
د څېړنې روش
په لیکنه کې له ساحوي څېړنیز ډول ګټه اخیستل شوې ده او په ساحوي څېړنه کې له مرکې، مشاهدې او انټرویو نه استفاده شوې ده، همدارنګه سروی او تشریحي میتود مې غوره کړی دی .
موندنې/ اصلي موضوع
د جسمي ځواکمتیا لپاره فزیکي سپورت اړین دی او فکري ځواک لپاره مطالعه، نو له همدې لامله دا د اتیا کلن پوهاند زیار د ډېرې لوستې(مطالعې) او څېړنېزو علمي هڅو پایله ده، چې نن هم علمي ځوان دی او د علمي کارونو د پیاوړتیا دوره یې مخ پر بره درومي.
(د فردي توپیرونو مفهوم دی، د نړۍ ډېرو انسانانو ذکاوتونه، احساسات، تخیلات، تاثر، ذوق او داسې نور هغه کړه وړه چې د انسان له دنني او بهرني جوړښت سره توپير لري. یو لیکوال به د څېړنېزو کارونو ذکاوت لري او بل به د پنځونو. یو به یو ډول ذوق لري او بل به بل ډول.) (هاشمي، ۱۳۹۵)
انسانان د ژوند په پړاوونو کې له فزیکي او مانیز توپيرونو سره مخامخ ېږي. دا چې ټولې څېړنې او پنځونې د انسانانو په وسیله تر سره کېږي نو اړینه ده چې د ده څېړنېز کارونو به پیاوړتیا پړاو ته رسېږي او همدارنګه د ده په پنځونوکې به ادلون بدلون راځي. د هر څېړونکي په کارونو کې مثبت او منفي ادلون بدلون منځ ته راځي.کله به یې پنځونې لوړو پوړیو ته رسېږي او کله کله به یې په ویناوو کې مخکینۍ اغېز نه وي. د علمي کار په پیل کې به د مبتدي څېړونکي په ډول څېړنېز کارونه کوي، خو له وخت تېریدلو سره به ترې ښه څېړونکی جوړېږي. ادبپوهنه، ژبپوهنه او ادب تیوري سره اړیکې لري، که څېړونکی د ادب تاریخ لیکلو اراده ولري، نو دی باید د ادب تیورۍ مطالعه او پوهه ولري، ځکه چې د ادب تاریخ لیکوال لپاره په تیورۍ پوهیدل اړین دي. پنځوونې له څېړنو سره اړیکه لري،که څېړنه نه وي، نو پنځوونې پرمختګ کولای نه شي او که چېرې پنځونې نه وي، نو څېړنه بې معنا کېږي. د ټولو څېړنېزو کارونو پرمختګ له پنځونو سره اړیکه لري او یو له بل سره تړلي او پېیلي دي. هره ټولنه څېړنې، پنځوونې، ژباړې،ځېرلي(تحلیلي) نښیرونو او په نورو ژبو لیکل شویو نښیرونو(اثارو) ته اړتیا لري.څېړنې یو ډول ارزښت لري او پنځوونې بل ډول. ځېنې خلک پنځونو ته د څېړنې په پرتله ډېر ارزښت ورکوي او وايي چې اول لاس پنځیز بدیعي ادبیات دي. بدیعي ادبیات خپل ارزښتونه لري او د شعر د ډولونو او د هنري نثر د ډولونو بنسټيز ارزښت یې په هنریت او شعریت کې دی او د ادب بنسټيز او ټولیز توکي راوړل پکې اړین دي.
(څېړنېز ادبیات خپل منځپانګیز او جولیز جوړښت لري، په یو نوم او بل نوم هرې لیکنې ته څېړنېزه لیکنه ویلای نه شو. لکه څرنګه چې هر نثر هنري نثر کېدای نه شي او یا د هر نظم ډول شعر کېدای نه شي، دغه شان هره لیکنه د څېړنې تر نوم لاندې راتلای نه شي.که چېرې یوه علمي لیکنه په ټولو علمي او اکاډمیکو لارښوونو برابره وي او په سکالو(موضوع) کې د څېړنې حق ادا شوی وي او د یوې ښې څېړنې ټولې لارې چارې پکې په خپل ځای راغلي وي نو د داسې لیکنو ارزښت زښت ډېر دی.) (باور، ۲۰۱۲)
استاد زیار د هغو پوهانو څخه دی چې د ده ټولې څېړنېزې لیکنې د څېړنې د نوم د معانیز اړخ په نظر کې نیولو سره په تول پوره دي او ډېرې پنځونې یې هم همدا شان دي.
د پوهاند زیار د څېړنو پیاوړتیايي پړاو
د استاد زیار څېړنې او پنځونې د ځوانۍ په حال کې دي. د خوشحال د شعر د ځوانۍ پړاو یې د بند د پير(وخت) شاعري وه، دغه شان د استاد د لیکنو د ځوانۍ وخت اوسمهال دی. انسان ځواني او زړښت لري، دغه شان څېړونکی د څېړنېز کار په نظر کې نیولو سره هم پرې ځواني او زړښت راځي. د زیار د لیکنو ځواکمتیا په نظر کې نیولو سره د ځوانۍ پړاو یې نوې پيل شوی او د الله تعالی له درباره امید لرم چې دغه دوره یې نوره هم اوږده شي.
(د ارواپوه ویګوتسکي په اند د څېړنې د د لوړتیا(عروج) پړاو د(۴۰ ـ۶۰)کلونو پورې ښول شوې ده، خو زما په پوهه پر کورنیو او بهرنیو څېړونکیو او پوهانو کې داسې کسان شته چې له شپتو کلونو روستۍ څېړنې او پنځونې یې له پخوا څخه ښې دي. د داسې کسانو له جملې پوهاند زیار هغه څېړونکی او پنځوونکی دی چې د لیکنو لوړتیايي پړاو یې اوسمهال پیل شوی دی. د څېړونکي د ځوانۍ وخت یې د زړښت پير وي، خو په دې شرط چې د څېړنېزو کارونو له پیل څخه د وخت په تېریدلو په ځانګړې برخه کې مطالعه، د پوهو څېړونکیو سره ناسته ولاړه او همدارنګه د څېړنې سره یې سرو کار وي، یعنې ډېره لوستنه او د علمي عمر تېرېدل او تجربه د څېړنې بنسټ جوړوي، چې خوشبختانه د استاد علمي عمر ډېر تېر شوی دی او شپیته کلنه علمي تجربه لري.) (هاشمي، ۱۳۹۵)
کله چې څېړونکی په لومړنیو کارونو پیل کوي، علمي او څېړنېزې هڅې به یې ځينې ستونزې لري، خو د وخت په تېریدلو او د ډېر ریاضت سره یې په علمي کارونو کې ښه والی راځي. په ټولیز ډول د نړۍ ډېرڅېړونکي او په ځانګړي ډول د پښتو ژبې هغه څېړونکي چې خپلو اکاډمیکو کارونو ته یې دوام ورکړی او ژوند یې څېړنو ته ځانګړی کړی دی، د لومړنیو کارونو ځېنې روستي کارونه به یې ښه وي. د ځینو نورو پوهانو په شان د پوهاند زیار څېړنېز کارونه هم د پخوا نه ښه شوي دي او لامل یې سېستماتیکه مطالعه او علمي څېړنې دي. د استاد زیار پخوانۍ څېړنې یو رنګ درلود خو اوسنۍ څېړنې له بلې زاویي تر پلټنې لاندې نیولي دي. د زیار پر۱۳۶۰ ل کال وييپوهنه او پر۱۳۹۴ ل کال وييرغونه او وييپوهنه د څېړنې د لارو چارو په نظر کې نیولو سره توپير لري، یعنې علمي تجربه، دوامداره علمي کار، د نورو پوهانو نښیرونه(اثار) لوستل، درس ورکول او داسې نور مسایل د ده په علمي کارونو اغېز کړی دی.
د استاد پخوانی او اوسنی نښیر(وییپوهنه) خپل ارزښت لري، خو د څېړنې اصولو او لارو چارو پر بنسټ یې روستي کار کې اکاډمیک ځواکمنتیا ډيره ده. پورته خبره پر دې دلالت کوي چې په څېړنو او علمي کارونو کې لوړوالی او بشپړوالی د عمر په تېریدلو، ډېرې مطالعې، د پوهانو سره علمي اړیکې، د عالمانوسره راشه درشه، د کتابونه لوستل، څېړنېز انتقادي فکر، د خپل فکر او نظر درلودل، د هر چا فکر او خبره په پټو سترګو نه منل، د څېړنې ریاضت او داسې نورې خبرې د دې لامل کېږي چې د څېړونکي پر کارونو کې ښه والی راشي. څېړنه ارادي عمل دی، څېړونکی چې څومره ډېره مطالعه کوي، په هماغه کچه یې پوهنیز کارونه ښه کېږي، د لیکوال پیاوړی عزم او اراده هم ورسره اړیکه لري، خو کله کله په څېړنو کې له ځېنو داسې مسایلو سره مخامخ ېږو چې غیر ارادي او یا ناشعوري کړنې ورته ویلای شو.

د استاد د پنځوونو پياوړتیايي پړاو
پوهاند زیار په لسګونو پنځییز نښیرونه (اثار) لیکلي دي.د ده د خپلې وینا او زما د پوهې پر بنسټ د ده د اوسمهال پنځونې د ځوانۍ تر مهاله پخې او پياوړي دي. په ټولنیزو پوهنو کې بدیعي ادبیاتو د پیاوړتیا او بشپړتیا پړاوونه لري چې په بېلا بېلو وختونو کې پر انسانانو راځي، چې د استاد د پنځونو د پیاوړتیا پړاو هم اوسمهال دی. پنځونې ځانګړی استعداد او ذکاوت غواړي او د پیاوړتیا وخت یې ناڅرګند وي. دا هغه نبوغ دی چې د انسان له ولولو، عواطفو، نګېرنو انګېرنو، خوښیو او خواشینیو او ټول هغه اکر بکر چې د انسان دنني او بهرنی جوړښت پرې اغېز ښندي، اړیکې لري.
د استاد مبارزه د ژوند له ناخوالو سره روانه ده، خو د ده په خپله وینا چې جلا وطني، د ژوند تجربه، دوامداره علمي کار، د دننني هر ډول تاثیراتو ډېروالی د دې لامل شو چې زما(زیار) په پنځونه کې له پخوا ځواکمتیا ډېره شوې ده. ټولې پنځییزې کړنې د انسان له تاثراتو او دننني کړو وړو سره اړیکه لري، په انسان ډول ډول حالات راځي او د دغو ښو او بدو حالاتو د راتګ وخت ناڅرګند وي، دا هم څرګند نه وي چې پنځوونکی په کوم وخت کې ښه لیکنه کولای شي، نو له همدې لامله د څېړنې د پیاوړتیا پړاو ناڅرګند وي، یعنې نه شو ویلای چې د عمر په کوم پړاو کې پنځوونکی ښه پنځوونه کولای شي.
(دغه پنځوونه هغه غیر ارادي او کله کله تحت الشعوري عمل دی، چې پر پنځګر د الهام په بڼه راځي او دی کولای شي چې د دغه وخت نه ګټه واخلي او ښه شعر او یا نثر ولیکي. غیر ارادي عمل د لیکوال په واک کې نه وي او تحت الشعور په اړه ارواپوهنه داسې وايي: په هر انسان د ژوند په مختلفو پړاوونو کې ډول ډول حالات راځي.کله خوشحاله او کله خفه وي. کله مالداره او کله غریب وي.کله په درد او کله بې درده وي، په انسان د دغو مثبتو او منفي حالاتو تاثرات د انسان په وجود کې رسوب کوي، یعنې د ژوند د خوښیو او خواشنیو شیبې، اروایي کړنې او ټولې هغه اغېزې چې د انسان دنني جوړښت سره اړیکه لري، د انسان په تحت الشعور کې وي، که چېرې یو پنځګر د غریب او بیچاره انسان په لیدلو سره یې ولولې وپارېږي او د ده ذهن ته د لیکلو سکالو راشي او ویې لیکي نو اړینه ده چې د ژوند په پړاوونو کې به پر ده غریبي او بیچارګي تېره شوې وي او د هماغه وخت حالات به یې تحت الشعور کې پاتې وي او د دغو شيبو په لیدلو سره په غیر ارادي ډول هغه پخواني شیبې ذهن ته راځي او پرې اغېز کوي، نو دی مجبور شي چې لیکنه وکړي، د دغو حالاتو وخت نا څرګند وي.
استاد هغه پنځګر دی چې پنځونې یې د پیاوړتیا په حال کې دي او د ده د شعرونو د ښه والي دور لکه د رحمان بابا او یا غني خان په شان د ژوند روستي پړاو کې دی.) (هاشمي، ۱۳۹۳)
(د پښتو ژبې پیاوړی شاعر خوشحال خان خټک ډېره شاعري کړې ده او د څېړونکیو په وینا چې لومړنی شعر یې په شل کلنۍ(۱۰۴۲) کې ویلی دی، له ټولو پخوانۍ قلمي نسخه یې په علومو اکاډمۍ کې شته، په دې نسخه کې یوه داسې څلوریزه شته چې پر(۱۰۹۹) کال لیکل شوې، نو له دې خبرې داسې انګیرلای شو چې خوشحال د مرګ تر ورځې(۱۱۰۰) کال پورې شاعري کړې ده، چې شاو خوا(۴۰۰۰۰) بیتونه یې ویلي دي.خان بابا د شل کلنۍ نه تر اته اویا کلنۍ پورې اته پنځوس کاله شاعري وکړه. د خوشحال د شاعرۍ د لوړتیا(عروج) پړاو د بند د وخت(۱۰۷۴ ـ ۱۰۷۹) شاعري ده. فراقنامه، حبسیات او ډېرې بولـلې په بندکې ویلې او د شاعرۍ د پیاوړتیا مرحله یې ده.) (کرګر، ۱۳۹۹)
(د رحمان بابا د شعرونو د بشپړتیا دور د ژوند روستۍ(زړښت) مرحله ده، د دې دور شاعري یې د فکر ژوروالی لري، تصوف او عرفان ته داخل شوی، دنیا یې د زړه او سر په سترګو مطالعه کړه، د خلکو ستونزې حس کړې، په دې دور کې ملنګ شو، قلندر شو او درویشي یې اختیاره کړه.) (قرایی، ۱۳۸۲)
د غني خان ښه شاعر دی، خو بیا هم د ده په شعر کې د پیاوړتیا پړاو د زړښت د وخت شاعري ده. د دې دور شاعري عشق او محبت، فلسفې او حقیقت نه ډک شعرونه دي، دغه شاعري یې د هستیو د ‌ذاتي پېژندنې په غرض انسان ته ښوونه او د شیانو د حقایقو او د هغو د وجود له لاملونو څخه بحث کوي او د فکر او هستیو له اړیکو څخه غږېږي، چې د هغو د پېژندنې له اغېزې د انسان لاره د لوړې موخې لپاره څرګندوي. د پوهاند زیار څېړنې او پنځونې د پرلپسې پياوړتیا او بشپړتیا پړاو کې دي او د الله تعالی له درباره ورته اوږد عمر غواړم چې لیکنې یې لا پایېنه ومومي.
پایله
د انسان لپاره ژوند یوه موقع ده چې د دواړو کونو کامیابي پکې تر لاسه کړي، استاد زیار له ځوانیه تر اوسه(۸۰) کلنۍ پورې یې خپلو خلکو ته خدمت کړی دی، استاد ډير مستحق دی او ما یې د همدغه علمي هڅو او زحمتونو په نظر کې نیولو سره کوښښ وکړ چې د ده د څېړنو او پنځونو هغه مراحل تاسو ته څرګند کړم چې کله یې کار پیل کړ او تر اوسه پورې یې څنګه خپل کارونه کړي دي او د ده په علمي او اکاډمیکو کارونو کې کوم تغییرات او تحولات راغلي دي؟ کله راغلي دي؟ ولې راغلې دي؟ په مقاله کې په دغو تغییراتو خبرې شته او په علتونو یې بحث شوی دی او د بېلګې په ډول د استاد ژوند یوه بېلګه ښودل شوې ده.
ماخذونه
هاشمي، سید رحمن. (۱۳۹۵). عمومي ارواپوهنه. جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه.
باور، خلیل الرحمن. (۲۰۱۲). د څېړنې لارښود. کوټه: بلوچستان یونورسټي.
هاشمي، سیداصغر. (۱۳۹۵). د مقالې لیکنې بنسټونه. جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه.
هاشمي، سیداصغر. (۱۳۹۳). د پښتو نظم تاریخ. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.
کرګر، محمد اکبر. (۱۳۹۹ل). رحماني لیدتوګه. (دویم چاپ). جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه.
قرایی، فیاض. (۱۳۸۲ل). انسان ارمانی از منظر هندویزم. دانشګاه فردوسی مشهد.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.