په پاکستان کې میشت اکثره افغان مهاجرو ډیری وخت د افغانستان د نظام او دولت خلاف د پاکستان پلوه یاغیانو که هغه مجاهد وو که ټالیب، ملاتړ کړی. دوی فکر کاوه چې پدې کار به پاکستانی دولت دوی خپل وګڼي او په پاکستان کې به ورته مشکلات جوړ نکړي.
خو پاکستان هر ځل چې دوی استعمال کړي بیا یې ښه سپک کړي. پیسې او مال ترینه واخلي او دوی بندیان کړي. بیا یې چې ضرورت شي نو لږ ناز ورکړي او د خپل دولت په ضد یې یو ځل بیا استعمال کړي.
دا ساده ګان خبر نه وو چې په افغانستان کې یوازې یو جوړ او د نړیوالو پواسطه پيژندل شوی دولت د دوی پوښتنه کولای شي.
شل کاله جمهوریت کې که دا مهاجر وطن ته راغلي وای نو پاکستان ته دومره نه پاتې کیدل چې دومره ډیر ټالیبان پکې جوړ کړي او نظام سقوط کړي.
د جمهوریت په لمړنیو کلونو کې مې یاد شي چې ان به پاکستانیان کار ته افغانستان ته راتلل، خو افغان مهاجر به په پاکستان کې خپلې ګنډیرۍ خرڅولې او تر خپل هیواده د پاکستان د ذلت ژوند ډیر خوند ورکاوه.
په پاکستان کې افغان مهاجر لکه د افغانستان د ژوبلې ګوتې غوندې دي چې پاکستان هر وخت پرې افغانستان ته درد ورکولای شي. دا ګوته چې تر څو د پاکستان په لاس کې وي، افغانانو ته به درد ورکوي.
لنډه دا چې نن کوم افغان مهاجر په دغه حال دي، تر ډیره خپله د خپل دغه حال مسول دي. البته استثنا شته.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.