ډېره ښه خبره ده چې ځوانان مو د گران هېواد له اقتصادي مسایلو او د خلکو د هوساینې او عزتمن ژوند سره علاقه لري، په تېره بیا دا چې محصلان دغو برخو کې پوښتنه کوي، د دې مانا دا ده چې دوی غواړي ځان پوه کړي. ستونزه دا ده چې ځینې وخت ناوړه پوهاوي کې واقع کیږي. په دې کې یو ناوړه پوهاوی چې را ښکاره شو، هغه د مالیې ( tax)او د کمرکي تعرفې( tariff) او محصول یو شانته بلل وو. ورسره یې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا د نویوتعرفو وضع کول هم پوښتلي دي. لومړی به دا دواړه ډېر لنډ وپېژنو:
تعرفه Tariff: د واردوشويو اجناسو په ارزښت کې هغه ښودل شوې سلنه ده ، چې بايد ګمرک يې له سوداګر څخه د قانوني ورکړې په توګه ترلاسه کړي.
Tax ماليه : هغه قانوني، اجباري- انفرادي ورکړه ده، چې کوم متقابل پاداش (عوض) نه لري، خو له حقيقي او حقوقي اشخاصو څخه د دوى دعوایدو، د ملکيتونو اويا هم د اقتصادي فعاليتونو يا د دوى د پولي وسايلو د رهبري د يوې برخې په توګه د دولت د مالي ډاډ منتيا او تامين په خاطر اخيستل کېږي، يا: ماليه له انتفاعي موسساتو، شرکتونو او نورو عايد لرونکو اشخاصو څخه له قانون سره سم هغه اندازه پيسې اخيستل دي، چې د عامه لګښتونو او د دولت د خدمتونو د مصارفاتو د پوره کولو لپاره اخيستل کېږي.
دواړه د دولت مالی کورنۍ سرچینې دي، چې بېرته یې عامه چارو کې یې لګوي. د دولت نورې مالي سرچینې دولتي تشبثاتي سرچينې اوملکيتونه ، جريمې، پوورنه، دترانزیت حق، دهیوادله فضا د الووتکو عاید، د لایسنسونو او فریکوینسوویش، بهرنۍ مرستې او دولتي پورونه دي. افغانستان پرته د نړیوالو اوبو له عایداتی منبع(سمندری امتیازاتو)، حق الاختراع، فرمول، دهنری ایجادیاتود عاید، د ساینسی ابداعاتو عاید او یو څو نورو څخه دا نورې سرچینې لري.
د تعرفې او مالیې له تعرف څخه ښکاره شوه چې دولتونه د خپلو دندو د پرمخ بيولو په خاطرمالي سرچينو ته اړتيا لري. په دې کې يو هم تعرفه ده . د تعرفو په وضع کولو او په هغو کې کمي یا زیاتي راوستلو کې د کورنيو صنايعو د ملاتړ موضوع، د لومړنيو اړتيا وړ اجناسو او لُکسو اجناسو تفکيک، سیاسی مقاصد ، دامپنګ ضد تدابير او دې ته ورته مقاصد وي. د مالیاتو برخه کې هم د ګمرکي معافيت Tariff exemption، د مالیې کمول Tax avoidance ، د يو شمېر عوايد بې ماليې (tax free) اعلانول، Tax increase د مالياتو زياتوالى او نور بدلونونه شته. مثلاً د بشري مرستو لپاره لېږدول، خيریه ترانسپورت او نوروڅخه مالیه نه اخیستل کیږي. یا: کله چې پاليسي جوړوونکى او تصميم نيوونکي مراجع د ځانګړو ملحوظاتو له مخې ماليات تر ټولو په ټيټ بريد کې وټاکي او دغه تصميم قانون کې نافذ کړي، دی ته د مالیې کمول یا ( انصراف ) ویل کیږي. مالیات د یو دولت کورنۍمسئله ده، چې یواځې Tax payer (مودي- مالیه ورکوونکی) او د مروبوطه دولت عواید متاثره کوي، خو تعرفې د نورو هیوادو تجارت سره رابطه لري، نو ځکه بهرني سوداګر، بورس بازار، دکاربازار او ډېر نور مسایل متاثر کولای شي. د مجازو صادراتي او وارداتي اقلامو لست کې بدلون راوستل هم همداسې ده.
هرهېواد حق لري چې د خپلو عوايدو داوچتولو لپاره بېلابېل سياستونه غوره کړي، یوشمیر دغوفعاليتونو کې انګېزه او هڅونه لوړ بريد ته رسېږي، خو ځینو کې ستونزې رامنځته کیږي. افغانستان کې داسې شواهد هم شته چې د تعرفو د لوړوالی په صورت کې، تعرفی لاندې اجناس له تعرفې څخه د تېښتې په خاطرپه قاچاقی ډول واردیږي، چې دې حالت کې تر لوړې تعرفې، هماِغه ټیټه تعرفه ډېره ښه ده. له بلې خوا د تعرفو په لوړلو سره سوداګردغه افزودي په مستهلک چارجوي، چې په نتیجه کې عام خلک متضرر کیږي. په دې ډول سره د یو دولت مالي پالیسی دوه اړخیز تاثیرات لري: مثبت او منفی.
د امریکا د متحده ایالاتو نویو شویو تعرفو کې هم یوشمیر هیوادو ته اندېښنه پیدا شوې ده، آن دا چې اقتصاد پوهان او خپله د امریکی متحده ایالاتو دصنایعو لرونکو او عامو خلکو ته سوالونه پیدا شوي دي. له دغې مقدماتي مختصرې توضیح څخه وروسته به د امریکې تعرفوی پالیسي کی بدلون ته راشو:
مطبوعاتو کې له یوې اونۍ (د۲۰۲۵داپریل له څلورمې) راهیسې دا مسئله ډېره توده ده. ښاغلي دونالد ترمپ، اعلام کړه چې زیات شمیر هیوادونه په سلو کې ۱۰ ، خو یو شمیر نور لکه چین، هند، کمبودیا، ویتنام، تایلند، تایوان، مالیزیا او اندنیزیا لوړو تعرفو سره مخ شوي دي. ممکن ځینی فکر وکړي چې دلته به(شاید؟) د بریکس (یااقلاً د جنوب) د راتلونکی موضوع وي، خو له بلې خوا چې کتل کیږي، د اروپا اتحادیه، بریتانیا، جاپان او هند هم لوړو تعرفو سره مخ شوي دي، حال دا چی برازیل او د جنوبی امریکی نور هیوادونه دپخوا په حالت کې دي، حال دا چې هند د بریکس اقتصادي طرحو ته ژمن هم نه دی، نو دلته د (جنوب) او (انتلانتیک) مسئله نه، بلکې تر ډېره پورې د امریکې د تولیدي صنایعو بېرته ژوندي کول دي. دونالد ترامپ د یوه بریالي متشبث او پانګوال په توګه غواړي د( manufacturing jobs) او ( centralized-complex industries)موخې ته ځان ورسوي. د دې لپاره یې خپلې د انرژی زیرمې چې دا ډېر کلونه یې بکرې ساتلې وې او دعربو په تیلو یې هجوم وروړی و، په پام کې ونیولې. اما دا نوې اقتصادی پالیسی له ستونزو ډکه لاره ده. د دې مثال داسې دی لکه یو څوک چې له یوې غونډۍ ډیر راحت را کوز شوی وي، خو بېرته ختل ستومانه کوونکي او د حالاتو د بدلون له امله ډېر ستونزمن وي. دا چې د امریکا صنعتي شغلونه چې اوس څو هیوادو ته وتلي او ویشل شوي، ډېره مشکله ده بېرته امریکا کې متمرکز شي او د (manufacturing jobs) صنعت د بیا زیږیدو آرمان پوره شی، هغه یو( industrial age)و، لاړتېرشو. اوس بېرته ورتګ ډېر ستونزمن دی، دا ځکه د جنوبی آسیا او یوڅو نوروهیوادو کې د کار ځواک ډېر ارزانه دی. د دې پایلې به وروسته ولیدل شي، خو ښاغلی ترامپ غواړي په سیاست کې امریکا ته بېرته اقتدار او اعتبار او اقتصاد کې بازار ترلاسه کړي.
نه هیروو چې له یو څوهیوادو سره سیاسي اړیکې هم پکې څرښنده ښکاري، مثلاً سوریې باندې پخوا ۸۱٪(!) تعرفه وه، اوس چې پخوانی رژیم سقوط شو، ۴۱٪ یې کړه، ملاویا له ۳۴٪ څخه ۱۷٪ ته او زمبابوی له ۳۵٪څخه۱۸٪ ته بدلون وموند. د دغو هېوادو له ډلې چین ډېر ژر غبرګون وښود اود امریکایی تولیداتو په واردولو یې ۳۴٪ تعرفه وضع او په ځینو یې د محدودیت وضع کول اعلان کړل، خو تر نن (د اپریل پنځمې) پورې یې عملاً اقدام نه دی کړی. ماکرون هم د یو غبرګون په توګه امریکاکې د اروپايي شرکتونو پانګې تعلیقولو ته وهڅولې. دا وخت د امریکا متحده ایالاتو کې د ونډو بازارهم کلک ټکان وخوړ. دتعرفو لوړول په مستهلک هم ناوړه اغیز لري. دا د نویو تعرفو د وضع کولو (فوري) اثرات دي.
د نوې وضع شوې تعرفې لست کې افغانی وارداتو باندې ټیټه(۱۰٪) تعرفه ده، خو امریکا ته د چین وارداتو باندې ٪ ۳۴ د اروپا اتحادیې ته ٪ ۲۰ جاپان ته٪ ۲۴ او هند ته٪ ۲۶ نوې تعرفه وضع شوې ده. دا هغه هېوادونه دي، چې د متحده ایالاتو پخواني صنعتي محصولات پکې په ارزانه بیه تولید او یوه برخه یې امریکا ته صادریږي، خو شغلونه د دوی پکې فعال دي. اوس ښاغلی ترامپ ته دا (ناعادلانه سوداګریز سیاست) ښکاري چې ذکر شوي هیوادونه خپل تولید امریکا ته صادر کړی(!). ښاغلی ترامپ وایي چې موږ باید بېرته په هوښیاري سره د دغو شغلونو خاوندان او لاشتمن شو. داسې ښکاري چې اروپا کې هم د متقابلو اقداماتو څرک لګیږي. دوه ورځې مخکې آلمان کې یو شمیر خلکو څو (تیسلا) موټر وسوځول. په مجموع کې په اروپا کې د امریکایي وارداتي تولیداتو په وړاندې د نویو تعرفو په وضع کول فکر کیږي. په تېره بیا دوی به یو شمیر امریکایی تجارتي اقلام لکه ویسکی، موټرسایکل او دښځو جامې په نښه کړي. اروپا په دې پوهیږي چې اوس د امریکی ډیر عواید د اجناسو د تولید په مقایسه،له خدماتو دي، لکه ساینسی برخو، د(IT)خدمات اونور، نو ممکن دوی په دغو خدماتو د محدودیت په لټه کې شي( دافکر تراوسه دعمل ډګر ته ندی راغلی، هسې د ماکرون د وړاندیز په شان یوه طرح ده). نه هیریوو چې امریکا لوړ علمی ظرفیت، پیاوړی او لوی اقتصاد او ولس یې لوړ ملی شعور لري، له امکان څخه لرې نه ده چې په دې سره به ځینو بریالیتوبونو ته ورسیږي. دا یو احتمال دی. را په یادوو چې امریکا د ۲۰۰۸م. کال ډېر بد مالی بحران ښه کنترول کړ(خو جبران یی نشو کړای). که بل اقتصاد دغه ډول بحران سره مخ شوی وای، شاید کنترول یې ډېر وخت نیولای وای. دې پېښې د امریکا د اقتصاد ظرفیت وښود.
ظاهراً (دنویو تعرفو وضع کول) د کلماتو له مخې څو ټکي دي، خو په نړېواله سوداګري فوق العاده اغیزلرلای شي. په تېره بیا د موټر جوړولو صنایع ، پولاد، آلمونیم او کاني توکي به د نویو وضع شویو تعرفو تاثیر لاندې راشي.
موږ چې د موټرو تولید، دپولادو ویلی کول او داسې نور صنایع نه لرو، نو ایا زموږ صادرات امریکا ته څه دي؟
د دې ځواب لپاره څلوېښتو کالو مخکې څخه پیل کوو:
له کورنیو جنگونو مخکې؛ دافغانستان صادارتو نړۍ کې شهرت او مقبولیت درلود. په تېره بیا وچه اوتازه میوه، وړۍ، کولمې او پوستکي، قیمتي ډبرې، لاسي صنایع، غالۍ، قره قل، اینجه، طبی بوټي او ډېر نور اقلام و چې بهر ته صادرېدل، خو ورو ورو د جنګونو او ناامنی له امله محدود او له ۱۳۷۰- ۱۳۸۲مو قانوني- رسمي صادرات تقریباً ودرېدل. وروسته تر ۱۳۸۲ ل. کال یو ځل بیا بهرنۍ سوداګري کې مثبت تحول راغی. په دغه دوره کې د څارویو کولمی بهر ته نه صادریدې، ځکه صنعت کې یې هغه پخوانی ځای نه درلود. د قره قل تولید هم ډیر کم شو، متاسفانه غالۍ د ګاونډیو په مارک صادریدلې او نورې ستونزې. په هر صورت اوس د احصاییې مرکزي اداره او دسوداګرۍ وزارت وایي چې امریکا ته افغاني صادرات لکه غالۍ، هوږه، زاپران، وچ اینځر، نسوار(!؟)…، آن افغانی جارو(خصوصاً د خرما د پاڼو) او کاغذپران(؟!)، یې صادراتي اجناس دي، خو په ډېره کمه اندازه. متحده ایالاتو کې د دغو وروستیو څلور قلمه اجناسو اخیستونکی (مشتریان) افغانان دي، په خپله امریکاییان دا وروستي درې قلمه اجناس نه پېژني. نور صادراتي اجناس(خصوصاً غالۍ او زاپران) مو قیمتي او د ِغوره شهرت لرونکي دي، خو غالۍ او قره قل په هغه پخوانۍ اندازه نه دي.
د احصاییې د مرکزي ادارې د ۱۴۰۲ل. کال د ارقامواو معلوماتو له مخې، په دغه کال کې مجموعاً د ۵.۷ میلیون دالرو په ارزښت اجناس متحده ایالاتو ته صادر شوي دي.
د احصائیې د مرکزي ادارې د دوه کاله مخکې ارقامو له مخې؛ د امریکا متحده ایالاتو څخه واردات د ۲۳.۴ میلیون دالرو په ارزښت و. په دې توګه که مقایسه وکړو، د امریکا متحده ایالاتو ته زموږ صادرات د وارداتو په پرتله اصلاً د حساب او مقایسې وړ او دغه سوداګریز.بیلانس بیخی د کتنې وړ نه دی، ځکه چی رقم تر ۱۷ میلیون ډالرو هم اوچت دی. وروسته له ۲۰۲۱څخه تر ۲۰۲۴ل. پورې د امریکایی محصولاتو واردول افغانستان ته ډېر کم شول چې ارزښت یې ایله ۱۱.۴ میلیون دالرو ته رسېد .
باید زموږ محصلان، د اقتصادی اداراتو، مالي موسساتو کارکوونکي او پالیسي جوړوونکي هېر نه کړي چې یوه تعرفه په ټولو تجارتي اقلامو صدق نه کوي، بلکې د لزوم دید له مخې کیدای شی په ځینو اقلامو یوه سلنه، په بل بله سلنه وضع شي. له کورنیو جنګونو مخکې درې قلمه اجناس(نفت، بوره او صابون) د دولت په انحصار کې وو، تعرفه یې نه لرله اوپه ثابته بیه ویشل کېدل، خو د لُکسو وارداتي او هغو اجناسو تعرفه اوچته وه چې مشابه تولید یې دلته موږ درلود. د افغانستان د سوداګرۍ وزارت به دلومړنیو اړتیا وړ اجناسو باندې ترټولو کمه تعرفه وضع کوله. اوس موږ دې برخو کې رڼه پالیسی نه لرو.
بالعموم د پرمختیایی هېوادو صادرات خام توکي، واردات یې صنعتی تولیدات دي. دوی هڅه کوي د وارداتو د تعویض له لارې په تدریج خپل ملی تولید پیاوړی او بهرني تجارت کې کسر کم کړي. د دوی خام توکي په ارزانه بیه بهر ته ځي، دا موضوع څو کاله مخکې د ( UNCTAD) کنفرانس کی د دوی په ګټه مطرح شوه، خو پوره مثبته پایله یی ترسترګو نه شوه.
په لنډېز سره باید ووایو: پولی سیاستو کې انبساطي او کله انقباضی سیاست(پالیسی)، د مالیاتود حد( tax limit) بدلول، د ګمرکي محصول بدلون، داسعارو بازار کې د مرکزي بانک مداخله او ډېر نور داسې تدابیر د یو هیواد د مالي سیاست برخه ده چې دمالیې وزارت، مرکزي بانک، د سوداګرۍ د چارو وزارت او نور اړوند ادرات دغو برخو کې د اقتصاد د ثبات، رونق او د دولت د مالی منابعو د پیاوړتیا لپاره ورباندی اقدام کوي. یو یا څو هېوادو کې د تعرفو دا ډول بدلون نه لومړی ځل دی، نه وروستی. متاسفانه موږ افغانان دغو برخو کې بې توپیره او ناتوان یاستو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.