په هیواد کې د څلورو لسیزو نه زیاتو جګرو زموږ هېواد او ولس له مادي او معنوي سختو ستونزو او کړاونو سره مخ کړ، ملي حاکمیت، ملي یووالی مو دومره وپاشل شو، چې د بهرنیو لاسوهنو او توطیوپه نتیجه کې مو یو شمېر بې ضمېره او هېواد پلورونکي هېوادوال له خپل هویت او افغانیت نه منکر او د پردیو ډولونو ته نڅاوې کوي.
نړیوالو استعماري تاقتونو د هېواد ستراتیژیک موقعیت ته په کتو، د تاریخ په اوږد کې زموږ پر ګران هېواد یرغلونه کړي ، چور- چپاول او تاراچ نه وروسته د غیرتمنو هېوادوالو د مقاومت او سرښندنو په نتیجه کې یې شرمونکی ماتې خوړلی او بیرته تښتیدلی دي.
تاریخ ګوا دی چې انګریزي استعمار زموږ په هېواد کې درې ځله د مبارزو هېواد پالو افغانانو له لورې سختو شرمونکو ماتو سره مخ شو، د وخت زبرځواګ شوروی استعمار دخپلو افغاني ګوډاګیانو په غوښتنه زموږ په ګران هېواد بې شرمانه یرغل وګړ په میلیونونو بې ګناه هیوادوال ووژل شول، معیوب، معلول او هېواد پریښودلو ته اړشول، ولی بیا هم باتورو او په هېواد مینو افغانانو، د متجاوز شوروي په مقابل کې د خپلو سرونو په بدله روسانو ته تاریخي ماته ورکړه او تر څنګ یې شوروي اتحاد هم ورسره دړې وړې شو.
امریکایانو هم د افغانستان د تېر تاریخ نه عبرت وانخست او له خپلو غربي متحدینو ناټو غړو هېوادو سره په ګډه یې پر افغانستان یرغل وکړ، مګر بیا هم پر ولس او هېواد مینو افغانانو شل کاله د دغو مغرورو، ظالمو زبرځواکو په مقابل کې داسې تاریخی مقاومت وکړ چې غرور یې ورمات کړ ولید شول چې امریکا، متحدین او ناټو ټیټ سرونه ناچار او مجبور شول تر څو له طالبانو سره خپل د ماتې قرارداد امضا او په تیښته خپلو هېوادو ته ستانه شي.
تېرو تاریخی پیښو جوته کړي، چې باتور افغانان په توره او جګړه څوک نه شي ماتولی، نو ځکه یې له حیلو، نیرنګ پټو دسیسو او توطیو نه کار اخیستی او خپلې شومي موخې یې عملي کړې دي.
نړیوالو زبرځواکو تاقتونو هيڅکله ونه غوښتل چې په افغانستان کې یو ځواکمن حاکمیت رامنځته شي نو ځکه یې د نیابتي جګړو اور ته تل پکي وهلي او د حریصو ګاونډیو هېوادو له لارې یې د جګړو اور تازه ساتلی دی.
زموږ په هیواد کې روانو جګړو بین المللي ستراتیژیک، اقتصادي، سیاسي بُعدونه او موخې درلودي او لری یې. ټولو ته معلومه ده چې د افغانستان د بشپړ سیاسي استقلال د لاسته راوړلو وروسته چې د غازی امان الله خان په مشرۍ تر سره شو، د انګریزانو د شرمونکو ماتو وروسته په دغه سیمه کې د پاکستان را جوړول او په عربي نړی کې د اسرائیلو د هیواد په نامه ځواک جوړول، ساتل او ځواکمن کول هغه څه دي چې د زبرځواکو تاقتونو د ستراتیژیکو موخو د عملي کولو له پاره ترې ښه پوره ګټه تر لاسه کړای شي. او همداسې یې هم وکړل.
زموږ د ګران هېواد په پنځوس کلنو نیابتي جګړو کې زموږ حریصو او ظالمو ګاونډیو او په خاص ډول پاکستان هیڅکله د بې شرمانه لاسوهنو، پټو او ښکاره توطیو نه لاس وانخست، د دیورند له منحوسې کرښې نه چې انګریزانو د خپلو شومو موخو د عملی کولو له پاره د پاکستان او افغانستان تر مینځ لاینحل پریښوده تل غلطه استفاده وکړه، د پښتنو په سیمو کې یې په زرګونو مدارس د افراطیت او تند لارو د روزنو، تربیت او تمرین ورکولو په خاطر جوړې او د غربي هېوادو، عربي شیخانو او په سر کې د امریکا د ستراتیژیکو ګټو په خاطر او په سیمه کې د شوروي روسیې، چین او هندوستان د برلاسي او پرمختګ د مخنیوې په خاطر یې ترې پوره کار واخیست. دوی د سردار محمد داو د نظام د مخنیوي او خلق دموکراتیک نظام د پرځولو په لار کې له دغو تربیه شوو افرطي ډلو او ګروپونو نه هر ډول ګټه تر لاسه کړه.
امریکا غرب په سرکې انګریزانو پاکستان په نظامي برخه کې دومره ځواکمن کړ چې د دغه هېواد ملکي نظامونه هسې په نامه په سمبولیکه توګه ناست وي، ټوله سیاسی، سترتیژیکه او سیمه ایزه پالیسي، د نظامیانو او په خاص ډول د ای اس ای په لاس کې وي. د نړۍ او په خاص ډول امریکا مرستو او توجه دغه هېواد ته په لاندې توګه د توجه وړ ګڼم:
ستیوکول امریکایې لیکوال په خپل کتاب کې د «جنگ ارواح» په نوم داسې لیکي:
«ملتن بیردنBearden که طی سالهای (۱۹۸۶- ۱۹۸۹) در اسلام آباد مسئول بخش استخبارات مرکزی امریکا (سیا) بود، بر قوماندان احمدشاه مسعود به دو دلیل مشکوک شده بود: اول اینکه مسعود محبوب انگلیس شده بود، و دوم اینکه یک بی اعتمادی از گذشته بر او باقی بود وآن این بود که احمدشاه مسعود در سال ۱۹۸۳ با قشون شوروی معاملۀ متارکه انجام داده بود.
مثل استخبارات نظامی پاکستان، بیردن هم به این فکر بود که مسعود در شمال افغانستان با قوت های شوروی «یک آتش بس اعلام نشده» را امضا کرده است. بیردن به این عقیده بود که مسعود «از لحاظ سیاسی مقام خود را مستحکم میکرد»، در حالی که مشتریان اسلامی ISI با شورویان درگیر جنگ «سخت» بودند. (بخوانید: ستیوکول:صص۱۵۱، ۱۸۴). در اینجا در خاطر من (زیرکیار) آن معلومات زنده گشت که یک محقق چیره دست امریکائی، بروس ریچاردسنRichardson ده سال قبل از این(در۱۹۹۳) در ارتباط به جهاد احمدشاه مسعود ارائه کرده بود.و با معلومات بیردن در اسلام اباد سرمیخورد. ریچاردسن مینویسد که یک افسر قشون شوروی که نام مخفی او ویکتورسووروف Suvorov بود، و به غرب فرار کرده بود در سال ۱۹۸۴ در مصاحبه یی گفت:«یک قوماندان زبدۀ مجاهدین انتخاب و[حاضر] شده است که از منافع اتحادشوروی در افغانستان نمایندگی کند. او با کمک های نظامی و اقتصادی حمایت میگردد و علاوتاً تمام استخبارات شوروی با او کمک میکنند. رول او این است که نزد مردم خود نقش یک قهرمان و برای ما نقش یک ایجنت دو طرفه را بازی خواهد کرد.» سووروف اضافه میکند که «این پلان آنقدر سری است» که حتی مقامات بلند رتبۀ اتحاد شوروی و رژیم خلقی در افغانستان هیچیک از آن باخبر نخواهند شد. «(برای نقل قولها بخوانید: Richardson, Historical Briefs III, Afghanistan Mirror,nr.30, February-March 1993,p.17)»
در پاکستان مدیر بخش CIA بیردن ۱۸ سال قبل در سال ۱۹۸۶ در ماه جولای به اسلام اباد رسید. این مصادف به ایامی بود که بن لادن هم از عربستان سعودی به پشاور کوچ کرده بود. و این زمانی بود که «جهاد در دالر غوطه میزد». در سال ۱۹۸۱ کانگرس امریکا در بودیجه مخفی ۳۰ میلیون دالر برای استخبارات CIAمنظور کرد تا در امور افغانستان به مصرف برساند.در سال ۱۹۸۴ این بودیجه به ۲۰۰ میلیون دالر بالا رفت. درسال۱۹۸۶ تقریباً این مبلغ به ۴۰۰ میلیون دالر بالغ گردید.و یک سال بعد در۱۹۸۷بازهم این مبلغ پندید، یعنی تقریباً به ۶۳۰ میلیون دالر رسید. (بخوانید: ستیوکول:صص۶۵، ۱۵۱)»
پاکستان د دغو مرستو نیمایې برخه د افراطیت تیروریستي ګروپونو د روزلو له پاره مصرفولي او په خاص ډول یې د دیورند د تحمیلي کرښې دواړو خواو پرتو پښتنو د وژلو او ورانکاریو په خاطر ترې ګټه پورته کوله.
پاتې نور بیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.