پسرلی د نوي پيل او بدلون موسم

لیکنه: شېرمحمد اميني ستانکزی

198

پسرلی د کال هغه موسم دی، چې طبیعت ته نوی رنګ ورکوي او د کال پیل له همدې موسم څخه کیږي. دغه زرغون موسم له تودې هوا، د طبیعت له ښکلا او د رنګارنګ ګلانو له خوندورو بویونو سره پیلیږي.
په دې موسم کې انسانان خپل ذهني پلانونه جوړوي او د ژوند نوي هدفونه ټاکي. هر وګړی په دې هڅه کې وي، چې د خوښۍ رنګینې شیبې تازه کړي او د نویو هیلو او موخو سره ځان د پرمختګ لوري ته وباسي.
د پسرلي موسم کې ونې، بوټي او کښتونه شنه کیږي، چې ورسره طبیعت ته ځانګړی ښکلا ور په برخه کوي. له دغو ښکلاوو او تازه هواوو څخه نه یوازې انسانان ګټه اخلي؛ بلکې د هوا مرغان او د ځمکې پر سر حیوانات او خزنده ګان هم خوندور ژوند او نوې انرژی ترلاسه کوي.
پسرلی په ډېریو کلتورونو کې د نوي کال د پیل نښه ګڼل کیږي، چې له نوي ژوند او نويو فرصتونو سره تړاو لري.
دا موسم د مخکنیو ستونزو او ناخوالو تر څنګ د یو نوي فصل پیلامه ده، چې انسانان ته دا فرصت ورکوي، ترڅو خپلې پخوانۍ ستونزې تر شا پرېږدي او د یو نوي ژوند لپاره د ورورګلوي او اخوت دروازې پرانیزي، چې دا د یووالي او د مثبت بدلون په لورې څرګندويي کوي.
پسرلی یوازې د هوا بدلون نه دی؛ بلکې دا د ژوند د بیلابېلو اړخونو لپاره یوه نوی پیل دی. دا موسم د انسانانو لپاره یوه نښه ده، چې باید خپل عمر په خوشحالۍ، مینې او محبت تېر کړي. له کرکو، نفرتونو او بې ځایه تربګنیو څخه لاس واخلي او د سولې او ورورګلوي ژوند ته دوام ورکړي.
یو څرګند حقیقت دا دی، چې د کال څلور موسمونه خپله په طبیعت کې بدلون راولي، نو انسانانو ته هم پکار ده، چې په خپلو ژوندانه کې ستر بدلونونه راولي. باید د هغه څه په لټه کې شي، چې د وطن او ولس په خیر او ګټه وي، خپلې هڅې په نوي هدف او پلان سره پیل کړي، ترڅو په هېواد کې د سمسورتیا او پرمختګ لامل وګرځي.
راځئ د پسرلي له دې موسم څخه داسې ګټه پورته کړو، چې د نفرتونو ځای د مینې او ورورګلوي په زړونو کې ځای ناستي شي. دې موسم ته د یو نوي ژوند په توګه وګورو، تر څو راتلونکي نسلونه زموږ په یووالي و ویاړي او زموږ تلوونکو کسانو ته دعاګانې وکړي.

!روژه د عبادتونو او له بېوزلو سره د مرستې کولو میاشت ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.