!!میراوس لهٔ رنځورۍ ومړ، زما بهٔ تل یادېږي

محمد الله همیم

134
میراوس لهٔ رنځورۍ ومړ، زما بهٔ تل یادېږي!!
څهٔ وخت مخکې مې یې چې ناروغ و خبرې واورېدې، زړهٔ یې پرې کاوهٔ. لکه وصیت چې کوي، نا امیده غږیږي وايي: « اوس پهٔ دې خپل عمر باندې تنګ یمه، ژاړمه… »
پهٔ سوزناکه لهجه یې دا شعرونه هم ویلي وو:
د خندا پهٔ ځای دعا ته ارزومند یم
پهٔ ما خاورې اوس امبار دي، خانده مه
او
لاړو تېر شو چې تېرېږي بس دوران
دغه عمر و د باد پهٔ شان روان
کهٔ دولت پهٔ ډېرو ټوکو زیاتېدلی
میراوس بهٔ د تنګي د کلي خان و
د چا بهٔ هیریږي…
میراوس ته یې ویلي وو، تهٔ پهٔ اردو کې ټوکې او شعر ولې نه وایې؟ هلته دې شاید شهرت ډېر زیات شي، او ښې پیسې ام وګټې. دهٔ ورته پهٔ نظم کې ځواب ورکړی و:
هر فنکار پهٔ هره ژبه کې ګویا دی
ما پښتو ژبه پښتو کړه چې پښتون یم
پښتنو کې زهٔ پیدا یم پښتو وایم
پهٔ پیسو بهٔ خرڅه نه کړم خپله ژبه
ورپسې مشهوره ده چې محکمه کې یې لانجه وه. قاضي ورته ویل: « دا پاک..ستان دی، دلته قانون شته. میراوس ورته غوسه شوی و چې: « ستاسې پاک..ستان کې مـ..یتیازې وکم. » قاضي یې بندي خانې ته د وړلو امر کړی و. میراوس خپله خبره داسې را جوړه کړې وه: « عجیبه سړی یې؟ نو چې ماته مـ.یتیازې راشي، دلته بهٔ یې کوم کهٔ هند ته بهٔ اوړم؟ »
پهٔ میراوس د چا زر روپۍ قرض وې. ډېره موده یې وتې وه. ورته ویل یې: « خیر پنځهٔ سوه نه غواړم، خو دا پنځهٔ سوه خو راکه. » میراوس ورته خندا کې ویل: « غم مه کوه، بس څنګه مې چې دا پنځسویز درکړو، دا نورې بهٔ هم همدغسې در کړم. »
میراوس سندرې ویلې، ټوکې یې کولې. طنزیه شعرونه یې هم لیکل او ممثل هم و. لهٔ اتو سوو ډېر البمونه یې ثبت دي. او لهٔ پنځوسو ډېرې کیسټې یې راوتې دي. لهٔ شلو ډېر هېوادونه یې لیدلي دي. سیدالرحمن شینو د دهٔ پهٔ اړه ویلي وو: « میراوس د طنز باچا دی. »
یو د رب زات بهٔ قایم وي پهٔ دنیا کې
نور بهٔ ټول کډه پهٔ سر وي دا بهٔ ځي
نېک عمل د لارې مل که میراوسه
دا ژوند ډېر زیات مختصر وي دا بهٔ ځي
او
د سود پیسو کې چې زکات وباسي
لکه ډمبرو نه چې شات وباسي
د دهٔ پهٔ خبره: « د خیبر خاورې ډېر شهرت راکهٔ، خو د رزق پرېشانۍ نهٔ پهٔ ژوند پوی کړم نهٔ پهٔ خوند. »
د پښتنو پهٔ اړه وايي:
نوره دنیا اول سوچ کوي بیا کار. خو پښتون اول کار کوي وروسته سوچ.
***
تر څو چې پښتانهٔ وي د پنجاب راج بهٔ وي پرې. ځکه لس پنجابیان پهٔ یوه ډله کې وي خو پنځو پښتنو پنځهٔ ډلې جوړې کړې وي.
***
پښتنو ته هنر خوند ورکوي. خو هنرمن ورته مه یادوه!
د ژوند ترخه خاطره وايي چې: « د پلار جنازه مې اېښې وه. څو کسان راغلي وو. ما وې کهٔ خواخوږي کوي. دوی وې: ( لهٔ ډېر لرې راغلي یو، موږ ته یو څو ټوکې وکه! )ما یې بیا ام زړهٔ وساته، ټوکې مې ورته وکړې… »
میراوس پهٔ ۱۹۵۵ز کې د کوزې پښتونخوا چار سدې تنګي کې زېږېدلی دی. د دهٔ خپل نوم حیات خان دی خو وړوکوالي کې کلیوالې زړې ښځې میراوس ورته ویل… بس میراوس شو.
د دهٔ شوخ مزاج و. بنډارونو کې بهٔ و. درسونه یې نه ویل. یوه مرکه کې وايي: « اتم ټولګي کې نهه واره ناکام شوم. مور مې راته ویل: نور سبق مه وایه، دماغ بهٔ در خراب کړي. »
میراوس د زمیندار زوی و. ساده ژوند یې و. دومره ساده چې د دهٔ لهٔ خولې: « راډیو مې نېولې وه. د ګلنار بېګم سندره وه. هوا خرابه وه، شڼا یې کوله. غوسه راغله ما وې پهٔ مځکه یې وولم. مور مې را منډه کړه: ( څهٔ کیې، پردۍ ښځه پکې مړه کېې؟ ) هغې وې کهٔ دا ښځه پکې دننه ناسته ده. »
میراوس د ښوونځي پهٔ وختونو کې ټوکې کولې. چا بهٔ چې اورېدې خوند یې ورکاوهٔ. کله، کله بهٔ چا حجرو ته بېوهٔ، چې خپل مجلس پرې رنګین کړي. ورو، ورو یې د ټوکو اوازه تله… چې تلویزونونو مرکې ورسره وکړې او لا ډېرو خلکو وپېژاندهٔ. زمینداري یې پرېښوه او ټوکې یې مسلک شو. نیمه پېړۍ یې خپل مسلک وپالهٔ.
څهٔ موده مخکې چې یې لا پهٔ پښو او لاسونو کې دمه وه، هوټل یې جوړ کړی و. پهٔ نورو دېوالونو یې د نشې ضد طنزیه شعرونه لیکلي وو. خو یو پهٔ یو دېوال یې لیکلي وو:
« ما پنځوس کاله د خلکو او ژبې خدمت وکهٔ. اخر کې یې د هوټل پلېټونو ته کېنولم. »
میراوس یو نیم وخت داسې سندرې او خبرې وویلې چې ډېرې ښې نه لګیدې، خو شاید هغه بهٔ یې مجبوریت و. لهٔ دې حقیقته نه شو منکرېدای چې هغهٔ پهٔ طنز کې خپله برخه کار وکړو. او پښتنو ته یې مینه، موسکا او ژوند وغوښت.
خدای تعالی دې یې وبښي! ارمان یې جنتونو کې وخېژه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.