زموږ کډوال زموږ عزت

نعمان دوست

189
(۱)
د پېښور ښار په دوبۍ هوټل کې له دوستانو سره ناست وم. مخامخ ټلویزیون لګیدلی و او په وي سي آر کې ایښې کسیټ یې غږوله. هغه وخت چې دا بلا دومره عامه نه وه؛ نو دې رستورانټ ته به خلک د سندرو او فلمونو کتلو لپاره ډیر راتلل.
د ټلویزیون پر سکرین نغمه ښکاریده، د ځوانۍ جوش یې و. داسې به یې اوربل ته شړق ورکړ، ما ویل که وریښمین ویښتان به یې له ښيښې بیرون راووځي او ټوله فضاء به معطره کړي.
هغې یوه سندره شروع کړه:
ډکې لارۍ دې را روانې له خیبره
کله به راشې، مساپره
له دې سندرې سره هغه په کډو بار لارۍ هم ښکاریدې چې د خیبر په موړونو کې تاویدې راتاویدې او مخ په تورخم روانې وې. دا هغه وخت و چې ډاکټر نجیب د ملي مصالحې بحث پیل کړی و او خلک یې خپل وطن ته رابلل؛ خو موږ مهاجرو ته ویل کیدل چې دا یې وروستۍ سلګۍ دي، دا یې د ضعف نکته ده او دوکه نشئ!
د نغمې په دې سندره کې دومره کشش و چې ما ویل د چایو پیاله پر مېز پریږده، کومې لارۍ پسې ونښله او خپل هغه وطن ته روان شه چې کلونه کلونه یې د جدایۍ په اور سوزې. خو په هغه کم عمر کې چا اجازه نه راکوله. دا هم ویل کیدل چې په همدې چل مهاجر غواړي او بیا یې هلته کمونستان وژني!
(۲)
د ۱۳۷۱ کال لومړۍ میاشتې وې، په هغه شپه یو دم د جلوزو کیمپ د اسمان مخ رسام مرمیو تک سور کړ. خبر شوو چې افغانستان ازاد شوی دی. دا وخت تازه زموږ نیم کور له هریپوره جلوزو کیمپ ته راغلی و. زموږ د کور مخامخ پغمانیان اوسیدل.ډير درانده او ښه خلک ول. هغوی کډه بار کړه او مخ په کابل روان شول. خو وروسته خبر شوو چې د واک په سر خپلو کې ښکر په ښکر تنظیمونو یې د هاوان یا توپ په ګولۍ هرکلی کړی و. کابل کې یې په کور مرمۍ لګیدلې وه او مرګ ژوبله یې ور اړولې وه.
موږ دوه میاشتې نور هم انتظار وکړای شو او نور د خپل وطن په لور راوخوځیدو. دا وخت کلیو کې تنظیمي وسلوال ببر سرونه ګرځیدل.په زور یې عشرونه ټولول، له خلکو یې په زوره ډوډۍ خوړلې، خپلو پوستو ته، چې هیڅ اړتیا ورته نه وه، په زوره په کلیوالو ډوډۍ خیژوله، وهل یې. پاټکونو کې یې داړل او… خو موږ دا هر څه وزغمل…
(۳)
د حامد کرزي لومړی دور و. جلوزو کیمپ ته لاړم. دلته د فامیلیو جومات ته نږدې مو د خپلوانو کور و. یو بیمار ماشوم مې درملتون ته بوت. هلته دوه درې کسانو ،چې سپینۍ خولۍ یې په سر وې او په ظاهري شرعیت ښه برابر ول، هم دوا ورکوله او هم یې پیچکارۍ تزریق کولې. ما درمل واخیستل. بحث په کال دانه روان و. ما ویل د کال دانې ماشي د کابل په ځینو برخو کې بیخي ډیر شوي دي او ګل ګل ماشومان یې بدرنګه کړي. یو سپین سترګي صوفي مخ راواړو او په ډېرې بې شرمۍ یې وویل: ډیر ښه کیږي چې بدرنګه شي، هسې هم چې نجونې لویې شي امریکایانو ته یې ور وړي!
د دې خبیث دې خبرې مې پر هډونو اور بل کړ، خو میلمه وم او وس مې هم نه و. هیڅ مې ونه ویل او د دې نمرود په بل شوي اور کې مې ټول هډونه په پټه لولپه شول.
(۴)
په تېرو حکومتونو کې څو ښارګوټي د مهاجرینو په نوم افتتاح شول؛ خو څه بیرته د حکومتي ښکرورو لخوا غصب شول او څه ور ته د ژوند سم شرایط برابر نشول. مثلا: ده سبز خواته چې کوم ښار ګوټی و، خلکو یې ویل چې د اوبو د کمښت شدیده ستونزه لري.
دغسې ځینې راستانه شوي کډوال هم په څلورې شول. راغلل، خپلې نمرې یې خرڅې کړې، تورخم کې یې خرچه واخیسته او بیرته په مزي واوښتل.
ښه،
د دې اوږده تمهید موخه مې دا وه چې څه د حالاتو جبر و او څه خپله د کډوالو ناغیړي وه چې پردۍ خاورې ته یې په خپلې پاکې خاورې ترجیح ورکړه، او خپل وطن ته یې شا کړه.
دوی کې داسې نازولي هم و چې دلته به پولیسو تالاشي کول یا به یې د تذکرې پوښتنه ترې کوله، نو غیرت به یې سر ته وخوت، نیغ نیغ به شول؛ خو که هلته به پولیسو سمې ډیکې هم ورکولې، نو د عدم تشدد پړۍ به یې ټینګ نیولی و.
خبره لکه چې ډیره اوږده شوه؛ غواړم ووایم چې:
کډوالي وايي مؤقت ژوند ته او باید یو وخت پای ومومي. زموږ خلک باید نور پرديو وطنونو کې د پاتې کیدو اتڼونه ونکړي. هر وطن خپل نفوس لري او په خپلو نفوسو ښه ښکاري. سمه ده چې نور وطنونه زموږ د وطن په پرتله ډیر سهولتونه لري، پرمختللي دي او کاري فرصتونه پکې ډير دي؛ خو دا هر څه یې د خپلو خلکو لپاره دي. موږ باید نران شو خپل وطن د نورو په څير کړو. نه دا چې هلته مړې سترګې پښې وغځوو.
زه حق نه لرم چاته ووایم چې راشه یا مه راځه. موږ هم په خپله خوښه راغلي وو او خپل هغه کور کې مو اړولي ول چې د شورویانو بمبارونو جړقولی و او دیوالونو یې پریمانه درزونه کړي ول. نه د چا د مرستو په تمه شوو او نه مو په چا ناز وکړ. هماغه خړ دیوالونه مو په نشتو امکاناتو بیرته راسم کړل او نوی ژوند مو پکې پیل کړ. ګڼې ستونزې مو ولیدې او ګڼ دردونه مو وزغمل؛ خو د پردیو د پیغور او بې عزتۍ داغونه مو پر لمنو پرینښودل.
خبره دا ده چې پردي، خصوصا دغه مغرض ګاونډي، به دې تر هغه وخته ساتي چې تر کومه یې ستا په وجود کې ګټه وي. البته که په هر موقف کې یې؛ خو چې ګټه یې ختمه شوه، بیا دې لکه د اوداسه لوټه لیرې غورځوي.
ښه دا ده چې هر مشکل وي، په خپل وطن کې یې وزغمو او د مشکلاتو څخه د خلاصون لپاره کار وکړو.
خو بیا هم که څوک مطمئن وي چې له خپل وطنه یې پردي وطن کې عزت ډير دی، ساعت یې تیر دی، خیر دی بیا دې نه راځي او د لاهوري اقبال دغه بیت دې دلیل ونیسي: ” هر ملک، ملک ماست که ملک ی خدای ماست”. خو چې هلته له خپل وطنه ډير در په در، بې عزته او خاورې په سر وې؛ نو بیا خو هلته د اوسیدلو هؤس دې سر وخوري.
زه خپلو ټولو هیوادوالو ته ،چې د نړۍ په هر ګوټ کې وي درناوی لرم. په پاکستان او بیا د پېښور، کویټې او… کې میشت کډوال خو ځکه د ډیر قدر وړ دي، چې دوی د خپلو هغو وطنوالو او خپلوانو پوره پوره خذمتونه کړي چې له وطنه یې هلته بیماران انتقال کړي دي. خپه ځکه یوو چې وس مو نه رسیږي او هلته یې په سپکاوي، ذلت او ناوړه چلند دومره دردیږو، لکه خپله موږ چې ور سره مخ یوو.
ما چې لومړی، شماره وار ځینې پراګرافونه ولیکل، موخه مې دا وه چې اوس فضل د خدای دی، هغه یو جنجال هم نشته، کومې سختې چې وې هغه موږ تیرې کړې.
توکل په خدای، که راځئ نو ټولې پانګې مو را انتقال کړئ، کیدای شي ستاسو په راتګ دلته هم کاروبارونه وغوړیږي او په دسترخوانونو ډوډۍ اضافه شي.
درناوی
https://dawatmedia24.com/?p=174011

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.