په بغداد كې د معتصم بالله په زمانه كې د ابوالقاسم په نوم يو سړى اوسېدو، په بغداد كې به داسې څوك نه و، چې ابو القاسم دې ونه پېژني. دغه سړى د چيني لوښو يو لوى سوداګر و، ده به له نورو بهرنيو سوداګرو څخه ډول ډول چيني لوښي اخيستل او هغه به يې بيا په بغداد کې خرڅول. دی چې څومره لوی سوداګرو، همدومره لوی کنجوس هم و، د ده كنجوسي له دې مالوميده چې تر څلوېښتو، پنځه څلوېښتو كلونو پورې يې نوي بوټونه نه وو په پښوكړي. په ډېره ګنډنه او جوړونه يې د بوټونو شکله په بله اوښتې وه او د زياتو پيوندونو له كبله دومره درانده شوي وو چې ابوالقاسم به په ډېره سختۍ پكې تګ کاوه. د ده بوټونه په ټول بغداد كې يو مثال ګرځېدلى و ، چې چابه د درانده شي مثال وركاوه؛ نو ويل به يې:
ــ “څومره دروند دى لكه د ابوالقاسم بوټونه”
كله به چې د ابوالقاسم سره څوك د بوټونو په اړه غږېدو؛ نو يوازې په موسكه خوله به يې د هغه خبرې اورېدې او وروسته به يې چندان سر نه پسې ګرځاوه. په ده باندې خپلو ملګرو، خپلوانو او نورو ډېرو خلكو ټينګار وكړ، چې نور نوي بوټونه واخلي؛ خو ده به دا خبرې په يوه غوږه اورېدلې او په بل ويستلې.
يوه ورځ د ده يوه نږدې ملګري ورته وويل:
ــ ابوالقاسمه! كه بيا مې ستا په پښو كې دا زاړه بوټونه ولېدل؛ نو زه به په خپلو پيسو درته نور نوي بوټونه اخلم.
ابوالقاسم يوازې وموسيدو او ترې روان شو.
څو ورځې وروسته د جمعې ورځ راغله، ابوالقاسم د ځان وينځلو لپاره د ښار يوه حمام ته لاړ، چې له حمام څخه راوتو؛ نو د زړو بوټونو پر ځای يې نوي بوټونه پراته وو، په زړه كې يې وويل، چې هغه بله ورځ مې چې ملګري د نوو بوټو وعده وكړه، كېداى شي هغه اخيسي وي، نوي بوټونه يې پښو كړل او له حمام څخه ووتو.
دې حمام ته د ښار قاضي هم راغلى و، هغه چې كله د حمام څخه راووتو، چې ګوري بوټونه يې نشته او پر ځای يې زاړه او پيوندي بوټونه پراته دي، يو چا ورته وويل، چې دا خو د ابوالقاسم بوټونه دي، کيدای شي ستا بوټونه هغه وړي وي. قاضي په ابوالقاسم پسې پوليس وليږل، پوليسو ابوالقاسم وموند اوقاضي ته يې حاضر کړ، هغه دقاضي په وړاندې سخت خجالت شو، له قاضي نه يې بښنه وغوښته. قاضي ابوالقاسم ته خپل زاړه بوټونه وركړل او ورته ويي يل:
ــ نن خېر، د بيا لپاره پام كوه!
ابوالقاسم د خپلو زړو بوټونو سره د كور پر لور روان شو، هغه دې پېښې ډېر زيات خواشينى كړى و، دې لعنتي بوټونو ته سخت په غوسه و، په همدې غوسه کې يې سيند ته ورپام شو، سمدستي يې بوټونه وويستل، په غوسه يې سيند ته ورګوزار كړل او دخلكو له نظره يې غيب كړل.
په سيند كې څو كب نيوونكو جال اچولى و او كبان يې نيول، د دوى په جال كې څه شی بند شول، كب نيوونكي ډېر ورته خوشال شول؛ خو چې كله يې جال له اوبو راووېست؛ نوچيغه يې کړه:
ــ دا خو د ابوالقاسم بوټونه دي! . . . راځئ چې وريې وړو، غريب به ډېر ورپسې پريشان شوی وي.
كب نيوونكي چې د ابوالقاسم كور ته راغلل؛ نو دى په كور كې نه و، دروازه هم بنده وه؛ نو بوټونه يې انګړ ته ورګوزار كړل او دوی لاړل.
ابوالقاسم په هغه ورځ له باندينيو سوداګرو څخه چيني لوښي اخيستي وو او د كور په انګړ كې يې ډيرۍ كړي وو، بوټونه په همدې لوښو وروغورځېدلي وو، چې تر نيمايي زيات لوښي يې مات كړي وو. ابوالقاسم چې كله كور ته راغى او په انګړ كې يې دا حال ولېد؛ نو تندي ته يې څپېړه وركړه، انګړ سمه د جنګ نقشه وړاندې كوله، ته وا جنګياليو ټول د غنيمت مال وړى او ابوالقاسم ته يې يوازې هغه بوټونه په غنيمت کې پريښي دي چې څه موده مخكې په سيند كې بهېدل، هغه له غوسې نه لړزېدو، بوټونه يې په غوسه راواخيستل او د ګڼ بازار د ګڼې ګوڼې پر لور يې وروتوغول، د مخامخ هوټل په برانډه كې خلك په ډوډۍ خوړلو بوخت وو، او ډول ډول خواړه ورته مخكې ايښي وو، په دې وخت كې يو زورور اواز پورته شو، د خوړو قابونه يو په بل پسې واوختل، شور ماشور جوړ شو خلكو چې ولېدل نو ويې ويل:
ــ “اوهو! دا خو د ابوالقاسم نيم مني بوټونه دي!؟”
د هوټل مالك ابوالقاسم قاضي ته وروستو، هغه ترېنه نغد تاوان واخيست، د هوټل مالك ته يې وركړ او بوټونه يې بيرته ابوالقاسم ته وسپارل. ابوالقاسم چې دومره لوى تاوان ادا كړ؛ نو ډېر سخت غمجن شو، هغه ټوله شپه په بستره كې لټ په لټ اوښتو او له دې لعنتي بوټونو څخه د خلاصون لاره يې لټوله، د نيمې شپې څخه وروسته له بسترې راپورته شو، بوټونه او يو كولنګ يې له ځان سره راواخيستل، د خپل كور په څنګ كې د يوې كندې په كيندلو لګيا شو، د كولنګ په اواز سره د ګاونډي ميرمنې سترګې وغړولې او خپل خاوند يې وخوځاوه:
ــ پاڅه! غله دي ديوال سورى كوي!
د هغه غوږونو ته هم د كولنګ اواز راغى، هغه غلى غلى راووتو او د ښار كوټوال ته يې خبر وركړ، هغه له پوره كسانو سره راغى او ابوالقاسم يې لاس تړلى د قاضي پر محكمه ودراوه، د ابوالقاسم محكمه پيل شوه.
قاضي ورته وويل:
ـ ځه، دا خو به درسره ومنو، چې تا د بوټونو د ښخولو لپاره كنده جوړوله؛ مګر دا كار خو د ورځې هم کيدای شو، تا دومره په پټه ولې كاوه؟ او ګاونډي ته دې دومره عذاب ولې وركړ؟
ابوالقاسم هيڅ ځواب نه درلود، لکه بوت داسې ګونګ سنګ ولاړ و.
ــ ابوالقاسمه! تا چې ګاونډى دومره نا ارامه كړی دى؛ نو ته بايد جرمانه شې.
ابوالقاسم خواركى د دې بوټونو له لاسه جرمانه شو، هغه چې كله د محكمې څخه راوتو؛ نو بوټونه يې هماغسې په لاس كې وو، تر كوره په سوچونو كې ډوب روان و او زړه كې يې ويل:
ــ دې بوټونو خو په شرمونو وشرمولم، څه ورسره وکړم. . . . ، اخېر په زړه كې وروګرځيدل ، چې دا ټولې جرمانې، تاوانونه او بې شرمۍ له دې كبله راباندې راځي چې زه دې بوټونو ته په سپکه سترګه ګورم، بايد له دې وروسته يې پښو كړم.
بوټونه چې ډېر كلك او په بد حال شوي وو، ښه ډېر غوړ يې پرې وموښل د دواړو بوټونومزي يې سره وتړل او بيا يې پر خلاص بام لمر ته كېښودل تر څو ښه نرم او پښو کولوته جوړ شي.
د ګاونډي سپی بام ته راوخوت، په بوټونو يې پوزه وموښله ، بوټونه چې سره تړلي وو، په خوله كې واخيستل او په لوبو ورسره بوخت شو، له يوه بام نه بل ته له بل نه بل ته يې ټوپونه پيل كړل بوټونه چې ډېر درانده وو، د سپي له خولې وښويېدل او په انګړ كې چې يوه بوډۍ ښځه لمر ته پرته وه، راوغورځېدل، بوډۍ له ډېرې وېرې بې هوښه شوه، د كور غړو ورمنډې كړې، خو چې ويې ليدل ويې ويل:
ــ اوهو! دا خو د ابوالقاسم غملړلي بوټونه دي!
بيا د كوټوال، قاضي او د جرمانې لړۍ پيل شوه، ابوالقاسم چې كله له محكمې څخه راوتو؛ نو بوټونه يې همغسې په لاس كې وو، ابوالقاسم له دې بوټونو څخه بې درېغه زيان ليدلى و، په دې بوټونو يې دومره پيسې مصرف شوې وې، چې په درجنو درجنو نوي بوټونه پرې كېدل.
د يو څه سوچ وروسته بوټونه په لاس د محكمې پر لور ورغى. قاضي چې ابوالقاسم ولېد؛ نو ورته په خندا شو:
ــ بيا څه نوې خبره ده، ابوالقاسمه!؟
ــ قاضي صاحب زه نن ستا پر وړاندې له دې بوټونو څخه د ځان خلاصول غواړم، خداى ته وګوره دې لعنتي بوټونو ته يو ځاى پيدا كړه!
ــ اصلي خبره داده چې تا تر اوسه د كم خرچۍ او كنجوسۍ تر منځ توپير نه دى كړى او د خپلې كنجوسۍ له كبله دې خلك هم پريشانه کړل او ځان هم. په هر حال؛ خو په راتلونكې كې د كم خرچۍ او كنجوسۍ تر منځ توپير كوه….!
ابوالقاسم د قاضي صاحب په نصيحتونو د عمل كولو ژمنه وكړه او له خپلو منحوسو بوټونو يې د تل لپاره ځان خلاص كړ او دا ځل په خوشالۍ خپل كور ته روان شو؛ ځکه چې بوټونه يې په لاس کې نه وو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.