د روغتیایي ژوند دود لنډ لارښود

ډاکتر محمد ابراهیم شینواری

244

د روغتیایي ژوند دود (Healthy Lifestyle) لنډ لارښود

 

د یو سالم، متوازن او بریالي ژوند درلودل د هر انسان غوښتنه ده. لاندې لارښوونې، ستاسو سره مرسته کوي چې د خپل ژوند په فزیکي، ذهني، رواني او ټولنیزو اړخونو کې توازن رامنځته کړئ او یو روغتیایي ژوند دود غوره کړئ. دا معلومات د هغه کتاب لنډیز دی چې ما په ۲۰۱۴ کې لیکلی، او په پښتو او دري دواړو ژبو چاپ او خپور شوی دی.

لومړی. فزیکي فعالیت  (جادویي درمل)

منظم ورزش یا فزیکي فعالیت لکه پیاده تګ، منډه وهل،یا د سپورت کومه بله بڼه د روغتیا ساتلو تر ټولو محوري عنصر دی. فزیکي فعالیت بدن پیاوړی کوي، د وینې جریان ښه کوي، او د زړه او شکرې ناروغیو په شان ناروغیو مخه نیسي.

په ورځ کې لږ تر لږه ۳۰ دقیقې ورزش وکړئ، چې کیدای شي سهارنی پیاده تګ یا په کور کې ساده تمرینات یې ښه ډولونه وي. د خپل بدن توان ته په کتو سره، فزیکي فعالیت غوره کړئ او په تدریج سره یې اندازه زیاته کړئ.

د ناست او غیرفعال ژوند وخت مو کم کړئ او که مسلک مو دغسې وي، د کار په منځ کې هر نیم ساعت وروسته یو څو فزیکي حرکتونه کوئ. د بدن نرمښت زیاتولو لپاره یوګا، غځونې، یا نور تمرینونه وکړئ.

فزیکي فعالیت د روغتیا د نورو برخو کیلي ده، چې ښه خوب، ښې اشتها، فکري ارامۍ او ټولنیزتوب ته هم لار هواروي.

 

دوهم. ښه او متوازن خواړه

داسې خواړه چې ټول ضروري غذایي مواد (ویټامینونه، منرالونه، پروټین، غوړ او کاربوهایډریټ) ولري، د بدن د داخلي پروسو، ودې، دفاع، ترمیم او ورځینو فعالیتونو لپاره ضرور دي. متوازن خواړه د بدن لپاره ضروري انرژي برابروي، روغتیا ساتي، تخریبونه ترمیموي، د ودې سبب کیږي او د کمزورتیا مخه نیسي.

تازه میوې، سبزيجات، غلې ـ دانې، او پروټین لرونکي مواد (لکه غوښه یا کب) وخورئ. که دا مواد نه وي موجود څو ډوله ارزان بیه خواړه سره ګډه کړئ (لکه مستې، وریجې او لوبیا) چې غذایي ارزښت یې زیات شي.

له پروسس شوو خوړو (لکه چپس، بورې، زیاتو غوړو، مالګې او خوږو مشروباتو) ډډه وکړئ.

د متوازنو خوړو اندازه او وختونه د خپل کلتور او فعالیت ډول له مخې تنظیم کړئ. هېره مو نه شي چې تل کافي پاکې اوبه وڅښئ.

 

دریم. کافي او مناسب خوب

هره شپه اووه نیم ساعته ارام او ژور خوب وکړئ. ماشومان او ځوانان دې تر دې زیات خوب وکړي. خوب بدن او ذهن رغوي، تمرکز زیاتوي، او رواني فشار کموي. د بدن او ذهن هرې برخې ته ګټه رسوي، او د انرژۍ او تمرکز د بیا تر لاسه کولو زبرځواک ګڼل کېږي.

د خوب منظم مهالویش جوړ کړئ. تر خوب مخکې له موبایل، کمپیوتر او تلویزیون لیدلو ډډه وکړئ. ارام چاپیریال جوړ کړئ، او که کیداش شي، یو په زړه پورې کتاب ولولئ. په دې ډول مو ذهن ارامېږي، هغه ګټور موضوعات او معلومات مو د خوب په جریان کې پروسس کېږي او په یاد مو پاتې کېږي، چې تر خوب مخکې مو لوستي وي.

 

څلورم. رواني روغتیا او دماغي فعالیتونه

له رواني فشار، اضطراب او منفي فکرونو خپل فکر او ذهن وساتئ. رواني روغتیا د ژوند کیفیت لوړوي او د تصمیم نیولو وړتیا مو پیاوړې کوي. د دعا، تمرکز، مراقبې (Meditation)، ژورې ساه اخیستنې، یا د خپل ذوق وړ فعالیتونو له لارې مو ذهن ارام کړئ. که اړتیا وه، له مربوط کارپوه او ډاکتر مشوره واخلئ.

هره ورځ څو دقیقې د خپل ځان لپاره بېلې کړئ او مثبت فکر ته لومړیتوب ورکړئ.

د ذهن فعال ساتلو لپاره په لوستل، لیکلو، یا د ستونزو حلولو کې بوخت اوسئ.

فکري فعالیتونه دماغ پیاوړی کوي، حافظه ښه کوي، او د عمر له زیاتیدو سره سره د ذهني کمزورتیا مخه نیسي، نو  کتابونه ولولئ، معماګانې حل کړئ، پیچلې لوبې او تخلیقي کړنې وکړئ، یا نوې ژبې زده کړئ.

ورځني کارونه په نوښتګر ډول ترسره کړئ ترڅو مو ذهن فعال پاتې شي.

 

پنځم. ټولنیزې اړیکي او ټولنیزتوب

د کورنۍ، ملګرو او ټولنې سره قوي او مثبتې اړیکې ساتل د یوازیتوب مخه نیسي، احساسي ملاتړ برابروي، او ژوند ته خوښي وربخښي. له ملګرو سره وخت تېر کړئ، په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلئ، او له نورو سره مرسته وکړئ.

صادقانه او پر درناوی ولاړې اړیکې جوړې کړئ. په اړیکو کې صداقت له دې معلومیږي چې له نورو سره مرسته وکړئ، او په خدمت او قربانۍ کې تل تر نورو مخکې اوسئ.

 

شپږم. دعا، عبادت او فکري تمرکز

روحاني عملونه لکه لمونځ، ذکر، یا د خالق سره اړیکه جوړول مه هیروئ. عبادت ذهني سکون راولي، ژوند ته هدف ورکوي، او د رواني فشار په کمولو کې مرسته کوي. له خالق سره مو اړیکه جوړیږي او دیني مکلفیت مو هم ادا کېږي.

ورځني لمونځونه، دعا، یا د الله تعالی په قدرتونو او طبیعي پدیدو کې فکر و غور کول د روحاني اړیکو برخه کړئ.

هره ورځ یو څو شیبې د شکر کولو او فکري تمرکز لپاره جلا کړئ.

 

اووم. ځانګړي محافطتي تدابیر

د ځانګړو ناروغیو په وړاندې مربوط واکسینونه بشپړ کړئ، او نور فزیکي، غذایي، او مسلکي تدابیر له پامه مه باسئ.

 

اتم. د ټولو ترمنځ توازن

د ژوند ټول اړخونه (کار، زده کړې، کورنۍ، روغتیا، خوب، عبادت، او تفریح) په مناسب ډول تنظیم کړئ. توازن د یو اړخ د غالبیدو او نورو د کمزوري کیدو مخه نیسي، او ژوند همغږی کوي.د ورځنیو کړنو لپاره پلان جوړ کړئ، لومړیتوبونه وټاکئ، او عملي یې کړئ.

په اونۍ کې یوه ورځ د استراحت، تفریح، ښکلو ځایونو کتلو، د خپلوانو او دوستانو پوښتنې او د خپل ژوند او چارو بیاکتنې ته ځانګړي کړئ.

روغتیایي ژونددود مراعاتول یو دایمي سفر دی، نه یو لنډ منزل او د بدن، ذهن، روح، او ټولنیز ژوند د متوازن ساتلو په نتیجه کې ترلاسه کېدای شي. د پورته لارښود عملي کول درسره د دې ګټور او دایمي سفر په ګټورتوب او خوندورتوب کې مرسته کولی شي.

تاسو ټولو ته د اوږد، نیکمرغه، بریالي، خوشحاله، او فعال ژوند په هیله.

روژه: قراني هدفونه او حکمتونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.