يو وه او و نه و، يو پادشاه درې لوڼې درلودې، چې ډيرې پرې ګرانې وې. يوه ورځ پاچا خپلې درې واړه لوڼې ځانته وغوښتې او لومړی يې خپلې مشرې لور ته داسې وويل:
تاسې دريواړه پر ما ډيرې ګرانې ياستئ، غواړم وپوهيږم چې زه پر تاسې څومره ګران يم.
مشرې لور يې پرته له زنډه وويل:
پلار جانه! ستا مينه دومره ډير ده، لکه دا ټول کايئناتو کې چې سره زر او جواهر دي چې راټول شی، بيا هم ستا مينه ترينه درنه ده، زه هيڅ نه شم ويلې، چې ووايم له تاسې سره څومره ډيره مينه لرم.
پاچا خوشاله شو، بيا يې له دويمې لور پوښتنه وکړه، هغې هم داسې ځواب ورکړ. په پاې کې د کشرې لور هوسۍ وار ورسیده او پادشاه چې خپله کشره لور پرې ډيره ګرانه وه او د دواړو لوڼو نه يې د خپلې کشرې لور په هوښيارئ او زيرکتوب ډير حساب کوو، داسې یې وپوښتله:
شهزادګۍ هوسۍ! اوس ته راته ووايه! چې زه څومره درباندې ګران يم او په کومه اندازه مينه راسره لرې.
شهزادګۍ هوسۍ څو شيبې چوپ شوه، بيا يې وويل، مينه خو دې ډيره درنه ده، بيا هم داسې ده، لکه مالګه د غرمې او ماښام ناري په خوړو کې.
پادشاه ډير په غصه شو او داسې يې کړه:
ته زما مينه اوس په خوړو کې ارزوې.
شهزادګۍ هوسۍ ځواب ورکړ:
باور وکړئ چې دا مينه ډيره خوږه ده.
پاچا خپلې دواړه لوڼې رخصت کړې او کشره لور يې ورټله، چې د خپل پلار مينه يې دومره کمه ګڼلې وه. خپلې لور ته يې وويل:
ځه ورکيږه لور مې نه يې
ته په قدر مې پوه نه يې
په خوړو کې به د مالګې څه ارزښت وي
برابر چې په دولت زما د تخت وي
شپې ورځې تیرې شوې، پادشاه د خپلې لور سره هيڅ خبرې نه کولې او دواړه مشرانې لوڼې د نورو هيوادونو شهزادګانو سره واده کړې، خو کشره لور یې يو ډير لټ او بيکاره سړي سره واده کړه، چې دغه سړی به ټول ژمې د کلي په تنور کې چې ډوډۍ پخه شوه، وروسته به دی هلته ويده کيده، ځکه د تنور لټ په نوم مشهور شوی و.
شهزادګۍ له خپل پلار ډيره ناهيلې شوه خو بيا هم يې د هغه پريکړه ومنله او په پټه خوله يې له تنور لټ سره واده وکړچې هغه سره په يوه جونګړه کې اوسیدله. په لومړۍ ورځ یې هغه ته وويل:
اوس به هره ورځ کار پسې ځي او وروسته له دې به د تنور خواته نه ورځې، چې بيا وانه ورم، څوک دي تنور لټ وبولي:
بيا يې ورته داسې کړه:
تنور لټ به اوس ژوندې شی
هم به ښوزنده، ګړندی شي
زه که يم د پادشاه لور
خو پوهيږم په دستور
ژوند دا نه دی چې څوک لټ وي
مدام ګرد يې پروت پر څټ وي
ژر روان د ژوند پر لار شه
ښه کارونه کړه بيدار شه
وروسته يې په لاس کې تبرګی او رسې ورکړه، غره ته يې د لرګو پسې وليږه. څو ورځې تیرې شوې، يو سهار وختي شهزادګۍ هوسۍ يو کاروان وليده، چې پر لاره تيريده، تنور لټ چې سړبن نوميده، د خپلې ميرمن چې شهزداګۍ وه، په لرلو يې ډيره خوشاله و او هيڅ يې باور نه شو کولې چې د پادشاه لور به يې ميرمن وي.
په دې شيبه کې شهزادګۍ هوسۍ له هغه څخه، تبرګی او رسۍ واخيسته او داسې يې ورته وويل:
ورشه او د کاروان له مشر سره خبرې وکړه، چې تاته کوم کار درکړي. سړبن هغه او دغه وکړه، چې زه به ورته څه ووايم، خو شهزادګۍ هوسۍ کړه:
ورشه ورته ووايه، چې زه له تاسې سره پر اوښانو او اسونو د بارونو په ښکته پورته کولو کې مرسته کوم.
سړبن چې ښه تنور زلمې و، خو کله يې داسې کارونه نه وو کړي، زړه نازړه د کاروان مشر خواته ورغی او داسې يې کړه:
زه غواړم تاسې سره کاروکړم. د کاروان مشر چې د کارکونکي په لټه کې وو، سمدستې يې ورته کار ورکړ او خپل د کارونو مشر ته يې وويل:
تاته وايم باشي (۱)! هله دغه ځوان سړي ته د هغه لويو جوالونو او بوجيو پورته کولو دنده وسپاره.
همدا و چې سړبن په کار پيل وکړ. له دې خوا پوره يوه مياشت پر لاره و او ډير درانه، ستونزمن کارونه يې ترسره کول، داسې چې د کاروان کارکونکي ترينه ډير خوشاله وو…
دوه مياشتې وروسته چې د کور په لور رهي و، پر يوه لويه دښته کې شپه وه، د شپې ناوخته سړبن له کاروان څخه لږ وړاندې د بولو له پاره لاړ، ناببره يې يو دروند او غټ اواز کې، زګيروی واوريده.
د اواز په لټون پسې روان شو، لږ چې وړاندې ولاړ،د سپينې سپوږمۍ په رڼا کي، څه ګورې چې يو غټ او ويرونکې ديو پروت دې او په پښه کې يو لوي اغزی نه، بلکې يو مات منډه ننوتی دی او له درده ناکراره چغې وهې. سړبن ته يې په زارۍ سره وويل:
اي لارويه! که زما له پښې دې دغه لرګې وويست، ډيره مرسته به راسره وکړې. سړبن چې د ديو له ويرونکې څيرې ډيرې ويرې اخيستې و، بيا هم غوښتل يې مرسته ورسره وکړې. نو يې هغه ته وويل:
ته دې سترګې پټې کړه او يوه غټه تيګه يې په خوله کې ورته کيښوده، چې که درد درباندې زور شو، په دې خوله ولګوه او پام چې ماته څه ونه وايې!
دیو وويل:
زه به ستا شکر ګزار شم او هيڅکله به درته څه ونه وايم. بيا هم ته چې وايې، سمه ده او خوله کې پرغاښونو تيګه ونيوله.
سړبن په يو ځل په ډير زور سره منډه راښکه او د ديو پښه يې ازاده کړه. که څه هم ديو ډيرې چغې ووهلې، پر تيګه يې خپلې اوږدې داړې خښې او وکرولې، خو په پاي کې د سړبن نه ډيره مننه وکړه، چې له داسې ستر مصيبت څخه يې خلاص کړ.
بيا يې ورته وويل:
اوس راشه او د خپل داسې ستر خدمت بدل کې زمانه دا ډالۍ واخله!
سړبن وويل:
نه نه، دا کار ما د کومې تمې له پاره نه دی ترسره کړی. خو ديو بيا ټينګار وکړ، چې ضرور يې بايد واخلي.
هماغه و چې سړبن ته يې درې دانې داسې لوي، لوي انار ورکړل، چې منځونه يې د الماسو او زمردو ډک و او بيا يې ورته وويل:
ورځه ځوانه! ستا کاروانيان لا په خوب ويده دي، ځان دې ورسوه او د دې انارو په هکله پام کوه، چې چاته څه ونه وايې، د خپل سفر په غوټه کې دې پټ کيږده او خپل کور ته يې له ځان سره يوسه، چې د يوې پادشاهي دولت دی.
سړبن د ديو نه مننه وکړه او په بيړه خپل کاروان ته ستون شو، په کرار خپلې خيمې ته ننوت او ويده شو.
دوه ورځې مزل وروسته سړبن په خپل کور کې و او له رسیدلو سره سم، د خپلې شهزادګۍ له تود هرکلي سره مخ شو.
شهزادګۍ ورته ډوډۍ تياره کړه او ده هم د سفر غوټې څخه هغه درې انار را واخيستل، د خپلې ښکلې ميرمن په لاس کې ورکړل.
شهزادګۍ هوسۍ چې د جواهرو په ارزښت پوهيده، د خوشاليدو په ځاي، حيرانه شوه او په غصې سره يې سړبن ته وويل:
ښه اوس دې کومه لويه خزانه غلا کړې؟ چې دومره ډير جواهر دې راوړي.
سړبن وويل:
اي زما ښکلې شهزداګۍ! دا مې د خپل يو نيک کار په بدل کې ترلاسه کړي. بيا يې د ديو په هکله هغه ټوله کيسه ورته وکړه.
شهزادګۍ ډيره خوشاله شوه او سړبن ته يې وويل:
ډير ښه اوس به زموږ ژوند جوړ شي. د ښار په يوه څنډه کې ځانته د ماڼۍ ابادولو له پاره زمکه واخيسته او ورسره سم يې هغه لوې شاړې زمکې د هغوي له خاوندانو واخیستې، چې شړې وې او د کروندو په خړوبولو يې په کې پيل وکړ. د دوي د سیمې خلکو تنور لټ هير کړی و او ټولو اوس د سړبن په نوم يادوو.
د زمکو په ابادولو سره په دريو کلونو کې، د دوي ګټه څو ځلې زياته شوه او په پاي کې د پادشاه لور نوم او اوازه په ټوله سيمه کې خوره شوه، چې يوه ډيره شتمنه ميرمن راغلې ده.
کله چې شهزادګۍ هوسۍ او سړبن خپلې نوي ابادې کړې شانداره ماڼۍ ته کډه شول، نو يې خپل پلار ته چې تر اوسه نه و خبر، دغه شتمنه ميرمن د ده لور هوسۍ ده، د ميلمستيا له پاره بلنه ورکړه.
خپلې دواړه خويندې او پاچا، ملکه او ټوله کابینه يې ميلمانه کړل. رنګارنګ خوراکونه يې پر دسترخوان ورته ايښې و، خو د پلار په مخکې چې هر ډول خوراک و، هغه بې مالګې و. ټولو په ډير خوند ډوډۍ وخوړه، خو پادشاه ته يې هيڅ مزه ورنه کړه. تر اوسه هوسۍ د خپل پلار او خپلې کورنۍ مخې ته مخ پټې ګرځيده، راغله او له ټولو يې د خوړو په هکله پوښتنه وکړه:
خواړه څنګه وو، مزه يې څنګه وه؟ خويندو او ټولو ميلمنو د خوړو ډيره ستاينه وکړه، خو پادشاه وويل:
ډير به ښه وې، که لږه مالګه په کې وايې. ټولو وويل:
زموږ خواړه خو بې مالګې نه وو، په دې شيبه کې لور هوسۍ راغله او پلار ته يې وويل:
ودې ليدل، چې بې مالګې خواړه څنګه وي؟ بيا يې خپل مخ ورته ښکاره کړ. پادشاه له ځايه پورته شو، له خپلې لور يې بښنه وغوښته او پر تندې يې ښکل کړه.
هوسۍ وويل:
پلار جانه! کله د انسان له پاره ډير واړه شیان ارزښتناک وي، چې په سرو زرو او جواهرو نه تلل کيږې…
پاي
(۱) باشی د چارو سمونکې يا مدير
https://dawatmedia24.com/?p=174048
![]()
Comments are closed.