د ټرمپ د ادارې د تعرفو توپان: ميتود که لېونتوب؟

CGTN Pashto

136
ليونتوب، مستي او جنون هغه صفتونه دي چې د چارو شنونکي يې د ټرمپ له لوري د اپريل په دويمه نېټه (د ازادۍ په ورځ) د لګول شويو تعرفو د توضيح کولو لپاره کاروي. پر موټرو او د موټرو پر پرزو پر لس سلنې ثابتې ماليې سربېره د ۲۵ سلنه اضافي تعرفې لګول، هغه هم پر ټولو هېوادونو يو شان او شرايطو ته له پام پرته د متحدو ايالتونو له لوري د يوه ډير نادر ليدلوري انعکاس دی. تر ټولو ډيره عجيبه خبره بيا د ټرمپ د خوښې وړ فورمولې کارول دي، هغه داسې چې د يوه هېواد پر ټولو صادراتو د هغه هېواد مازاد تجارتي رقم ويشي او پر بنسټ یې د تعرفو کچه ټاکي. ټرمپ د دې لپاره چې ځان مهربانه وښيي، ترلاسه شوی حاصل نيمايي کوي او د نيم هغه په تناسب د يوه هېواد پر صادراتي توکو تعرفې لګوي. دغسې اقدامات د متحدو ايالتونو د سوداګريزو سياستونو تر شا د منطق او عدالت شتون تر پوښتنې لاندې راولي.
چين، ختيځه او سويل ختيځه اسيا او دغه راز اروپا په ترتيب سره له دې پلوه تر ټولو ډير متأثر شوي هېوادونه دي. ښايي له دې کبله چې د دغو اقداماتو زيانونه خورا ډير لوړيدل نو مکسيکو او کاناډا د تعرفو د لګولو له دې مرحلې مستثنا شول.
د چارو شنونکي د ټرمپ اقداماتو ته په کتو سره په دوو برخو ويشل شوي: يوه ډله یې اقداماتو ته د لېونتوب خطاب کوي او بله ډله یې بيا په جنون کې د مېتود په لټه کې دي.
ظاهراً دويمه ډله ښه نه دي. د ټرمپ د ادارې له لوري په دې تړاو کېدونکی استدلال د منلو وړ نه دی. دوی استدلال کوي چې د تعرفو اصلي بيه هغه هېوادونه پرې کوي چې پر توکو یې تعرفې لګول کيږي، په داسې حال کې چې د تعرفو د بيو اصلي پرې کوونکي د امريکا خلک دي. که صادروونکي او واردوونکي هوکړه هم وکړي چې د تعرفو بار په ګډه پر اوږو پورته کړي، بيا به یې هم يوه برخه پر مصرفوونکي ور وتپل شي او په پایله کې به یې د انفلاسيون کچه لوړه شي.
پر دې سربېره، يوه مناسبه صنعتي پاليسي چې د برياليتوب ښه چانس ولري، دې ته اړتيا لري چې مسوولين یې کاروبارونه په ښه ډول کنټرول کړي څو د هغوی رويه بدله شي. په ورته مهال، په متحدو ايالتونو کې د دې پر ځای چې حکومت لوی کاروبارونه کنټرول کړي، لوی کاروبارونه حکومت کنټرولوي چې له همدې کبله یې د صنعتي پاليسيو برياليتوب ته هيلې کمې کړې دي.
دغه راز، بيا صنعتي کول د پاليسيو ډاډمنتيا ته اړتيا لري او هغه څه چې ټرمپ یې اعلانوي په حقيقت کې د پاليسيو بې باوري اوږدوي. ټرمپ تمه لري چې د ده په وينا ولسمشران، لومړي وزيران، پادشاهان، ملکې او سفيران به د سپينې ماڼۍ يا په فلوريډا کې د هغه د استوګنځي په مخ کې کتارونه جوړ کړي او د تعرفو تر اغېز لاندې به له امريکا سره پر نويو شرايطو خبرو ته غاړه کېږدي.
که څه هم دا هر څه د ټرمپ د معاملاتو له سټايل سره سم دي، خو حقيقت دا دی چې د ټرمپ د ادارې لیدلوری د مافيا په څېر دی چې خپلو سيالانو ته تر مذاکراتو وړاندې د نرمولو او مغلوبولو په موخه ګوزارونو ورکوي.
د بلومبرګ د پاليسۍ د بې باورۍ شاخص ښيي چې د بايډن د حکومت پر مهال دغه شاخص له يوه تر دريو و چې د ټرمپ په بيا ټاکل کېدو سره شپږو ته اوچت شو او اوس نهو ته رسېدلی دی. دا شمېرې په متحدو ايالتونو کې پانګونه نه شي هڅولی.
بالاخره، دا ادعا هم کيږي چې د تعرفو لوړول د حکومت عوايد لوړوي او دغه راز کسر کموي. دا ادعا په خپل ذات کې بيا د بيا صنعتي کولو له ادعا سره په ټکر کې ده. تعرفې يوازې هغه مهال عوايد لوړولی شي چې امريکايي مصرفوونکي په دوامداره توګه بهرني محصولات وپېري؛ که داسې وکړي نو په کور د ننه صنعت ته به د پرمختګ مجال برابر نه شي.
د ټرمپ د ادارې تعرفې به په لږ تر لږه دوو لارو سره دغه سپک دود ته دوام ورکړي. لومړی دا چې که نرخونه لوړيږي هم نو بار به یې پر عادي او بېوزلو امريکايانو پرېوځي، ځکه دوی د خپلو عوايدو ټوله برخه پر ورځنيو اړتياوو لګوي، په داسې حال کې چې شتمن امريکايان يوازې د خپلو عوايدو يوه برخه دغسې لګښتونو ته بېلوي. دويم دا چې ټرمپ ښايي د ماليو د کمولو فرمان صادر کړي چې پر بنسټ به یې له شتمنو امريکايانو د مالیې اخيستلو کچه را ټيټه شي او حکومت به پلمه وکړي چې د مالیې د کمولو له کبله کم شوي عوايد به د تعرفو پر مټ بېرته پوره شي.
له همدې کبله به د ډيرو شويو تعرفو له غره څخه، چې د نړيوالې سوداګريزې جګړې سبب کيږي، د ماليو د کمولو موږک را ووځي.

CGTN Pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.