د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت اروپايي ټولنې ویلي، چې له افغانستان سره یې ۹۷ میلیونه یورو روغتیايي مرسته کړې ده.
دغې ټولنې ویلي، چې دا مرستې بېلابېلو ادارو له لارې لګول کېږي، چې پکې د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، د ماشومانو د ملاتړ صندوق او یو شمېر نورې ادارې شته دي.
اروپايي ټولنې په دې تړاو ویلي، چې دا مرستې یې د مور او ماشوم روغتیا، رواني روغتیا او ځینو نورو مهمو برخو کې کړې دي او لا هم له دغه هېواد سره مرسته ته ژمنه ده.
اروپايي ټولنه داسې مهال له افغانستان سره د ۹۷ میلیونه یورو روغتیايي مرستې خبر ورکوي، چې تازه د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په افغانستان کې د مور او ماشوم روغتیا بحراني بللې ده.
د وروستيو راپورونو له مخې په افغانستان کې هرو ۴۰ میندوارو مېرمنو کې یوه یې په زېږون مري او په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم پر خوارځواکۍ اخته کېږي.
له دې وړاندې هم په هېواد کې لسګونه روغتیايي مرکزونه د نړیوالو بشري مرستو ځنډ سره تړل شوي چې ټینګار کېږي، که په افغانستان کې روغتیا ته بودیجه ځانګړې نه شي، دا وضعیت په بحران بدلېدلای شي.
ABN pashto
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.