د والسوالۍ په خامه لاره د ښوونځي د عملې موټر روان و، زما څوکۍ د ښېښې څنګ ته وه، ځکه د موتر د تیلو بوی بد رالګېده. د موتړ له رفتار سره د دوړو د جګېدو کچه هم ډېرېده، ډیری وخت به ښېښې تړلې وې او په بندو ښېښو کې زما سا بندېده.
سهار او مازدیګر به مې له کوره تر ولسوالۍ ټول کلي تر سترګو تېروه، د کلیو په منځ کې ځای ځای شنې ونې، شنه بوټي او شنه باغونه تر سترګو کېده. ځیني کلي ټول تک شنه و، داسې شنه لکه په خړه ځمکه چې زرغون شال غوړېدلی وي خو ځیني کلي ډېر سپېره وه.
ببۍ به کیسې راته کولې:« کال مخکې په ولسوالۍ کې چا د نجونو د ښوونځي نوم نه شو اخیستلای، جنګونه و او هره ورځ به سرې مرمۍ اورېدې، ټول باغونه او شنه فصلونه یې له سکاره، داسې تک تور کړل. شکر دی اوس جنګونه نه سته خو د لوږې غم دی. ټول خلک همدا یوه خبره کوي: کار نه سته، هلکان ټول بیکاره دي، څوک دوبی ته، څوک ایران او څوک پاکستان ته منډې وهي. کاشکې لوږه نه وای، دې ما شیرین به د دوبی په سرې ګرمۍ کې څه غوښته.»
د ښوونځي موټړ به هر سهار، ځای ځای درېده، ښوونکې به یې د غزني د ښار له بېلا بېلو سیمو راجګولې او ښه په خوښي به د والسوالۍ په لور روانېده. هرې ښوونکې ځانته انډیواله لرله. جوړه جوړه به سره غږېدې، خندل به یې تر هغه چې د ښوونځي دروازې ته رسېدې.
زه له دوی سره ډېره بلده نه وم، ځکه لږه موده کېده چې د دوی په ښوونځي کې ښوونکې شوې وم. د دې دندې وړاندېز یوې ملګرې راته کړی و، هغه له یوې موسسې په تعلیمي برخه کار کاوه. په دې دندې زه خوشحاله وم، زما هیله همدا وه چې په لرې پرتو سیمو کې نجونو ته تدریس وکړم .هغه ورځ چې ټولګي ته ولاړم، زده کوونکې د « ولاړ شئ» په ویلو ودرېدې، ما له سلام وروسته د کېناستو ورته وویل او درس مې پیل کړ. ټولګي کې مې نوې زده کوونکې تر سترګو شوه، ومي پوښتله:
ــ ستا نوم څه دی، نوې راغلې یې که غیر حاضره وې؟
ـ استاذې ،زما نوم ګلورینه ده، زړه مې ډېر غواړې مښتب( مکتب) ته راسم خو ابو ډېره ناجوړه وي. دا څو ورځې بیا تور ټوخي نیولې ده او زه په کور وم
ـ ګلورینې، دا څرګه ښایسته ګلورین نوم لرې. ابو دې خدای پاک زر درته روغه کړي چې هره ورځ مکتب ته راشې. زده کوونکو ته مې وویل:
ـ نجونو پام وکړئ! دا اوس ګلورینې دوه کلیمې وویلې، مښتب او استاذ. دا دواړې کلیمې سمې نه دي، نه یې املا سمه ده او نه یې تلفظ سم دی. تاسې خو په کلي کې اوسېږئ خو تاسې ښوونځی لولئ، ستاسې ژبه باید سمه وي. هر کلیمه سمه تلفظ کړئ او سمه یې ولیکئ. موږ استاذ نه وایو او نه یې لیکو. باید استاد ووایو او مښتب هم سم نه دی، باید مکتب وایو. په پښتو کې مکتب ته ښوونځی وایي باید ښوونځی ووایو.
ګلورینې په خپل تېز غږ را غږ کړ:
ـ استادې ته دې پښتو مضمون استاده یې، که د ریاضي؟
ټول نجونو پټ پټ وخندل او زه یې دې متوجې کړم چې د ریاضي ساعت دی. ما دوی ته د کتاب کتابچې د تیارېدو وویل چې ګلورینه بیا وغږېده:
ـ استادې زه په ریاضي کې دېره ښه یم، ابو یې را زده کوي. ابو په کابل کې مکتب لوستی
ـ کابل کې یې مکتب لوستی؟
ـ هو استادې
ما ونه غوښتل نورې پوښتنه وکړم، ځکه وډاریدم چې ګلورینه بیا ونه وایي دا د کیسو ساعت نه دی. تولګی تمام شو چې یوې ښوونکې راته وویل:
ـ مشر مدیر صاحب وویل، یو ځل ادارې ته راشه
ادارې ته ولاړم، له روغ بړ وروسته، مدیر صاحب وویل:
ـ استادې، پرون له ولسوالي کسان راغلي و او ستا لباس په هکله یې وویل چې مناسب نه دی
ـ زما لباس په څه دی؟
ـ په هېڅ هم نه دی خو موږ د حجاب توصیه کوو. هغه تور حجاب ډېر مناسب دی، که یې واغوندې، موږ خوشالېږو
ـ مدیر صاحب، زما کالي د خپل وطن کالي دي، ولې پردي کالي واغوندم؟
ـ زموږ د ښوونکو یونفورم تور حجاب دی او ته که داسې سرکشي کوې، ګومان مې نه شي جوړ سره راشو
ـ سمه ده مدیر صاحب، زه به فکر وکړم
اعصاب مې لږ سره واوښتو، له ادارې د ښوونځي حویلۍ ته ووتم، نه مې غوښته نورو ښوونکو ته دا وضاحت ورکړم چې مدیر صاحب څه وویل. حویلۍ کې مې سترګې مې په ګلورینې ولګېدې، د لاس په اشاره مې راوغوښتنه، ومې پوښتله:
ـ ګلورینې، تا ویل چې مور دې مکتب لوستی؟
ـ هو، استادې
ـ نو مور دې ولې په کلي واده کړی؟
ـ هغه داسې و استادې، هغه اول وار چې طالبان راغلي و، مکتبونه تړل سوي و، نو ځکه یې نور مکتب نه دی ویلی او بابا مې دې خدای وبښي، ابو یې په کلي واده کړه. بابا مې صاحب منصب هم و خو ابو یې کلي کې واده کړه، ابو هر ورځ وایي کاشکې دې بابا دا کار نه وای کړی. ډېره خپه وي
ـ ګلورینې، ته خو کوچنۍ یې، نورې مشرې خویندې هم لرې؟
ـ هو استادې، موږ ۵ خویندو یو، ورور نه لرو، ابو او ابا ډېر ځوریږي چې زوی نه لري، په ابو یې نږدې بن راوړې وه خو ښه ده ابا غریب دی چا لور نه ورکوله.
زه د ګلورینې هغو پخو خبرو ته حیرانه وم، بن، غریبي، د مور د بربادۍ غم او دا ۱۲ یا ۱۳ کلنه ماشومه. له خپل عمر چې ډېره لوړه غږیده او کم عمر کې په ډېرو غمونو اخته وه. نه پوهېږم دا نجلۍ داسې اشنا راته ښکارېده لکه د بل چا سا چې پکې چلیږي. داسې خوږه راته واېسېده. ګلورینه مې بیا وپوښتله:
ـ مور دې نه وایي د کابل په کوم ځای کې مکتب لوستی؟
ـ د کابل په ماتو کلا کې ( مهتاب قلعه) کې یې کور و
ـ مهتاب قلعه؟
ـ هو استادې
ـ د مور نوم څشی دی؟
ـ ابو مې بصیره نومېږي
ـ بصیره… او د بابا نوم دې چیشی دی؟
ـ بابا مې خان ولي نومېده
د مهتاب قلعه، بصیرې او خان ولي کاکا د نوم په اورېدو مې ټکان وخوړ، هکه پکه حیرانه شوم، خپل ټولګی او ښوونځی مې رایاد شو. ګلورینې ته مې وویل:
ـ ګلورینې ستا ابو زما همصنفۍ وه
ـ وۍ جااار استادې، ته زما د ابو همصنفۍ وې، ته څونه ځوانه یې، ابو ډېره زړه سوې ده، ابو ته که ووایم، څونه به خوشاله سي، په کران ( قران) رکه روغه به سي
ګلورینه مې په مخ ښکل کړه او بصیرې ته مې لیک ولیکه:
« سلام، زه نازیه یم، په یاد دې یم که نه؟ بیخي مې باور نه راځي چې ته به کلي کې واده یې، ته خو د ټولګي اول نمره وې او تا باید طب لوستی وای… ته د داسې ژوند او سلو مرضونو لایقه نه وې. دا مې شمېره ده، زنګ راوکړه او یا بېرته د لیک ځواب راولیکه، د کلي نوم او د کور ادرس راولیکه، زه غواړم تا وګورم.»
د مدیر خبرو او د بصیرې بد ژوند مې طبیعت ډېر راخراب کړی و. ښوونځی رخصت شو، کورته ورسېدم. کیسه مې ببۍ ته تېره کړه، هغه هم حیرانه وه چې تقدیرهم څه کانې کوي. شپې مې څو ساعته په بصیرې په اړه فکر کاوه، کابل، د مجاهدینو جنګونه او د طالبانو تورتم او زموږ ماشوتوب… د بصیرې لایقت او د ښوونځیو تړل کېدل او کډوالي… دا ټولې خاطرې مې په څو دقیقو کې تر سترګو تېرې شوې. شپه تېره شوه او له ما د مدیر خبرې هېرې وې چې باید تور حجاب واغوندم، بیا په خپل سټایل کې ښوونځي ته ولاړم.
ګلورینې د بصیرې لیک راکړ: د تقریح په ساعت کې مې لیک ولوسته:
« سلام … نازیې، لکه خوب چې وینم چې تا به بیا ګورم. زموږ له جلا کېدو یو عمر تېر سوې او څرنګه زر تېر سو، ګلورینې ویل ته ځوانه پاتې یې خو زه ډېره زړه سوې یم، ځکه ما ډېر بد ژوند تېر کړی، خامخا زما کورته راسه…»
د بصیرې لیک مې ولوسته، پاس مې اسمان ته وکاته او په یوه سوړ اسویلي مې د زړه براس کم کړ. ادارې ته ولاړم ښوونکې سره غوږ په غوږ وې، یوې ښوونکې راته وویل:
ـ استادې، لکه چې خبره نه یې، پخه اوازه ده، له اووم ټولګیو پورته ښوونځي تړل کېږي…
موږ ښوونکو د ښوونځيو د ټړل کېدو غم کاوه چې د ښوونځي یو صفاکار ادارې ته راغی او یو پاکټ یې راکړ، یو رسمي مکتوب او یو لیک و:
« سلام، ما پرون تاسو ته یوه توصیه وکړه خو تاسو نن هم نه ده مراعات کړې، ګومان کوم تاسو خپل لاره نه پرېږدئ، د ښوونځي او دولت دې پالیسي په مطابق تاسې له دې دندې منفک یاست.»
د لیک له لوستلو وروسته یوې استادې وپوښتلم:
ـ د څشي مکتوب دی؟
ـ استادې! نن زه په لباس منفکه یم خو سبا ته به تاسې ټولې به د ښوونځيو په تړل کېدو کورناستې یاست…
په سبا ورځ د ببۍ له لمسي سره د بصیرې کلي ته رهي شوم، کلي ته چې ورسېدم، د خټین کور د اوسپنې زړه دروازه مې په لاس ټک ټک کړه. د دروازې له شا غږ وشو:
ـ ابو، خداسته څوک ده، تا غواړي
په حویلۍ کې یوه کوچۍ ډوله ښځه مخامخ راغله:
ـ نازیې راځه!
ـ بصیرې، دا ته یې؟
بصیرې ته ور نژدې شوم. غېږې کې مې ونیوه، هغې داسې ژړل لکه یوه ځوانه ښځه چې په کونډتون ساندې کوي:
ـ نازیې! مه راته وایه مه ژاړه، پرېږده چیغې وکړم. ما خو داسې ستړی ژوند تېر کړی، کلونو کېږي وجود مې لکه د ناسور زخم نه روغېږي. زوی خدای نه دی راکړی، تانې( پیغور) ما ته راکېده. مسېره( مشره) لور مې واده ده، دا بله کشرۍ یې هم ورکړې ده. ما یي پلار ته وویل، دا دوه تا ورکړې، دا درې زه لویه وم. ګلورینه دېره راباندې ګرانه ده او ښه لایقه ده. تر شپږم ټولګي مې ډېر په سختۍ مکتب پرې ولوسته. نور یې هم پرې لولم، لوی ارمان دی چې ډاکتر سي… نن داسې یم لکه مړی چې ژوندی سي، وجود مې مړ او اروا مې ستړې وه خو نن ستا په لیدو بیا ژوندۍ شوم او اروا مې راته خاندي، ما به نه هېروې او مخامخ به راته راځې…
بصیرې سره مې وعده وکړه چې خامخا به ورته راځم. له هغې ورځې دوه کاله تېر دي خو زه په کلي کې نه یم. نن هم هغسې ویرجنې ورځې دي او په وطن کې د نجونو په ټولو زده کړو بندیز لګېدلی دی. ماته بصیره او ګلورینه رایادېږي. ۳۰ کاله مخکې د بصیرې د زده کړو ارمان نیمه خوا شو، نن یې د لور د زده کړو ارمان نیمه خوا دی. نه بصیره ډاکتره شوه او نه ګلورینې ۷ ټولګی ولوست خو حیرانه په دې یم چې د نجونو د نیمه خوا ارمانو توره اروا، ولې لکه د بصیرې اروا نه ستړې کېږي او وجود یې نه مري...
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.