Back wash effects د ویجاړتیا اغېزې
په لغت کې back wash عواقب، د پرېشانۍ اغیز او د یوې بدې پېښې میراث او پاتې شونو ته ویل کیږی، خو په اصطلاح کې په ډېر ښه ډول د ټولنې یو شمېر واقعیتونه تشریح کوي. Effects یعنې اغیزې. یو مثال به ورکړو: سیلاو راغی کروندو کې یې خړه کینوله، پولې یې ړنګې او دیوالونه یې وغورځول، سیلاو ولاړ تېر شو، خو دغه بد اثار ورڅخه پاتې شول. دسیلاو له تېریدو وروسته هوښیار او متحد کلیوال پاڅیږی یو- دوو ورځو کې دسیلاو ټوله خرابي بېرته رغوي. په ټولنه کې چې کله یو کړکیچ (بحران) واقع شي، مُدبر او سالم حکومت او د هرې برخې مسئولین بېرته اقدام کوي، دا ناوړه تاثیرات له منځه وړي. د دې یو تاریخي مثال به ووایو: په شوروي اتحاد، المان، ایتایا، پولند او یو څو نورو جنګ ځپلو هیوادو کی نه یواځې د ( WW2) بیساري تباکوونکي پریشاني له منځه یووړل شوه، بلکې د کنډوالو له منځه راپورته شوی شوروی سپوږمۍ ته وخوت، المان د تخنیک او اختراعاتو مخکښ شو، فرانسه د سیاست، دیپلوماسی او کلتور بیلګه شوه، پولند د خوشحالۍ وطن شو او جاپان په ګړندي ډول د اسیا یو ممتاز هیواد شو.
دا اصطلاح اقتصاد کې هم کارول کیږي. د کړکیچ له امله اقتصاد ته زیان پېښېږي؛ له سیمې پانګه، متشبثین، دکار ځواک، مهارت او تخصص وځي، دا د جګړې او کړکیچ تخلیوی اثرات دي. د تخلیوي اثراتو بېرته جبران یو تدبیر دی چې د علمی پلانونو او متخصص- مسلکی ځواک په فکري او فزیکی قوت عملي کیږي (هغه ضرورت چې موږ څخه هېردی).
افغانستان لله الحمد د دوهمې جګړې په اندازه نه دی تخریب شوی (څه تخریب شوی و، بیرته ورغاول شو)، خو لاهم تخلیوی اثرات نه دي رفع. د پیاوړي اقتصادي پوتنیسیل سره سره ډېره بده لوږه، وزګارتیا، د مهاجرتونو لړۍ، نفاق، استبداد، بې قانوني او تاوتریخوالی شته. بیوزلي د ذلت او منکراتو لامل ګرځیدلې ده. کله چې په بیوزلي اخته سيمې يا د جګړې اوناتارونو له امله يوې وروسته پاتې سيمې څخه د هغه ګاونډ ته يوې هوسا او پرمختللى سيمې یا نورو هېوادوته استعدادونه، د توليد عوامل او کاري ځواک ولېږدي، نو دغه سيمه نوره هم له ستونزو سره مخامخ کېږي. په بله وينا : کله چې په يوه اقتصادي سيمه کې اقتصادي پرمختګ راځي او د هغې پرګاونډ باندې منفي اغېزه وکړي، يعنې له خپلې شاوخوا څخه توليدي عوامل ( فکرونه، پانګه او بشري نيرو) ځانته راوکاږي، دې ته ناوړه یاتخلیوی اثرات وايي . د بېلګې په توګه له وروسته پاتې کليوالي سيمو څخه ښارونو ته د خلکو مهاجرت کول يا له افغانستان څخه د مهارتونو، مغزونو، پانګې او بشري نيرو پرله پسې وتل اونورو هېوادو ته مهاجر کېدل.
د دغو تخلیوی اثراتو مخه ونه نیول شوه، بلکې ورځ په ورځ ګړندۍ شوه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.