د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا ویلي، د بګرام هوايي اډه د چین په لاس کې ده.
ټرمپ پرون سه شنبې ګانګرس کې د جمهوري غوښتونکو ملي کمیټې ته په وینا کې ویلي، که چیرته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د هغې د واک پرمهال ترسره شوی وای، هغه به د بګرام هوايي اډه د امریکا په کنټرول کې ساتلې وه.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې د بګرام هوايي اډه د نړۍ یوه له لویو هوايي اډه وبلله.
” ما افغانستان پرېښوده، زه هغه څوک وم چې له افغانستانه وتل مې ممکن کړل، خو د بګرام هوايي اډه مې د افغانستان لپاره نه، بلکې د دې لپاره ساتله چې د چین له هغې سیمې سره چې اتومي وسلې په کې تولیدیږي یو ساعت فاصله لري، دا به ښه نه وه چې دا اډه زموږ په واک کې وای؟ اوس پوهیږم چې چین هغه ترلاسه کړې ده”.
له دې مخکې هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې په ساتلو تاکید کړی و او ویلي و چې دا اډه اوس د چین په لاس کې ده.
خو د طالبانو حکومت په ځلو د ټرمپ دا ادعا رد کړې او ویلي دي، د بګرام هوايي اډه د بهرنیو په لاس کې نه ده .
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو په تیر شل کلن حضور کې د بګرام هوايي اډه د دې ځواکونو له اصلي اډو یوه وه
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.