مناجات

عبدالباري جهاني

136

خدایه زما وطن به کله په سیالانو کي راشمار کې

دا تیارې به کله روڼي اوږدې شپې به مي سهار کې

خدایه کله به یې واورم د بابا له مېني زېری

اولسونه به مي کله را روان پر یوه لار کې

نه پېچومي کږلېچونه نه په مخ کي ورکي لاري

خپل منزل خپل مو سفر وي خپل رهبر کاروان سالار کې

پر جنډۍ د شهیدانو سیوری نه وی د مغلو

ټول پر دي مو وي شړلي خپل وطن خپل مو اختیار کې

له هري تر بدخشانه ارغوان وي غوړېدلی

هر ربات مو ګل غونډۍ کې هره دښته لاله زار کې

نارنج ګل مي پر زړه ګرځي انارګل درڅخه غواړم

زما به سترګي کله روڼي پر مېله د شالمار کې

هره ورځ ورته اختر کی هره شپه یې برات غواړم

هر  موسم یې ګل سرخ کې هر خزان ورته بهار کې

یووار بیا درڅخه غواړم تور او سور زرغون بیرغ مي

رپېدلی پر خیبر وي ړندې سترګي د اغیار کې

اصفهان چي یې لړزیږي له نامه د شاه محموده

له لاهور تر پاني پټه غلیمان مي تار په تار کې

ملالۍ بیرغ اخیستی زولنې یې ماتي کړي

هره پېغله هره ښکلې د مُلا د سترګو خارکې

چي تړلي مدرسې وي د پنجاب د واسکټونو

لاس دي شل د محتسب وي شیخ مختوری پر بازار کې

چي له خپل منبره واورم له واعظه آیتونه

دا اوږدې شپې مي کړې لنډي زما په خپل آذان سهار کې

جهاني لرم په زړه کي لویه خدایه یوه هیله

چي آزاد وطن ته ستون سم زما لحد پر کندهار کې.

د ۲۰۲۵ کال د اپرېل د میاشتي نهمه، ویرجینیا.

پسرلی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.