د ټرمپ ګواښونو نړۍ ولړزوله – امپریالیزم ، بازار او ولسی تاوان
دوشنبه ، د اپریل د میاشتی ۸ مه ، ۲۰۲۵ م کال — یو ځل بیا ، د سرمایې نړیوال بازارونه د یوې واکمنی لوبې قرباني شول ، دا ځل نه یوازې وال سټریټ ( Wall Street ) ولړزېد بلکه د نیویارک له لوړو ودانیو تر کابل پورې هری سترګی د شتمنیو د لوېدو ننداره وکړه ، دا ورځ ، چې اوس ورته « توره دوشنبه یا Black Monday »ویل کېږي ، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مالیاتو او تعرفو یا محصولاتو د ګواښونو له امله رامنځته شوه — خو دا یوازې اعلان نه وو ، دا د امپریالستي بازار یوه بله بې رحمه څپه وه .
ټرمپ ګواښ وکړ ، که چین د اپرېل د میاشتی تر ۸ می نېټی پورې پر امریکايي توکو لګول شوي ۳۴ سلنه مالیات لیری نه کړی ، نو امریکا به د اپرېل له ۹ می نېټی څخه پر چین ۵۰ سلنه نوری تعرفې یا Tariff ولګوي. یعنې دا چې د امریکا له خوا پر چيني وارداتو ټولټال ۱۰۴ سلنه مالیات ولګول شي .
د دې تحارتی جنګ اعلان له امله په یوه ورځ کې د نړۍ د ونډو یا اسهامو ( Stocks ) بازارونه په ګونډو کړل، تریلیونه ډالره پانګه له منځه لاړه او د تیلو بیه په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو ټیټې سطحې ته ښکته شوه ، او هم ورسره د ډالرو ارزښت هم راولوېد ، دا تاوان د شتمنو حساب ته نه ، بلکه د ولس پر اوږو بارېږی .
ظاهراً دا یوه تجارتي شخړه او جګړه ده خو که ژور وګورو ، دا د امپریالیزم هغه بڼه ده چې نړیوال بازارونه د څو شرکتونو ، څو بډایه هېوادونو او څو واکمنو لاسونو ته تسلیموي ، دا بحران یوازې د ارقامو او ګرافونو خبره نه ده، بلکې د هغو ملیونونو خلکو د ژوند خبره ده چې د هر بحران تاوان یې د انفلاسیون ، بېکارۍ او بیثباتۍ په بڼه تر اوږو رسېږی .
چین، چې تر دې وړاندې هم د نړیوالې سوداګرۍ د عدالت شعار ورکاوه ، د نړیوالی سوداګرۍ سازمان WTO ته د قضیې د وړلو او بحث کولو اعلان کړی ، اروپایي هېوادونه د خپل ځان د ژغورلو لپاره نویو تګلارو ته مخه کړې، خو د جنوبی آسیا هېوادونه ، لا هم د فیصلو پر څنډه ولاړ دي ، نه پرېکړه لري او نه تګلاره .
زموږ د هیواد اقتصادی پالیسۍ باید ولس محوره وی نه د نړیوال بانک ، نړیوال وجهی صندوق ( IMF ) یا د وال سټریټ Wall Street د خوښې پر بنسټ ، دا فرصت دی ، چې د بازار له اسارت نه د خپل اقتصاد د ژغورلو لپاره یو ولسمحوره ، خپلواک اقتصادي فکر ته وده ورکړو ، همدا ډول بحرانونه دي چې تاریخ رامنځته کوي — که خلک ویښ وي ، دا بحرانونه د ویښتابه او بیدارۍ زنګونه ګرځي ، که نه ، بیا دا همداسې د تاریخ یو « تور فصل یا Black Chapter پاتی کیږی ، امیرګران .
د جو بایدن میراث، نیابتی جګړې، د تروریزم خپرول او د دیپلوماسۍ وژنه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.