د ښځینه جنس اوعلم په خلاف مبارزه-
د طالبي جهاد یوه موخه
دریمه برخه
د۲۰۲۱ م کال داګست په میاشت کې طالبانوترشل کلنې جګړې وروسته بیادکابل ښارونیو. دې فتحې ډراماتیک شکل درلود. په لنډه موده کې دهیوادولسوالۍ اوورپسې ولایتونه يو په بل پسي طالبانوته تسلیميدل. طالبان دځینو ولایتونو دمرکزونو دنیولو په وخت کې دهیڅ ډول وسلوال غبرګون سره مخامخ نه شول اوځیینوچې په یوڅه مقاومت لاس پورې کړ، وس يې ونه رسید اوزرمات او تسلیم شول. که څه هم طالبانو پخواترپخوا خپلو ټولو مخلفانو ته عمومي بخنه اعلان کړې وه خوسره له دې هم دولایتونووالیان اوله سره داسلامي جمهوریت پخواني اووروستني وزیران اونورلوړپوړه سروالان اوزورواکان دلته اوهلته دځانودپټولواودهیواد نه دوتلوپه لټه کې شول. په دې وخت کې زه ( ددې کرښولیکوني ) دکابل ښاربرخلیک ته ترټولوډیرځوریدم، ځکه په کابل کې دهیواددنوروټولوښاروپرتله زیات خلک اوسیدل، په ښاراودهغه په شاوخواکې دبل هرځای پرتله ډیرې وسلې اوډیرسرتیري ځای په ځای شوي وو، نوځکه ددواړواړخونو ترمنځ دوسلوالې جګړې په صورت کې دډیرې مرګ ژوبلې اودزیاتوملي زیانونواحتمال ډیروچت ښکاریده. له نیکه مرغه دکابل په سروسلواله جګړه پیښه نه شوه، دمرګ ژوبلې او دمالي زیانونو مخه ونیول شوه. کله چې دطالبانو وسلوال ځواکونه دکابل سیمې ته ورسیدل ويې لیدل چې په کابل اودهغه په شاوخوا کې داسلامي جمهوریت نظامي اوامنیتي ځواکونه له کاره لویدلي دي، فلج شوي اومخ په ړنګیدودي. دامنیت دګډوډۍ، دچوراولوټمارۍ خطر پیداشو. باید ووایم چې په دې حساس اوخطرناک وخت کې طالبانوخپله نظامي اوامنیتي وړتیا ښکاره کړه. په چټکۍ يې خپل سرتیري دښار په امنیتي حوضواونورو حساسو ځایو کې ځای په ځای کړل اوپه اړوند دندويې وګمارل، دبې امنیتۍ اوګډوډۍ مخه يې ونیوله او په ټول ښارکې يې امنیت اومصؤنیت وساته.
دطالبانویوډیرنیک اودستایلووړکارداوچې ټولو سیاسي اونظامي مخالفانوته يې عمومي عفواعلان کړه. عفویا په پښتوژبه بخنه یاتیریدنه دغچ اخیستنې مخالف لوری دی. حقیقت دادی چې په جګړواولانجوکې ډیرځله یواړخ په بل بری مومې اومخالف اړخ يې ماتیږي اومغلوبیږي. په دې صورت کې دوه امکانه شته. یويې دادی چې غالب لوری دمغلوب په وړاندې په زورزیاتي لاس پورې کوي تسلسم شوي سرتیريوژنې، په زندانونو کې يې اچوي اوډول ډول جزاګانې ورکوي. داکار په ۲۰۰۱م کال کې دطالبانو په وړاندې امریکایانواودهغوی پلویانودحامد کرزي اودشمالي ټلوالې دجنګسالاران په سروالۍ ترسره کړ. په زرګونوطالبان يې ووژل، په زرګونونوريې په زندانونوکې واچول اوله سره دطالبا نودفزیکي نابودۍ په لټه کې وو. دې وحشت اوغچ اخیستنې هیواد ته سوله رانه وسته، طالبان يې وسله وال غبرګون ته مجبورکړل اوجګړه له سره توده شوه. رښتیادادی چې طالبان دخپل بري په پایله کې دغچ اخیستنې په لټه کې نه شول. دوی پخوا تر پخواخپلومخالفانوته عمومي عفواعلان کړې وه.
عفو په بشري ټولنه کې ددښمنۍ، په یوبل باندې دبدګمانۍ اودغچ اخیستنې احساس کمزوری کوي، ددوستۍ، ورورولۍ اودیوالي احساس دودې له پاره مناسب چاپیریال جوړوي اوله دې لارې دکینو، جګړواولانجوپه ځای دسولې اوسوله ایزژوندچانس زیاتوي. طالبانو دالار غوره کړه او دې لار بیا په خپل وارپه هیواد کې دنسبي سولې په ټینګولو کې رول ولوباوه. لنډه داچې مخالفانو ته دعفواعلانول، دفاسدالطوایفۍ په ځای دملي اتحاداونسبي امنیت ټینګول، دزورواکانوله منګلودغضب شووځمکوازادول اومستحقو کورنیو، ادارو اومؤسسو ته دهغوی سپارل، دنیشه يي ټوکو دکرلو، دبډواوفسادنسبي مخنوی دطالبانو کړنې دولس اوهیواد په ګټه کړنې دې او څه ناڅه ټول خلک يې ستايي. په ډیره خواښینۍ باید ووایم چې طالبانو اودهغوی اسلامي امارت داپورتنۍ کړنې یوازنۍ کړنې نه وې. دامارت دلومړۍ دورې په شان يې په دوهمه دوره کې هم په داسې چارو لاس پورې کړچې ټولې نیکۍ اوښیګڼې يې ترسیورې لاندي راوستې اوبیايې دطالبانو او دهغوی داسلامي امارت په وړاندې دهیوادوالواودټولې اسلامې اوغیر اسلامې نړۍکرکه راوپاروله اوتر اوسه هیڅ اسلامي یاغیراسلامي هیوادپه رسمیت نه دي پیژندلي. بېځایه تورلګونه کومه ګټه نه لري اونه مې خوښیږي، نوځکه نه وایم چې طالبانو ټولې هغه چارې بیاتکرارکړې چې دامارت په لومړۍ دوره کې يې تر سره کړې وې. دبیلګي په توګه تراوسه يې په بامیانو کې دپاتې بوتانو په وړاندې په وسله وال جهاد لاس نه دی پورې کړی. داسې هم ویل کیږي چې تراوسه په زور خلک لمونځونو ته نه رابولي، ږیرواوږدولو ته يې نه مجبوروي، دخلکو تلویزیونونه لا په امن کې دي اوسمارت موبایلونه له ځانوسره په جیبونو کې ګرخوي اوکار تري اخلي.
تر اوسه په دې نه پوهیږم چې دا دامارت چلوونکوتکتیکي چلنددی اوکه په دې وروستیو شلو کالوکې یوڅه عقلي پرمختګ دی اوپه سیاست کې یوبدلون دی. دې پوښتنې ته به په راتلونکې کې ځواب پیداشي، خو په کومه برخه چې واکمن طالبان دپخوا په شان وچ کلک پاتې شوي دي، هيڅ تغیراوبدلون نه مني اونه مومي هغه دښځینه جنس شخصیت اوانساني کرامت، په بشري ټولنه اوکورنۍ کې دهغه حقوق مقاام اومنزلت دی. دلته مې مقصد د« واکمن طالبان » څخه هغه طالبان دي چې ددوی په امارت کې په رښتیا دواک اوځواک خاوندان دي. ددې ټکې په ګوته کول ځکه اړین ګڼم چې دښځودحقوقو، دهغوی دکاراوزده کړوپه هکله ټول طا لبان یوشان فکر نه لري. ځنې طالبان دامني چې په اسلام کې دښځې مقام دهغې په جنسیت پورې اړه نه لري.زموږ په دین کې دهرانسان مقام اومنزلت دهغه په عقیده اوعمل پورې تړلی دی. په دې برخه کې دانسان جنس، دهغه نژاد، دپوست رنګ اوژبه هیڅ رول نه لري. دانسان نیکي اوبدي، لوړوالی اوټیټوالي یوازې اویوازې دهغه په عمل پورې تړلی دي، یانې داچې عمل دلارې مل دی.
له دې امله داسلام مبین دین ټول مسلمانان له بدو کارونو منع کړي دي اوپه ښوچارو يې ګمارلي دي. په اسلام کې دعلم زده کړه هغه عمل دی چي بې شمیره دیني اودنیا وي ښیګڼې لري، علم هم دین دی هم دنیا ده، هم دنیا ده هم عقباده اودلوی پروردګاریولوی احسان خودادی چې دعلم زده کړه يې په هرنارینه اوښځینه مسلمان فرض کړی ده. میرعباس ستانکزی یوازنی لوړپوړی طالب دی حې په جرات اوصراحت يې دعلم زده کړه فرض ګڼلې ده اودطلبانو دواکمن ګروپ په روان تعلیمي سیاست يې نیوکه کړي ده. په ټولنیزورسنیو کې ویل کیږې چې دطالبانولویه برخه دروان تعلیمي سیاست سره جوړ نه دي، دلته اوهلته، په دې یا هغه ډول خپله اندیښنه او نارضایتي څرګندوي، خودستانکزي په شان دښکاره نیوکې نه ځان ساتي، شاید علت يې هم داوي چې ستانکزی تردې کلکونیوکونه وروسته نورپه رسمي اوعامه محافلو کې نه لیدل کیږي، نه پوهیږم چې تبعید اوکه تجرید شوی دی. دامارت ټول سیاسي قدرت دملا هبت اله په لاس کې دی. داقدرت مشروط نه دی مطلق دی یانې هرڅه چې وايي اوهر فرمان چې صا دروې، هیڅوک يې دمخالفت حق نه لري، هریوبه يې مني اوبې درنګه به يې عملې کوي. زموږ په هیواد کې دښځینه جنس برخلیک دهمدې سړي په لاس کې دی اوپه دې هکله هم دده امرونه اوفرمانونه پلې کیږي. دی دښځینه جنس دانساني حق، دکار اوزده کړو په هکله دامارت دلومړۍ دوري په سیاست وچ کلک ولاړدی اوهغه دخپل جهادترټولو مهمه موخه بولي اودوام ورکوي. شیخ هبت اله په دې برخه کې دخپل سیاست دمشروعیت له پاره شرعي سند نه یاعقلي وړاندې کوې اونه ورته کومه اړتیا احساسوي اوحتی تردې چې په ویناګانو کې يې دیادولووړهم نه ګڼي. داسې ښکاري چې دا کار يې شیخ ندیم ته سپارلی دی، ددې لیکنې په څلورمه برخه کې به هڅه وکړو چې دهغه دنظر سره یوڅه اشنا شو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.