ځینې کسانو تبصرې داسې دي لکه د مغزو د تفکر سویچونه چې یې مړه یا اف وي. ماغزه لري خو تفکر او سوچ نه لري. خبرې کولې شي خو نه پوهیږي چې څه وایي.
د چا چې د مغزو د فکر ونو سویچونه مړه وي، په عامیانه اصطلاح د داس کسانو خبرو ته اوتې بوتې وایي. اوتې بوتې هغه خبرې دي چې د نورو خبرې کاپي کوي خو فکر نه کوي چې دا خبرې سمې دي او که نه. منبع یې مؤثقه ده که نه؟ بس د کاڼه غوندې د هر چا د خبرو سره خاندي یا ژاړي د بیلګې په توګه لکه د خلیفه دین محمد مرغلرو او یا د شیخ حماسي پسونو ته چې څوک ژاړي.
اوسنۍ ماډرنه دنیا کې د هغه کسانو د فکرونو سویچونه مړه وي، ورته روباټان وایي. روباټ چې پروګرام کړې نو بیا د پروګرام په اساس خبرې او حرکات کوي یعنې ماغزه لري خو خپل فکر نه لري.
یوه بله اصطلاح هم داسې مغزو ته چې فکر نه کوي او خبرې کوي، سنګګک شوي ماغزه وایي. سنګګک شوې ماغزه هغه خوړو ته ورته وي چې هر څومره یې خوټوې، پخیږي نه ځکه هغه خواړه لومړۍ په یخو اوبو کې سنګګک شوې وي. سنګګک شوې ماغزه د نورو استدلال نه اوري ځکه د مغزو د تفکر سویچونه یې مړه وي. داسې کسانو سره بحث هم پکار نه دی او باید سلاما ورته وویل شي.
سنګګک شوې ماغزه خپل فکر نه لري خو د روباټانو په شان د نورو خبرې، افواهات، بې بنیاده، غیر مؤثقه اوتې بوتې تکراروي. که چا ورته وویل چې غوږ دې سپي وخوړ نو د سپي پسې منډې وهي خو په خپل غوږ لاس نه ږدي چې غوږ یې شته که نه خو د سپي پسې منډې وهي.
د چاچې د مغزو د تفکر سویچونه مړه نه وي، د ځینو کسانو د سنګګک شوو سندرو، منفي خبرو او کامنټونو نه هم زیاته زده کړه کوي ځکه بې عقله خبرې او کامنټونه مثبت طرز تفکر لپاره زمینه مساعدوي. وایي د لقمان حکیم نه چا پوښتنه کړې وه چې عقل دې د چانه زده کړ، هغه ورته ویلې و چې د بې عقلو نه ځکه بې عقلو چې کول هغه ما نه کول.
الله تعالی انسان ته دوه غوږنه، دوه سترګې او یوه ژبه ورکړې ده. مخکې له دې چې انسان خپله ژبه وخوروي او څه ولیکي یا ووایي، باید دوه ځلې خبرې واوري او دوه ځلې د خپلو سترګو د دید نه کار واخلي ځکه د سوچ او فکر نه په غیر، یو انسان په خپلو خبرو او لیکلو کې هم خپل ځان ژوبلوي او هم نور. هغه مشهوره متل دی چې وایي چې د ټوپک زخم جوړیږي خو د خولې یا خبرو زخم نه جوړیږي.
دا مهمه ده چې د خبرو او لیکلو نه مخکې باید انسان ډیر فکر او سوچ وکړي چې کومه خبره سمه ده یا نه؟ هره خبره په هر ځای کې د کولو هم نه وي ځکه عامه اصطلاح ده چې هر نقطه مکان و هر سخن جای دارد.
په دې خاطر باید همیشه خپل د مغزو د تفکر سویچونه مړه نه کړو او هغه بل یا (ان) وساتو تر څو هم ځان او هم نور ژوبل نه کړو.
شاه محمود میاخېل، د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول
د طالبانو او امریکايي پلاوي مذاکرات؛ د پردې تر شا روایت بل څه دی؟
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.