6G – د راتلونکي بېسیم ټیکنالوژي
قدرمنو لوستونکو!
لکه څرنګه چې تاسو ته څرګنده ده، عصري تکنالوژي په ټوله نړۍ کې د بدلونونو او نوښتونو په درشل کې ده او په چټکۍ سره خپل مسیر طی کوي. خوشبختانه، زموږ په هېواد کې هم د عصري تکنالوژۍ د پرمختګونو شاهدان یو.
اوسمهال، خصوصي مخابراتي شبکې لکه افغان بیسیم، روشن، ام ټي این، او اتصالات فعاليت کوي. تر څنګ یې، د افغان ټیلي کام دولتي شرکت هم فعال دی، چې هېوادوالو ته باکیفیته او معیاري مخابراتي خدمات وړاندې کوي. دغه شرکت توانېدلی چې د هېواد ۳۴ ولایتونه او ګڼ شمېر ولسوالۍ تر خپل پوښښ لاندې راولي.
همداراز، د لوړو زده کړو وزارت په تشکیل کې د ICTI مخابراتي انسټیټیوټ د ICT پوهنځي ته ارتقا ورکړې، چې د مخابراتو په برخه کې د لیسانس په کچه مسلکي کادرونه روزي. دا یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
لاندې څېړنه، چې د اردو ژبې لیکوال ښاغلي عبدالباسط لخوا ترسره شوې، له اردو ژبې څخه پښتو ته ژباړل شوې ده، څو زموږ د مخابراتي برخې ځوانان او مسلکي انجنیران ترې ګټه واخلي.
ما د دې مقالې د ژباړې پر مهال هڅه کړې، چې اصلي محتوا ته زیان و نه رسېږي. که کومه تېروتنه وي، بښنه غواړم.
د 6G اساسي مفهوم
د شپږم نسل بېسیم مخابراتي ټیکنالوژي، چې 6G نومېږي، د 5G پرمختللی بدیل ګڼل کېږي. د دې هدف د انټرنیټ سرعت لوړول، د ارتباطاتو ښه والی، او د مصنوعي هوښیارۍ (AI) پراخه ادغام دی، ترڅو د بشري ژوند اسانتیاوې زیاتې شي.
6G نه یوازې د انسانانو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د ماشینونو، حسکوونکو (سینسرونو) او نورو وسایلو ترمنځ هم یو نوې بڼه رامنځته کوي. دا ټیکنالوژي به د تراهېرټز (THz) فریکوینسي (له 300 ګیګاهېرټز څخه تر 3,000 ګیګاهېرټز پورې) وکاروي، چې د 5G په پرتله د ډېټا لېږد وړتیا څو برابره لوړوي.
د 6G مهمې ځانګړتیاوې
1. بېسارې چټکتیا
6G به تر 1 ټېرابایټ فی ثانیه (1 Tbps) سرعت ولري، چې د 5G په پرتله زر چنده زیات دی.
2. ډېر لږ ځنډ (Latency)
6G به د ځنډ کچه تر مایکروثانیو پورې راټیټه کړي، چې دا د خودکارو موټرو، لرې عملیاتو (ریموت سرجري)، او نورو حیاتي برخو لپاره مهم ارزښت لري.
3. نړیوال پوښښ
6G به د سپوږمکیو (سیټلايټ) شبکو سره یوځای کار وکړي، ترڅو د نړۍ په هر کونج کې د انټرنیټ اسانتیاوې برابرې کړي.
4. د مصنوعي هوښیارۍ ادغام
دا شبکه به د شرایطو مطابق خپله پرېکړې کوي، لکه د ډېټا د لېږد غوره لارې ټاکل او د انرژۍ سپما.
5. د حسکولو وړتیا
6G به یوازې د مخابراتو لپاره نه، بلکې د چاپېریال درک کولو او تحلیل کولو لپاره هم وکارول شي.
د 6G ګټې
1. روغتیا
لرې عملیات (ریموت سرجري) او د 24/7 روغتیا څارونکي وسایل به د 6G له برکته لا اغېزمن شي.
2. ښوونه او روزنه
د مجازي واقعیت (VR) او غځېدلي واقعیت (AR) له لارې به زدهکوونکي پرمختللي تعلیمي تجربې ترلاسه کړي.
3. ترانسپورت
خودکاره موټرې او هوښیار ښارونه به د 6G د چټک سرعت او کم ځنډ له امله ډېر خوندي او اغېزمن شي.
4. صنعت
د ماشینونو ترمنځ اړیکې به لا غوره شي، چې له امله به تولید زیات او موثریت لوړ شي.
5. چاپېریال
د حسکوونکو (سینسرونو) په مرسته به د چاپېریالي بدلونونو څارنه او د طبیعي افتونو مخنیوی ممکن شي.
د 6G ننګونې
1. د فریکوینسي ستونزې
د تراهېرټز (THz) فریکوینسي ډېر نازک دی او د خنډونو له امله اغېزمنېږي.
2. د انرژۍ مصرف
د چټک سرعت او پراخو اړیکو لپاره به زیاتې برېښنایي سرچینې ته اړتیا وي.
3. امنیتي ګواښونه
د شبکې د پراخېدو سره د سایبري بریدونو خطر هم زیاتېږي.
4. لګښت
د 6G پلي کولو لپاره لویې پانګونې ته اړتیا ده.
د 6G راتلونکی
کارپوهان اټکل کوي، چې 6G به د 2030 او 2035 ترمنځ تجارتي ډول بازار ته وړاندې شي. دا مهال، د نړۍ څېړنیز مرکزونه، مخابراتي کمپنۍ، او حکومتونه د دې ټیکنالوژۍ پر پراختیا بوخت دي.
په نړۍ کې د 6G پرمختګ
چین، جاپان، او سویلي کوریا د 6G څېړنو کې مخکښ دي. د اروپایي اتحادیې “Hexa-X” پروژه او د امریکا “Next G Alliance” هم د 6G معیارونو ټاکلو کې مهم رول لري.
پایله
6G یوازې یوه مخابراتي ټیکنالوژي نه ده، بلکې دا یو بشپړ سیسټم دی، چې زموږ ټولنه، اقتصاد، او چاپېریال ته به ژور بدلون ورکړي. که دا ټیکنالوژي په سمه توګه وکارول شي، نو 6G به د انسانیت لپاره د نوي دور پیل وي.
لیکوال او څېړونکی: عبدالباسط
له اردو څخه پښتو ژباړه: #نصیر احمد څپاند

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.