د پروژې مدیریت تعریف: او د پروژې مديريت دولس قوانين

نصيراحمدڅپاند

127

د پروژې مدیریت تعریف :
او د پروژې مديريت دولس قوانين.
د پروژې مدیریت هغه پروسه ده چې د یو ټاکلي هدف ترلاسه کولو لپاره د منابعو، وخت، لګښت، کیفیت، او بشري ځواک تنظیم او همغږي کوي. دا د پلان جوړونې، تنظیم، اجرا، کنټرول، او د پروژې د پای ته رسولو پروسه ده، تر څو مطلوبې پایلې ترلاسه شي.
د پروژې مدیریت اساسي عناصر دا دي:
1. هدف: روښانه او ټاکل شوي موخې
2. پلان: د کار لپاره مشخص مهالویش او ترتیب
3. منابع: بشري ځواک، مالي بودیجه، او تجهیزات
4. ریسک مدیریت: احتمالي خطرونه پېژندل او کمول
5. ارتباطات: د ټیم، مشتریانو او اړوندو جهتونو ترمنځ معلوماتو تبادله
په لنډه توګه، د پروژې مدیریت د یوې ځانګړې دندې د بریالي ترسره کولو لپاره یو مسلکي او ساینسي لاره ده.
د پروژې مدیریت دولس قوانین
۱. قانون:
باید د پروژې اهداف او پایلې روښانه وي!
که نه پوهېږئ چې باید څه بشپړ کړئ، نو بعید ده چې ارزښتناک پایله وړاندې کړئ. پروژه چې پایلې یې واضحه نه وي، ناکامۍ ته محکومه ده.
۲. قانون:
تر ټولو غوره ټیم جوړ کړئ!
د وړ، تجربه لرونکو او ښه تنظیم شویو اشخاصو یو ټیم د پروژې بریا ته اساسي اړتیا ده.
۳. قانون:
یوه جامع او وده کوونکې برنامه جوړه کړئ او تل یې تازه وساتئ!
یو بشپړ پلان د پروژې د بریا اساسي عنصر دی. دا سند د ټولې پروژې د مدیریت او ارتباطاتو مرکز ګڼل کېږي.
۴. قانون:
د اړتیا وړ منابع، بشري ځواک او تجهیزات محاسبه کړئ!
بدون له مناسبو منابعو، د پروژې په ټاکل شوي وخت کې بشپړول ناممکن دي.
۵. قانون:
ریښتینی مهالویش (زمان‌بندي) جوړ کړئ!
د مناسب مهالویش پرته، ممکن د تحویل وخت ته ورسېږئ، خو کار لا بشپړ نه وي!
۶. قانون:
د پروژې له ټاکل شوي چوکاټ څخه مه تجاوز کوئ!
مدیر باید دقیقاً د پروژې د کاري حدودو، کیفیت، لګښت او وخت درناوی وکړي.
۷. قانون:
د خلکو رولونه مه هېروئ!
پروژه د خلکو لپاره ده او د بریا کچه یې د خلکو له رضایت سره تړلې ده.
۸. قانون:
د مدیریت او مهمو اشخاصو ملاتړ ترلاسه کړئ!
مدیر باید مخکې له دې چې کار پیل کړي، د مهمو اشخاصو ملاتړ خپل کړي.
۹. قانون:
د بدلونونو لپاره چمتو اوسئ!
پروژه همېشه د بدلونونو سره مخ وي، نو مدیر باید د بدلونونو مخه ونیسي، نه دا چې یوازې ورته انتظار وکړي.
۱۰. قانون:
خلک له پرمختګ، ستونزو او بدلونونو خبر کړئ!
د صادقانه معلوماتو شریکول د باور جوړولو او د بریا لپاره اساسي شرط دی.
۱۱. قانون:
نوښتګر اوسئ!
پروژه تل نوی کار دی، نو له نوو میتودونو، وسایلو او تخنیکونو څخه ګټه واخلئ.
۱۲. قانون:
د پروژې رهبر اوسئ!
رهبري یوازې د راپورونو لوستل او امرونه ورکول نه دي، بلکې د ټیم ترڅنګ درېدل او هغوی ته انګېزه ورکول دي.
دا دولس قوانين د پروژې د مدیریت بنسټ تشکیلوي او د دوی عملي کول د بریا کلید دی.
ژباړه:#نصيراحمدڅپاند

6G – د راتلونکي بې‌سیم ټیکنالوژي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.