یو مبتذل عنوان: خیانت بزرګ، چګونه بریتانا و هاشم خان میراث تمدنی افغانستان را محو کردند
محمد داؤد مومند
یو مبتذل عنوان«خیانت بزرګ، چګونه بریتانا و هاشم خان
میراث تمدنی افغانستان را محو کردند»
لمړی خو بايد ووایم چی ښاغلی ارسلا چی د ننګرهار د ولایت د ارسلا خان د کورني څخه دی چی دا کورنۍ په دوه نومونو یعنی ارسلا او ارسلایی ځانونه ویښلی، پښتانه او ژبه یی پښتو ده، ولی متأسفانه چی ښاغلی فواد ارسلا هیڅکله حاضر نشو د پښتنو په احترام، حتی یوه مقاله هم په پښتو ژبه یعنی د افغان ملت، په ملتی او د اکثریت په ژبه ولیکی، چی دا د پښتو ژبی او پښتنو سره، لویه بی عدالتی او بی انصافی ده، مخصوصا د هغو وګړو له خوا، چی د کورنۍ ژبه یی هم پښتو وی .
دی ته وایی:
از خودکش بیګانه پرور
ددی کورنۍ یو دیر معزز او محترم پښتون- مسلمان شخصیت، مرحوم اعظم ارسلایی زما خورا نږدی دوست او ملګری و، اعظم ارسلایی د پښتونولۍ یو سمبول او ځلانده کرکټر و.
د ښاغلی فواد خان ارسلا، دا ادعا چی فارس، د ایران د نوم د غوره کولو سره، افغانستان ته کوم تمدنی میراث پرینښود، او اوس د افغان ملت د داسی لوړ میراث څخه محرومه پاتی دی، په ادبی اصطلاح، یوه غلو ده.
د هری ټولنی تاریخی افتخارات، د هماغه ټولنی او جغرافیه پوری اړه لری. او دا افتخارات د نړۍ د تاریخ په آرشیف کی تر قیامته خوندی پاتی کیږی.
د ایران شاهی سلسله د شاهنشاهیت دعوی لری، آیا د ایران پاچا ددی خطاب په غوره کولو د افغانستان پادشاه هم شو؟
آیا د ښاغلی فواد خان ارسلا د منطق پر بنسټ، د افغانستان سلطنتی دولت باید د ایران د پاچا ددی مبتذل خطاب په غوره کولو سره باید د ایران شاهی دولت باندی احتجاج کړای وای؟
همدا راز د ایران پاچا ځانته د (آریا مهر) مبتذل خطاب غوره کړ، آیا د ایران پاچا ددی خطاب سره د نړۍ د آریائیانو، لمر وګرځید او نور یی تول اقمار شو؟
آیا د افغانستان سلطنتی دولت د ښاغلی فواد خان د منطق په حساب، ملزم و چی په دی ارتباط د ایران پر پادشاه احتجاج وکړی.
د ایران پاچا په ایران کی د دوه نیم زره کلن د سلطنت د تجلیل دپاره په نړیواله سطح د تجلیل مراسم ولمانځل، چی د اتیاو هیوادونو مشران او استازو په کی ګډون کړی و، مګرد افغانستان سلطنتی کورنۍ ته په کار و، چی په دی لمانځنه هم د ایران په پاچا احتجاج وکړی؟
په کال ۱۹۴۷ کی څه مهال چی په ملګرو ملتونو کی د پاکستان د عضویت مسئله مطرح شوه، د افغانستان استازی عبدالحی خان عزیز منفی رأیه ورکړه، چی وروسته د نړیوال فشار لاندی مجبور شو، خپله منفی رأی بیرته واخلی.
ددی احساساتی کار نتیجه دا شوه چی د پاکستان دولت تر نن ورځی پوری، د دواړو هیوادونو په سیاسی روابطو کی، دا منفی رأی ورکول د سرطان د تومور په توګه وپیږنی چی رغیدل یی نا شونی او محال بریښی.
د انګریزانو لوی سیاسی جنایت د ګندمک او دیورند د اجباری او استعماری کرښو په ذریعه د افغانستان د جغرافیی نیمول او د بحرد حیاتی شریان نه زموږ د هیواد بی برخی کول و، همدا راز دری ځله زموږ په خاوره نظامی تجاوز، د انګریز د استعماری او انسانیت نه لیری پالیسی څرګندوی.
علامه داکټر اقبال د فرنګیانو دا ناوړه، انسانی ضد خصلت داسی څرګندوی:
آدمیت زار نالید از فرنګ
زندګی هنګامه برچید از فرنګ
په هغه مهال چی د ایران پاچا د فارس دپاره د ایران نوم غوره او څرګند کړ، د سردارهاشم خان اعتراض به له سیاسی پلوه، هماغومره احساساتی او غیرمعقول وای چی د افغانستان استازی په ملګرو ملتونو کی د نه ګډون په اړه منفی رأیه ورکړه، او نتیجه به یی د دواړو هیوادونو په مینځ کی د کړکیچ رامینځته کیدل و.
د ښاغلی فواد خان د داسی وینا نه داسی څرګندیږی چی د ایران پرځای باید د افغانستان شاهی دولت، د افغانستان د مقدس او مبارک نوم پرځای د ایران نوم غوره کړای وی.
داسی تلقی د ستمیانو او د افغان او افغانستان میرڅمن او دشمنانو مادرزاده او پدرزاده هیله ده، چی انشاء الله ګور ته به یی د ځانونو سره ویسی.
ځکه ستمیان، فارسیستان، سقویان او ټولی تجزیه غوښتونکی ډلی د افغانستان د مبارک او مقدس نوم سره حساسیت لری، او همدی جنایت شعاره ملی ضد ډلو، کلونه د فواد خان ارسلا دمخه، څو څو خلی په ملی ضد، فارسیست میدیا کی په دی اړه د افغانستان د حکومت موقف غندلی دی.
د ښاغلی فواد خان ارسلا چی ګوندی د فارس د نوم په تغییر باندی زموږ تمدنی میراث محو شوی دی هم یوه احساساتی خبره ده، آیا د فارس د نوم د بدلیدو سره خوشحال بابا، رحمن بابا، بلخی مولانا، غزنوی سنایی، هروی خواجه عبدالله زموږ د هڅوب (فرهنګ) نه جلا او د ایران د خاوری او تمدن او فرهنګ پوری وتړل شول؟
این خیال است و محال است وجنون
سردارمحمد هاشم خان هم د سردار داؤد خان په څیر، یو وطندوست شخصیت و.
خو د دوی په سیاسی پوهه او فراست کی د ځمکی او آسمان فرق موجود و.
سردارهاشم خان د هیواد په تاریخ کی، د دوهم امیرعبدالرحمن خان حیثیت درلود.
دده سیاسی تدبر و، چی د بچه سقو د مدنیت سوزه اغتشاش په نتیجه کی چی غازی امان الله غوندی یو مترقی پادشاه تر یی تر رومه وځغلاوه او بی وطنه یی کړ، او هیواد یی د حجر د دوری سره برابرکړ، د هیواد یووالی او وحدت تأمین کړ.
د چپی عناصرو یوه غپا زده، او هغه داچی غازی نادرخان او سردار هاشم خان حکومتونه استبدادی اوغدار و.
زه اټکل کوم چی د شاغلی فواد ارسلا د عصبیت دلیل تاریخی منشه لری، ځکه د مرحوم حیدر جبارخیل د روایت په اساس، د ارسلا او ارسلایی کورنیو مشرانو د ملک قیس سره یو ځای د بچه سقو په حمایت او د فاتح تل او د نجات د قهرمان نادرخان پر ضد ودریدل.
ملی غدار ملک قیس د امیرعلی احمد خان (مشهور په والی علی احمد خان) سره خیانت وکړ، چی د علی احمد خان د ماتی موجب وګرزید.
شاغلی فواد خان ارسلا د همداسی یوی انګیزی لاندی، بچه سقو د (حبیب الله کلکانی) په نوم یادوی، په داسی حال کی چی میرغلام محمد غبار چی یو مارکسیست و، په خپل معروف تاریخی کتاب کی هغه د (بچه سقا) په نامه یادوی نه حبیب الله کلکانی.
سیستانی اعظم، هم بچه سقو د بچه سقو په نامه یادوی، نه حبیب الله کلکانی.
مګر دا دواړه مورخین په غلطه دی او د بچه سقو سره په اصطلاح پدرکشی لری؟
په خارجی منابعو کی هم دا ډاکو او ملی غدارو د بچه سقو په نامه پیږندل شوی دی نه حبیب الله کلکانی.
بچه سقو دده تاریخی نوم دی چی اوس ستمی او فارسیست ډلی، د هغه نه د خراسان پادشاه جوړی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.