زه د یوه انسان په توګه د یادې پوښتنې ځواب داسې واېم که چېرته د انسانانو مشري په ریښتینې توګه د یوه داسې کس پر غاړه وي چې په بشپړه مانا انسانیت ته ژمن او انسان وي نو هېڅکله به انسانانو کې کرکه رامنځ ته نشي.پرون او نن چې کومو په نوم سره کسانو د یوه انساني ټولګي، قوم، ملت او یوه هېواد مشري پر غاړه درلودله نو دوی هېڅکله نه دي غوښتي تر څو انسانان په خپلو کې سره انساني ژوند مخ ته یوسي.دوی د خپل واک ساتلو لپاره ژبې، رنګ، قوم، سمت، مذهب، دین، باور، حزب او ورته وساېل د ابزارو په توګه کارولي دي.نن او یا هم پرون به چې یو ه کس ځان د نورو مشرتوب ته رساوه او د نورو استازولي به یې کوله دوی پوهېدل چې څه وخت او په کوم ځای کې څه ډول ولوبېږي.هوښیار او باتدبیره مشران تل د خپلو خلکو د ژغورلو او سوکالې لپاره ګام اوچتوي خو پوچ او خام مشران بیا خپل خلک تباهۍ ته ور ټېل وهي.تاریخ ښودلې هغه ولسونه تل بریالي وي چې خپل وس او توان ته په کتو سره مخ ته ځي. انسانانو په کراتو، کراتو یو د بل وینې توېې کړي او میلیونونه انسانان د یوې وړې تېروتنې له وجې یې ژوند ترېنه اخیستل شوی دی.
د یوې جغرافۍ خلکو پر بله برید کړی د هغوی پر نجونو،ښځو یې جنسي تېري کړي د هغوی ماشومان او لویان یې ورته له منځه وړي. همدا کړنې بیا یوې جغرافۍ په کتابونو کې د ظلم په نوم یادوي او بله جغرافیه یې د اتلولۍ او د جګړۍ د بریا په نوم ثبت ته رسوي. انسان له پیداېښت څخه تر ننه د ناخوالو،جګړو او هسکو ټیټو تر څنګ سترو پرمختګونو ته رسیدلی دی. نن نړۍ په بېلابېلو جغرافیو سره ویشل شوې او هره جغرافیه ځان ته خپل نوم او حدود لري. د هرې جغرافۍ خلک د یوه تعریف شوي نسخۍ په درلودلو سره پکې ژوند کوي.د هرې جغرافۍ نسخه د حکومت ولې یې د یادې جغرافۍ هغه کسان جوړوي او واک پرې کوي چې ځان یې پر خپلو خلکو منلی وي. دا منل دوه ډوله دي یو خلکو سره مینه او هغوی ته خدمت کول او بل د خلکو له احساساتو څخه د ځان د ګټۍ لپاره کار اخیستل.
پورته لیکل شویو مواردو ته که کله دقیق ځیر شو نو اوس ویلی شو چې سیاست لوبه ده او که چېرته دا لوبه د مشرانو زده نه وي نو خپل خلک او جغرافیه له نباهۍ سره مخ کوي.
تاسو پوهېږې چې نړۍ کې په بېلابېلو نومونو سره جګړې شوي دي.یو وخت سترو امپراتوریو شتون درلود او هر امپراتور به کوښښ کاوه تر څو ډېره سیمه تر کنترول لاندې ولري. د وخت په تېرېدو سره او د صنعتي انقلاب په راټوکېدا نړۍ ستر بدلون وموند.
د اورکاډي، الوتکو، موټرو، فابریکو، بندونو او تکنالوژې رامنځ ته کېدلو دا وښودله چې انسان یو توانمند مخلوق دی.انسانو د خپلو همنوعو لپاره اغېزناکه خدمتونه تر سره کړل چې نن بشریت ترېنه ګټه پورته کوي.
دا چې له یوې خوا انسانان کوښښ کوي تر څو خلکو ته د هوسا چاپیریال رامنځ ته کولو جوګه شي خو بلخوا بیا د سیاست لوبغاړي کوښښ دا کوي تر څو انسانانو کې کرکه راپیدا او جوړ شوی چاپېریال یې له ګواښ سره مخ کړي.
اوس اصلي خبره دا ده چې د نړۍ ټول انسانان په دې پوهېږي چې سیاسیون یواځې او یواځې کرکه خپروي او د غلطو تعریفونو په درلودلو سره انسانان په دښمنۍ اخته کوي.
ژبه، قوم، دین، مذهب، باور او نژاد دا د هرې سیمې او خلکو د خوښې کار دی چې خپل ځانونه یې پکې پیدا کړي او خوښ دي.اوس دا په هوښیارو سیاسیونو پورې تړلې خبره ده چې څنګه خپل خلک وژغوري او د انساني کاروان برخه یې وکرزوي.
یاددښت:
هېڅ انسان حق نلري تر څو د بل انسان ژوند تر تهدید لاندې راولي.کله چې انسانان کرکه خپرولی شي نو مینه هم دودولی شي.
راځې مینه خپره کړو.
(تابع)
https://dawatmedia24.com/?p=174193
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 Account for international payments: NO15 0530 2294 668 Vipps: #557320
Comments are closed.