لیکوال د کراچۍ پوهنتون د ټولنیزو علومو پخوانی رئیس او د نړیوالو اړیکو یو ممتاز پروفیسور دی.
په پخوانۍ او اوسنۍ “لويې لوبې” (Great Game) کې، افغانستان تل یو مرکزي موقعیت درلود. پیټر هاپکېرک په خپل مشهور کتاب “لویه لوبه: د مرکزي آسیا لپاره د امپراتورۍ جګړه” کې د ۱۹مې پېړۍ جیوپولیتیکي شطرنج – چې د برتانیې او روسیې ترمنځ روان و – مفصل تحلیل کړی دی.
د دې لپاره چې د برتانوي هند او د روسيې امپراتورۍ ترمنځ د وسلهوالې شخړې مخنیوی وشي، دواړو قدرتونو افغانستان د حایل دولت په توګه اعلان کړ، چې دا وضعیت د سړې جګړې پای ته رسېدو پورې دوام وکړ. سړې جګړې بیا د مرکزي، جنوبي او لوېدیځې آسیا دینامیکونه بدل کړل.
کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې امریکا له افغانستان څخه بشپړه ووتله او طالبان بیا واک ته ورسېدل، نو دا جګړه ځپلی هېواد د مشروعیت له لوی کړکېچ سره مخ شو. په دې وضعیت کې سیاسي تنوع او د ښځو آزادۍ تر ټولو سترې قربانۍ وې.
اوس، شاوخوا څلور کاله وروسته، د ټرمپ نوې اداره هڅه کوي چې د سخت ځواک پر ځای د نرم ځواک له لارې یو ځل بیا په افغانستان کې خپل نفوذ اعاده کړي. هدف یې د بګرام د ستراتیژیک هوایي ډګر کنټرول بېرته ترلاسه کول دي. د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې دا لومړی ځل دی چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ یو لوړپوړې امریکایي پلاوي د مارچ میاشت کې کابل ته سفر وکړ، چې په ظاهر کې د نیول شوي امریکایي سیلاني جورج ګلیزمن د خلاصون لپاره خبرې کول یې موخه بلل کیدله.
خلیلزاد او د یرغملو چارو ځانګړي استازي ادم بوهلر له دې موقع څخه په استفادې، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره هم خبرې وکړې.
د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ګلیزمن خوشې کول «د بشردوستانه اصولو پر بنسټ» او «د حسن نیت نښه» وه، او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دغه توافقنامه «مثبت او رغوونکی ګام» ګڼلی. قطر د دې امریکایي پلاوي سفر ته زمینه برابره کړې وه او د ګلیزمن د خوشې کولو منځګړتوب یې هم کړی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: دا توافق ښيي چې افغانستان چمتو دی له ټولو لورو – په ځانګړي ډول له امریکا – سره د متقابل درناوي او منافعو پر بنسټ صادقانه تعامل وکړي.
خو ولې د امریکا او طالبانو ترمنځ اړیکې نسبي نرمې شوي؟
ایا د طالبانو حکومت به د بګرام هوایي اډه امریکا ته وسپاري؟
او دا بدلون به پاکستان او ټولې سیمې ته څه پایلې ولري؟
ولسمشر ټرمپ مخکې د بایډن د ادارې له لوري له افغانستانه د امریکایي پوځیانو بېنظم وتل سخت انتقاد کړي وو او دا یې د بې ظرفیتۍ نښه بللې وه. ټرمپ ادعا کړې چې دا وتل د امریکا ملي امنیت ته تاوان اړولی، په ځانګړې توګه ځکه چې شاوخوا ۸۰ میلیارد ډالره پوځي تجهیزات او د بګرام هوایي ډګر پرېښودل شول.
اوس چې ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې بیا واک ته رسېدلی، دا ژمنه کوي چې له سخت ځواک پرته، یو ځل بیا خپل نفوذ په افغانستان کې احیا کړي. تر اوسه پورې لا دا نه ده معلومه چې د طالبانو او د ټرمپ د ادارې ترمنځ احتمالي توافق به څه ډول وي، او ایا واشنګټن به د طالبانو موقتي حکومت په رسمي ډول وپیژني که نه.
که څه هم چې هند، روسیه، چین، ایران او پاکستان له طالبانو سره غېر رسمي او محدودې اړیکې لري، خو کابل لا هم له نړیوال مشروعیت څخه محروم دی. د پخوانیو ولسمشرانو، حامد کرزي او اشرف غني پر خلاف – چې له امریکا او ناټو سره د همکارۍ له لارې واکمن ول او د یو ډول ظاهري دموکراسۍ تمثیل یې کاوه – طالبان نه دموکراسۍ، نه سیاسي تنوع، او نه هم مشارکتي حکومت منې.
طالبانو د نجونو او ښځو تعلیم بند کړی، او د نفوسو نیمايي برخه یې له اساسي بشري حقونو محرومه کړې؛ پدې توګه، هغوی د ۱۹۹۶–۲۰۰۱ دورې سیاستونو ته راستانه شوي. سره له دې، ځینې هېوادونه، د امریکا په شمول، هڅه کوي له کابل سره یو ځل بیا تعامل پیل کړي تر څو خپلې ستراتیژیکې او اقتصادي ګټې خوندي کړي.
دا وضعیت د افغانستان په اړه د یوې نوې لویې لوبې د پیل نښه ده؛ داسې لوبه چې (د برتانیې، شوروي اتحاد او امریکا له خوا) د تېرو ۲۰۰ کلونو یرغلونو، لاسوهنو او اشغالونو تکرار منعکسوي.
نوې لویه لوبه له درې مهمو زاویو تحلیلېدای شي:
لومړی: افغانستان د یوه مشهور جیوپولیتیکي تلک (trap) په توګه پېژندل کېږي، داسې تلک چې متجاوز قدرتونه ځان ته راجذبوي، او کله چې یو بهرنی قدرت دا هېواد اشغال کړي، د خلکو مقاومت پیلېږي. تاریخ شاهد دی چې بریتانیا، شوروي اتحاد او امریکا ټول له همدې برخلیک سره مخ شوي.
هیڅکله هم اشغال د داخلي ملاتړ پرته دوام نه لري. دا معلومه خبره ده چې د افغانانو وفاداري د پیسو په مقابل کې ترلاسه کېدای شي. د ۹/۱۱ له پېښو وروسته، میلیونونه ډالر د قبیله سالارانو وفادارۍ د اخیستلو لپاره ولګول شول، چې له امله یې هغوی طالبانو ته شا کړه او د هغوی رژیم سقوط وکړ.
اوس، همدا ستراتیژي یو ځل بیا تکرارېږي. ټرمپ هڅه کوي له طالبانو سره د امتیازاتو او تشویقونو له لارې – په ځانګړي ډول د بګرام هوایي ډګر – کنټرول ترلاسه کړي. اټکل کېږي چې په راتلونکو اونیو کې، د امریکا حضور به د مرستو، پانګونې او ډیپلوماسۍ له لارې زیات شي.
دویم: د ټرمپ اصلي هدف دا دی چې د بګرام هوایي ډګر بېرته نیول د ایران او پاکستان په وړاندې یوه ستراتیژیکه برتري رامنځته کوي. د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمه، د بګرام د همدې هوایي ډګر څخه د امریکا سمندري ځانګړې ځواکونه (Navy SEALs) د پاکستان ایبټاباد ته ننوتل او اسامه بن لادن یې وواژه.
د خلیلزاد له وروستي سفر وروسته، ځینې توطیه محوره نظریې هم رامنځته شوې، چې وايي که د پاکستان سیاسي بېثباتي د دې هېواد هستوي وسلو ته ګواښ پېښ کړي، نو امکان لري چې امریکا له بګرامه مداخله وکړي، تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې دا وسلې د اسلامپالو لاس ته نه لویږي.
که څه هم دا ادعاوې بېاساسه ګڼل کېږي، خو دا چې امریکا له طالبانو څخه بګرام غواړي، د وخت له پلوه خورا مهمه ده. د ډېر وخت راهیسې دا اندېښنه شته چې که پاکستان له داخلي بحران سره مخ شي، د دې هېواد د هستوي وسلو امنیت به څومره تضمین وي؟ البته د پاکستان د هستوي وسلو د کنټرول رهبرۍ تل دا اندېښنې رد کړي دي.
تر اوسه دا نه ده روښانه چې د طالبانو حکومت به د بګرام هوایې ډګر د ستراتیژیک استعمال اړوند د آمریکا غوښتنه ومني که نه. منتقدین پر طالبانو د باور نه شتون او د دوی احتمالي ضد پاکستاني تمایلاتو ته اشاره کوي. د هند او امریکا په درزیدونکي ائتلاف کې ښایي دا هم طالبان تشویق کړي چې بګرام امریکا ته وسپاري. په بدل کې، امریکا ښايي د طالبانو نړیوالې انزوا ته د پای ټکی کېږدي او حتی هغه ۸۰ میلیارد ډالره وسلې چې په ۲۰۲۱ کې پرېښودل شوې وې، د «ډالۍ» په بڼه طالبانو ته وسپاري.
همداراز، امکان لري چې امریکا د دغو پرمختللو وسلو د ترمیم او ساتنې مسؤلیت پر غاړه واخلي، چې دا به د طالبانو پوځي توان ته پیاوړتیا ورکړي.
دریم: په افغانستان کې د نوې لویې لوبې بیا راڅرګندېدل اوس یوه واقعي مسئله ده، او دا به په راتلونکو ورځو کې د پاکستان لپاره نوي چیلنجونه راولاړ کړي. پاکستان باید خپل داخلي ثبات خوندي کړي تر څو د طالبانو او امریکا ترمنځ د نوي ستراتیژیک تعامل پر وړاندې چمتو وي.
ډاکټر مونس احمر
د ۲۰۲۵ اپرېل ۸ مه
سرچینه : اکسپرس تریبیون
پښتو ژباړه: نوروهاب څپاند
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.