چې څه کری، هغه به ریبې – (دویمه برخه)

شاه ولي آرین

250

دا یو څرګند حقیقت دی چې پاکستان یو تاریخی واقعیت نه دی بلکه، د استعماري تاقتونو د ستراتیژیکو موخو د عملی کولو په خاطر په ۱۹مه پېړی کې د استعماري انګلیس له لورې د تزاري روسیه سره د رقابتونو په خاطر چې د هغه وخت په یو ستر قووت را څرګند شوي و او غوښتل یې چې د افغانستان له لارې د هند نېمې قارې او تودو اوبو ته لار پیدا کړي، د پاکستان په نامه یې دغه هېواد راوزیږاوه.

په دوهمه نړیواله جګړه کې د روسېې برلاسي او د شرقي اروپا د هېوادو ازادول د فاشیزم له ژغ نه او تر څنګ یې د سوسیالستي نظام پرمختګ او د دریمې نړۍ له ورسته پاتې هېوادو سره  ښې اړیکې په خاص  ډول، له ګاونډیو هېوادو سره چې افغانستان هم په کې شامل و، انګریزان او نور غربي متحدین یې سخت په اندیښنو کې کړل او په دې سوچ کې شول چې څنګه وشي کولای افغانستان له بحري امکاناتو نه بې برخې کړي او شوروي چې هغه وخت له افغانستان سره د ښو مناساتو په درشل کې و، ونه شي کولای د افغانستان د اوبو له لارې په اسانۍ سره د هند د قارې ګرمو اوبوو ته ځان ورسوي.

همدا علت و چې د افغانستان، خلج د حوزې او د هند د بحر تر مینځ یې یو نوی اسلامي هېواد د پاکستان په نامه جوړ کړ او په دې فکر کې شوول چې اساسآ اسلام د سوسیالیزم او کمونیزم په تضاد کې دي، نوځکه به روسیه ونه شي کولای په دغه سیمه کې د پاکستان په موجودیت کې ځان د هند قارې او یا ګرمو اوبو ته رسولی وشي.

څرنګه چې امریکا د پاکستان سره د ۱۹۵۴ کال د می پر ۱۹نیټه نظامي دفاعي تړون لاسلیک کړ، چې د ناټو د نظامي پکټ له خوا هم تائید او په رسمیت وپیژندل شو. په دې توګه د افغانستان د دغو ګاونډیو هیوادو نږدیوالی د انګریزانو او امریکایانو سره د روسانو پاملرنه دې ټکي ته را واړوله چې زموږ هیواد ته د دوستۍ او مرستو لاس را اوږد کړي. او ژر د څو وړو پروژو د قرارداد په څنګ کې خروشچوف د ګوند منشي او بولګانین صدراعظم د۱۹۵۵ کال د دسمبر په میاشت کې کابل ته راغلل او د۱۰۰ میلونو ډالرو د مرستې وړاندیز یې وکړ. او د پنځو کلونو له پاره یې د آزاد ترانزیت تړون هم لاسلیک کړ، د افغانستان ملي حاکمیت، متقابله احترام ، په کورنیو چارو کې لاس نه وهل او د افغانستان د ناپیلتوب سیاست یې هم تائید کړ. دا هغه څه و، چې غربیان او د دوی جوړ شوي پاکستان یې لا زیات په تشویش کې کړل.

په تېره برخه کې هم اشاره وشوه چې غربیانو، امریکا پاکستان سره د زیاتو مرستو په ورکولو سره دغه هېواد نور هم وهڅاوه  تر څو د اسلامی افراطیت د روزلو مدرسې او مرکزونه یې جوړ کړل او په دغو روزنځایونو کې  یې په زرګونو انتهاري بې ګناه ځوانان وروزل، هند او افغانستان ته یې د ورانکاریو په خاطر ولیږدول.

کله چې د۱۳۵۲ کال د چنګاښ ۲۶ مې  وروسته د سردار محمد داود جمهوریت رامینځته شو، چې هغه له یوې خوا د پښتونستان او دیورند د کرښې د پښتنو او بلوڅو د حقه حقوقو نه د ملاتړ جدي غوښتونکی و او له بله اړخه یې له شورویانو سره ښې اړیکې درلودي، پاکستان او غربیان یې نور هم په تشویش کې کړل او په پاکستان کې یې د محمد داود د رژیم نه تښتیدلو تنظیمي مشرانو ته کمپونه جوړ کړل.

غواړم دلته د مارک ادکین او ډګروال محمد یوسف دافغانستان په برخه کې د (ای اس ای) د نظامی استخباراتو مسؤل له کتاب نه د نمونې په ټوګه لنډ معلومات وړاندې کړم:

«ازسال ۱۹۸۳ الی ۱۹۸۷ در حدود (۸۰۰۰۰۰) نفر تنها در کمپهای تعلیم و تذربیه پاکستان و بیشتر ازی رقم در داخل افغانستان تعلیم و تربیه نطامی دیده اند. شعبه افغاني( ای اس ای) پاکستان درسال ۱۹۸۷( ۶۵۰۰۰ ) تن اسحه و مهمات را تسلیم شده است.

فیصدی تقسیم اسلحه، مهمات و پول به احزاب هفت ګانه در سال ۱۹۸۷ در پاکستان چنین بوده است ګلب الدین حکمت یار ۱۸ تا ۲۰ در صد رباني ۱۸ تا ۱۹ در صد، سیاف ۱۷ تا ۱۸ در صد مولوی خالص ۱۳ تا ۱۵ در صد، مولوی محمد نبی ۱۳ تا ۱۵ در صد، ګیلاني ۱۰ تا ۱۱ در صد، مجددي ۳ تا ۵ در صد.بود، مصرف روزانه جنګ افغاني برای مجاهدین ۴۰ میلیون ډالر بود که چندین برابر ان مساعدتها وسرمایه ګذاری خارجی است که قبل از کودتای ثور در اختیارانها قرار داده شده بود».

دا یو حقیقت دی چې د افراطي ډلو روزل، تربیه کول د پاکستان د نظامیانو او (اي اس ای) له پاره د لنګې غوا حیثیت درلود، دوی نه یوازې د افغان مجاهدینو د شپږو تنظیمي ګروپونو سره کار کاوه بلکه په لس ګونه نور افراطی شبکو، ډلو او ګروپونو سره مصروف وو، پاکستان د دنیا د تروریستي ډلو او په خاص ډول د اسلامي تند روو بسټپاله ډلو په مرکز بدل شوی و.

نوربیا

چې څه کری، هغه به ریبې (لومړۍ برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.