یوازې متمرکز سیستم د جمهوریت د سقوط باعث نه و

شاه محمود میاخیل

142

په افغانستان کې د امریکا د شتون په هکله د امریکا د جنګ د ارزونې کمیسون نن په کانګریس کې استماعیه غونډه درلوده. د دغه غونډې یوه برخه ما واوریدله خو له بده مرغه بهرنیانو او هم قانوني صیب او داودزي صیب چې کوم نظر ورکړ چې د جمهوریت سقوط مهم لامل متمرکز سیستم و، سمه نه ده.

هر ډول نظام چې وي، د رهبرې او د حکومت د ټیم رول مهم دی چې حاکمیت د قانون او حکومتولې د ښه والي لپاره کار وکړي.

د جمهوریت متمرکز نظام، خو شل کاله دوام وکړ خو غیر متمرکز نظام وې، شاید پنځه کاله یې هم دوام نه وې کړې ځکه افغانانو ولیدل چې وروسته د پارلمان د اکثره وکیلانو او لوړ رتبه مامورینو سرونه په یو ځای او پښې او لاسونه یې بل ځای په نورو هیوادونو کې و.
امریکا او متحدینو یې ولیدل چې د جمهوریت مشران او سیاسیون د دوی ستراتیژیک پارټنران نه دي نو د ۲۰۰۹ زکال نه یې علني د وتلو اعلان وکړ خو د جمهوریت مشرانو او سیاسیون تر اخره پورې دا نه منله.
خو د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هیوادونه پوهیدل چې امریکا د افغانستان نه وځي نو ځکه یې طالبان تقویه او باالاخره د امریکا په شمول ټولو د طالبانو سره مخفي رابطې درلودې. همدې خوش باورې جمهوریت سقوط کړ.
له دې کبله، د جمهوریت سقوط اصلي لامل هغه کسان و چې په جمهوریت کې یې مهمې دندې درلودې خو په جمهوریت یې باور نه درلود. د حکومت مشرتابه، کرزي صیب او هم ډاکتر صیب اشرف غني او ورسره ټیم یې د ښې حکومتولې او قانون د تطبیق په عوض، معامله ګرې ته دوام ورکړ او جمهوریت لکه لنګه غوا هر چا لوشله، خو د غوا د صحت او تقوې پروا یې نه درلوده تر څو چې غوا مړه شوله.
دلته هدف د جکهوري نظام ثبات نه و بلکې د نظام د ثبات په عوض امتیاز ګیري وه چې نتیجه یې ورنه کړله. که راتلونکې کې هم هر نظام جوړیږي او هدف یوازې امتیازګیري وي، بیا هم نتیجه نه ورکوي.
البته نړیوال او سیمه ایز اړخونه هم د جمهوریت سقوط لامل و خو هغه باید په جدا کانټیکسټ کې پرې بحث کیدلې شي.

شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.