د لګښت پلان: د میاشتیني لګښت کمولو لپاره غوره تګلاره!
لیـکونـکی : مـحـمـدالله ابراهیمـي
د ســینـت جــوسف د مدیـــریـــت انــــسـټیــټـیوت
لنډیز
موخی درلودل د انسانانو د ژوندانه لپاره یوه مهمه تګلاره ده او ددی موخو د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو اړینه وسیله پیسی دي چی په مرسته یی انسان کولای شي خپل ژوند جوړ کړي. اهداف مو تاسو ته مقصد ټاکي او درسره مرسته کوي تر څو تاسو خپلی پیسی په صحیح ډول سره مصرف کړی. نو د مالي اهدافو ټاکل او د لګښت پلان جوړول د پیسو د ښه مدیریت لپاره لومړنۍ ګام دی. دا پروسه څو مرحلې لري ترڅو د منابعو سم تخصیص او کنټرول یقیني کړي. لومړی ګام د مالي اهدافو تعریف او لیکل دي کوم چې ځانګړي، د اندازه کیدلو او د لاسته راوړلو وړ، ریښتیني او پر وخت (SMART) دي. دوهم ګام د ټولو میاشتني ثابت او متحول لګښتونه ثبت کول دي، نو تاسو به پوه شئ چې پیسې مو چیرته مصرف کیږي. دریم ګام ټول میاشتني عواید محاسبه کول او د لګښتونو سره پرتله کول دي. که لګښتونه مو د عاید څخه ډیر وي، په څلورمه مرحله کې مو متغیر لګښتونه کم کړئ تر هغه پوری چې له عوایدو سره سمون وکړي. پنځم ګام کی هره میاشت خپل عواید او لګښتونو ته بیاکتنه وکړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو سم روان یاست او په پای کی د پلان دوامداره تعقیبول دي. دغه جوړه شوی کړنلاره کورنیو سره مرسته کوي چی په تطبیقولو سره یی ځان له مالي بی ثبات څخه وساتي او خپلی لنډمهالی او اوږدمهالی موخی ترلاسه کړي.
آروینونه: لګښت، د لګښت پلان، د پیسو مدریرت، د عوایدو سرچینی، مالي امنیت
سریزه:
دا یو حقیقت دی چی پیسی په آسانۍ سره نه پیدا کیږي، بلکه د پیسو د پیدا کولو لاری زښته زیاتی دي چی لږ همت او اقدام ته ضرورت لري. د بیلګی په ډول: دنده ترسره کول، کاروبار کول، او پانګه اچول دي. خو تر ټولو مهمه خبره د پیسو له بیځایه مصرفولو څخه ډډه کول دي چی انسان باید ځان ورباندی پوه کړي. که غواړی چی پیسی مو هم خوندي وي او هم څو برابره ډیری شي نو تاسو کولای شی چی د یو منظم پلان په جوړولو او دی پلان ته ثابت پاتی کیدلو سره خپلو موخو ته ورسیږی. هرڅوک باید د پیسو اداره کولو څرنګوالی زده کړي. د پیسو ښه مدیریت تاسو ته د دې وړتیا دربښي چې خپل میاشتني بیلونه په ښه توګه تادیه کړي، یو اندازه پیسی مو د راتلونکي لپاره سپما کړی، او د اوس لپاره هغه شیان وپیرئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ، پرته له دې چې د میاشتی په پای کی تاسو ته د پور اخیستلو زمینه رامینځته کړي .(Benna et al, 2009)
د لګښتونو لپاره ښه پلان جوړونه ستاسو د پیسو د مدیریت ګټوره وسیله کیدلای شي او ددی لپاره تاسو کولی شئ خپل د پیسو د کنټرول مهارتونه قوي کړئ چی په پایله کی به تاسو د دی پوهی په کارولو سره د خپلو عوایدو ساتل زده کړئ. د لګښت پلان کولی شي تاسو سره ستاسو د پیرود ځواک پراخولو کې مرسته وکړي، یعنی که تاسو سره یو ښه د مصرف پلان وي نو تاسو کولای شی چی د اخیستلو توان مو لوړ کړی چی هم مو اړتیاوی پوره شي او هم مو پیسی وساتل شي. د مصرف کولو ښه عادتونه مالي امنیت ته وده ورکوي او د کریډیټ(قرض) عقلمند استعمال ته وده ورکوي، ځینی وګړي د خپل کریډت کارت په مرسته خپل د ضرورت وړ توکي په پور اخلي او غواړي پیسی یی په څوو راتلونکو میاشتو کی د قست په ډول ادا کړي، په لومړي قدم کی ویلی شو چی د کریډت کارت په استعمال سره په پور رانیول هیڅ ګټور نه دي ځکه چی هم مالي زیان دی او هم د سود موضوع په کی نغښتی ده چی شرعي جواز نلري. خو بیا هم که څوک یی استعمال کړي او له دی شخص سره یو ښه د مصرف پلان وي نو دی به دا په پور اخیستل شوي اجناسو پیسی په یو مناسب وخت کی ادا کوي تر څو د پور لړۍ یی اوږده نشي او عاید یی د سود خوراک نشي.
تر ټولو ډارونکی حالت دادی چی میاشت تر نیمایي نه وي رسیدلی او زمونږ د بانک اکونټ صفر کیدلو ته نزدی وي. اوس په داسی یو حالت کی فکر وکړی چی خدای مکړه یوه ناڅاپي پیښه منځ ته راځي: لکه ترافیکي پیښه، ناروغي، سیلاب، اور لږیدنه او داسی نوری ناڅاپي پیښی چی مالي ملاتړ ته په کی تر ټولو ستر ضرورت کیږي (NEFE, 2017). په همدی ډول فکر وکړی چی ستاسو زوی پوهنتون ته لاره پیدا کړی او زوی مو کوښښ کوي چی په درسونو کی د لاپرمختګ په پار له تاسو څخه د لپتاپ هیله کوي، چی په نه درلودلو سره یی له ستونزو سره مخ کیږي. په دواړو حالاتو کی د کورنۍ لپاره اړینه ده چی د لګښتونو راکمولو او د یو مقدار پیسو پس انداز کولو په مرسته د ناڅاپي پیښو سره د مبارزه وکړي. دا چی یوه کورنۍ څنګه کولای شي لګښتونه راکم کړي لاندی به یی په تفصیل سره ولولو. د لګښتونو کمول په حقیقت کی د لګښتونو او عوایدو کنټرول او مدیریت ته ویل کیږي. یعنی کله چی یوه کورنۍ یا یو شخص وکولای شي خپل میاشتیني مصارف او عواید په ښه توګه تنظیم او مدیریت کړي نو همدا کار به یی د لګښتونو د کمولو لامل شي(Benna et al, 2009). کله چی مونږ د لګښت کمولو په اړوند خبری کوو نو دا په دی مانا نه ده چی باید خپل ټول پیرود پریږدو او ټول عاید په خپل دخل کی وساتو، بلکه ددی مانا داده چی یوه کورنۍ یا یو فرد وکولای شي د غیر ضروري توکو له اخیستلو څخه ډډه وکړي، د بودیجی لپاره پلان ولري، مشخصه اهداف ولري، خپل لګښتونه او عایدات ښه تعقیب او ثبت کړي، د عایداتو د سرچینو پیداکولو او ساتلو په اړوند ډول ډول میتودونو وکاروي تر څو کورنۍ وکولای شي خپلو تعین شوو موخو ته پرته له کومو ستونزو ورسیږي.
مالي ستونزو سره مخامخ کیدل کومه نوی خبره نه ده، په نړۍ کی ډیر لوی لوی قدرتونه له مالي بحرانونو سره مخ شوي دي، په ډیري هیوادونو کی د جنګ او نا امنیو له وجی ولس له ستر فقر او لوږی سره مخ شوی دی، لومړي او دویم نړیوالو جګړو په وخت کی وګړي له ستری قحطۍ سره مخ شوي دي. همدارنګه چاپان وروسته له دی چی د نړۍ تر ټولو خطرناک بمب (اتم) ورباندی استعمال شو، هر څه یی په سین لاهو شول، ملت یی له ستری لوږی او بیچاره ګۍ سره مخامخ وه. همدارنګه که د کورني په سطحه فکر وکړو، هر یوه کورنۍ له داسی ستونزو سره لاس او ګریوان ده، چی ډیری وخت له یو وخت څخه د بل وخت ډوډۍ پیداکولو ته حیران وي. د ستونزو شتون یو ستر حقیقت دی چی خلاصون ورڅخه نشته، خو تر ټولو مهمه خبره داده چی څنګه وکولای شو له داسی ستونزو سره مبارزه او د هغوی د مخنیوي لپاره هلی ځلی او اقدامات وکړو؟
تاسو اندیښنه مه کوی، هر څوک په فطرتا په مالي مسایلو کی څه ناڅه پوهه لري چی کولای شي یو لړ وړی ستونزی په خپل عقل او منطق سره حل کړي. که مسایل لږ پیچلي وي نو د یو سلسله مشورو قبلول اړین دي چی د مالي مسایلو له کارپوهانو له خوا وړاندی شوي دي او یا تاسو ته وړاندی کیږي. په دی اړوند مونږ د مختلفو کتابونو او مقالو په رڼا کی کوښښ کړی چی تاسو ته ډیر ساده او په زړه پوری تګلاره وړاندی کړو چی یوه کورنۍ کولای شي په پلي کولو سره یی خپل ورځنۍ ژوند په بریالیتوب سره مخ ته یوسي. دغه تخنیک عبارت له شپږو ګامونو څخه دي چی هری کورنۍ سره مرسته کوي تر څو خپل ورځني او میاشتیني مصارف او عواید کنټرول او مدیریت کړي. ددی شپږو ګامونو په تعقیبولو سره، تاسو کولی شئ د خپلو پیسو پراساس خپل ځان ته د مصرف پلان جوړ کړئ. تاسو اختیار لری چی خپلی پریکړی د خپلو پیسو او د خپلی راتلونکی لپاره په خپله وکړی. آیا تاسو غواړئ خپل پورونه کم کړئ؟ آیا تاسو پیسی ساتۍ تر څو د خپل کور لپاره د ضرورت وړ توکي واخلی؟ یا تاسو په دی خاطر د لګښتونو کنټرول غوره کوی چی وکولای شی بیلونه مو په وخت تادیه کړئ؟ پریکړه ستاسو په لاس ده او همدا تاسو به یی کوی، چې تاسو د خپلو پیسو سره څه ترلاسه کول غواړئ، دلته به ستاسو د مصرف پلان تاسو سره په دی برخه کی ډیره مرسته وکړي او تاسو ته به وښایئ چې څنګه یې کولی شئ. مونږ په هر ګام کی ستاسو د رهنمایی پخاطر د جدولونو نمونی کارولي دي، تاسو هم کولای شی چی د خپلو مصارفاتو او عوایدو د ریکارد پخاطر همدا ډول جدولونه ځان ته جوړ کړی او خپل مکمل مصارف او عواید په کی ثبت کړی.
لومړی ګام: مالي موخی مو څه دي؟
په انساني ټولنه کی د ژوند کولو تر ټولو مهم څیز چی هر انسان یی باید ولري هغه هدف دی. که مو په ژوند کی اهداف مالوم وي لکه: څه کوۍ، څه غواړی وکړی، کوم ځای ته رسیدل غواړۍ او داسی نور….. نو پرته له شکه چی تاسو به د ژوند په ټولو برخو کی بریالي وي(Chatzky & Tuggle, 2022). نو په همدی پار که مونږ او تاسو د ژوند مالي او اقتصادي اړخ وڅیړو نو څرګنده به شي چی د ژوند په هره برخه کی انسان باید له ځان سره مشخصی موخی او پلان ولري. دا چی مونږ دلته د مصرف پلان باندی کار کوو نو د دی پلان جوړولو په برخه کې هم لومړۍ تاسو اړتیا لری چې خپل مالي اهداف ولیکئ. په مالي پلان جوړونه کی تر ټولو مهمه برخه د کورنۍ موخی او اهداف دي چی باید مالومی شي او ولیکل شي (Turner, walker & Gutter, 2009). د دې اهدافو د لیکلو لپاره یوه طریقه دا ده چې د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې تاسو غواړئ په یو ټاکلي راتلونکي وخت کې د پیسو په مقابل کی لاسته راوړئ. دلته تاسو باید داسی پوښتنو ته ځواب ووایی لکه: (Chatzky & Tuggle, 2022)
- ته همدا نن څه غواړې؟
- ته په راتلونکی کې څه غواړې؟
- ایا تاسو غواړئ ددې کال په وروستیو کې د خپلې لور پنځمی کلیزې په خوشالۍ کی د بایسکل اخیستلو لپاره پیسې وساتۍ؟
- تاسو په راتلونکی کی څه غواړئ چې د پیسو سپما کولو لپاره به ستاسو ډیر وخت ونیسي؟
- ایا تاسو غواړئ چی د کور اخیستلو لپاره د لمړني قسط تادیې په خاطر پیسې سپما کړئ؟
که تاسو غواړئ خپلی موخی د یو کال څخه کم وخت کې ترلاسه کړئ، نو دا اهداف د لنډ مهاله اهدافو په توګه طبقه بندي کړی، او که چیری ستاسو اهداف د لاسته راوړلو لپاره له یو کال څخه ډیر وخت ته اړتیا ولري، نو دا مو خپل اوږدمهاله موخی وټاکی (Turner, walker & Gutter, 2009). کیدلای شي چی دا لاندی پوښتنی هم ګټوری ومومۍ چی په خپلو پورتنیو پوښتنو کی یی شاملی کړۍ:
- پیسې مو د څه لپاره غواړۍ وکاروۍ؟
- څومره پیسو ته اړتیا ده؟
- په کومه نېټه غواړې چې دا کار وکړی؟
مونږ ستاسو لپاره یو ډول ساده جدولونه تیار کړي چی تاسو سره به مرسته وکړي چی خپل لګښتونه کنټرول کړی، هڅه وکړئ خپل ځینې مالي اهداف په لاندې چارټونو کې ولیکئ. که مو موخی ډیری وي نو تاسو کولای شی دیته ورته جدول په خپل کاغذ کی تیار کړی او خپلی موخی په تفصیل سره ولیکۍ.
لنډ مهاله مالي موخی (له یو کال څخه لږ وي) |
|||
شمیره | اهداف مو څه دي؟ | څومره پیسو ته اړتیا لرۍ؟ | څه وخت؟ |
۱. | د قرض ادا کول | ۳۰۰۰۰ | یو کال کی |
۲. | لپټاپ پیریدل | ۲۰۰۰۰ | ۶ میاشتو کی |
۳. | د زوی/لور کلنۍ فیس | ۱۵۰۰۰ | یو کال کی |
جدول-۱: لنډمهاله او اوږد مهاله موخی
اوږد مهاله مالي موخی (له یو کال څخه ډیر وي) |
|||
شمیره | اهداف مو څه دي؟ | څومره پیسو ته اړتیا لرۍ؟ | څه وخت؟ |
۱. | د اولانو تعلیم | ۳۰۰۰۰۰ | ۱۲ کلونو کی |
۲. | شخصي کور دلودل | ۵۰۰۰۰۰ | ۱۰ کلونو کی |
۳. | کوچنی کاروبار جوړول | ۲۰۰۰۰۰ | ۱۰ کلونو کی |
تاسو اوس کولی شئ د خپلو اړینو لنډ مهاله او اوږد مهاله اهدافو لپاره پیسې ذخیره کړئ. او پوه به مو کړی چې تاسو د خپلو پیسو باندی څه ترلاسه کول غواړئ. د لګښتونو پلان جوړولو لړۍ کې د پاتې مرحلو تعقیب به تاسو سره مرسته وکړي چې دا پیسې ترلاسه کړی ترڅو ستاسو مالي اهداف پوره کړي. مخکې له دې چې خپلو موخو سره بل ګام ته لاړ شئ، خپلې موخې بیا ولولئ او وګورئ چې ایا موخی مو د سمارټ مطابق دي او کنه؟ SMART د هغو اهدافو لپاره چوکاټ دی چې مشخص، د اندازه کولو وړ، د لاسته راوړلو وړ، ریښتیني او پر وخت وي (Torres, Turner, & Williams, 2012). که تاسو پورتنیو درېو پوښتنو ته ځواب ورکړی وي (هدف، د پیسو اندازه، او څه وخت) نو ښایی چی تاسو مشخص او د اندازه کولو وړ اهداف لرئ.
اهداف هغه وخت د لاسته راوړلو وړ دي چی په ریښتیني ډول د ترلاسه کولو وړ وي. یا هم ویلی شو چی ریښتیني موخی هغه دي چې ستاسو د اصلي مالي وضعیت پراساس ټاکل شوی وي. نو کوښښ وکړۍ چی موخی مو د حقیقت په رڼا کی وټاکۍ چی دا به تاسو سره مرسته وکړي ترڅو خپلی موخی په اسانۍ سره ترلاسه کړی. او که چیری اهداف مو لوړ وي او تاسو یی د پوره کولو توان ونلری یا کافي اندازه منابع ونلرۍ نو ښایي چی ستاسو موخی د خپل اصلي معیار څخه ډیری لوړی دي او د اهدافو لپاره د ډیر لوړ معیار ټاکل کولی شي ستاسو رسیدل له ستونزو سره مخ کړي (Chatzky & Tuggle, 2022). همدارنګه موخی مو باید پروخت وي ځکه پر وخت موخې هغه دي چې ستاسو د اړتیاوو سره سمون ولري. هڅه وکړئ چې د اړتیا په وخت کې پیسې ولرئ، یعنی داسی برنامه ولری چی د ضرورت په وخت کی مو په جیب کی پیسی ولری. د بیلګې په توګه، تاسو به د کور اخیستلو لپاره د لمړني قسط تادیې پیسو ته اړتیا ولرئ. که چیری تاسو خپل اهداف د SMART د قانون سره برابر وټاکۍ نو دا به تاسو خپلو اهدافو ته د رسیدلو چانس لوړ کړي. خو په ټوله کی دی هیره نه وي چی دا کار ستاسو ژمنې او هڅو ته اړتیا لري (Torres, Turner, & Williams, 2012).
دویم ګام: پیسې مو چیرته مصرفیږي؟
ددی لپاره چی تاسو وکولای شی چی خپلی پیسی مو په سمه توګه کنټرول کړی نو تاسو باید پوه شئ چې ستاسو پیسې چیرته مصرفیږي. په دی برخه کی تاسو باید پوره مالومات ولری چی تاسو څه غواړۍ واخلی؟ ستاسو میاشتني لګښتونه څومره دي؟ کومې بیلابیلې لارې دي یا کومی برخی شتون لري چې تاسو هلته خپلی پیسی مصرفولی شئ؟ په دی برخه کی کیدای شي تاسو په سمه توګه پوه اوسۍ چې څومره مصرف کوئ او یا هم ممکن هیڅ پوه نشۍ. خو په هرصورت، تاسو اړتیا لرئ چې د خپلو پیسو په هکله باخبره اوسی چی اوس مهال ستاسو پیسی چیرته په مصرف رسیږي ځکه چې د مصرف د پلان جوړونی لپاره ستاسو مالومات اړین دي.( hatzky & Tuggle, 2022)
ددی لپاره چی وکولای شی خپل لګښتونه په ښه طریقه تعقیب کړی، تر ټولو ښه او ساده طریقه یی د کاغذ په یو مخ کی لیکل او ثبتول دي چی پرته له کوم مصرف او یا حتی پرته له کمپیوټري سیستم څخه یی هم ترسره کولای شی. څنګه؟ تاسو یو خالي A4 سایز سپین کاغذ راواخلی او هغه په منځ کی دوه واری قاط کړی، بیایی په دا بل اړخ کی هم یو قاط ورکړی چی ټوټل دری قاطه شي په دی سره به په هر مخ کی اته برخی جوړی شي. بیا به د اونۍ هری ورځی ته یوه برخه مشخصه کړۍ او پاتی اخیرنۍ برخه به یی د مجموعی لپاره وکاروۍ. د هری ورځی مصارف مو د کاغذ پر مخ په مشخصی برخه کی ولیکۍ او د هری اونۍ مصارف په اتمه برخه کی د ګټګورۍ په اساس په مجموعي شکل سره ولیکۍ، او بیا ټول سره جمع کړۍ او د کاغذ په پای کی یی ولیکۍ، همدا کار د هری اونۍ لپاره تکرار کړی تر څو تاسو ته د میاشتی په آخر کی مجموعي مصارف مالوم شي (NEFE, 2017). راځۍ چی په ژوندي مثال کی سره په ګډه کار وکړو:
دویم جدول: په A4کاغذ کی د اونۍ ورځني مصرف ریکارد
مجموعه | سه شنبه | دو شنبه | یکشنبه | شنبه | ||
موټر کرایه: ۴۹۰ | غرمی ډوډۍ: ۸۰ | کریدت کارت:۲۰۰ | ترکاري: ۱۵۰ | موټرکرایه: ۱۰۰ | ||
ترکاري: ۱۵۰
غرمی ډوډۍ ۴۷۰ |
موټر کرایه: ۱۰۰ | موټر کرایه: ۹۰ | موټر کرایه: ۱۰۰ | غرمی ډوډۍ:۸۰ | ||
کریدت کارت: ۲۰۰ | برق بل: ۴۵۰ | غرمی ډوډۍ:۸۰ | ||||
برق بل: ۴۵۰ | ||||||
کالي: ۷۰۰ | ||||||
ګاز: ۱۰۰۰ | جمعه | پنجشنبه | چهار شنبه | |||
جوس: ۱۲۰ | تفریح: ۱۵۰۰ | غرمی ډوډۍ: ۸۰ | موټر کرایه: ۱۰۰ | |||
تفریح: ۱۵۰۰ | بوټان: ۱۲۵۰ | ګاز: ۱۰۰۰ | غرمی ډوډۍ:۱۵۰ | |||
کور کرایه: ۶۰۰۰ | کور کرایه: ۶۰۰۰ | جوس: ۱۲۰ | کالي: ۷۰۰ | |||
بوټان: ۱۲۵۰ | ||||||
۱۱۸۶۰ | مجموع | |||||
د هری اونۍ لپاره دا پورتنۍ جدول وکاروۍ او خپل ټول مصارف په کی ثبت کړۍ. کوښښ وکړۍ چی هر هغه روپۍ چی تاسو یی مصرفوۍ په کاغذ کی ولیکۍ، تر څو د مصرف د پلان په جوړولو کی له ستونزو سره مخ نشۍ. دا کار باید هر هغه کس ترسره کړي چی د مصرف کولو مسول وي او که چیری د کورنۍ بل غړۍ هم جلا مصرف کوي نو هغه دی هم ورته تمرین ترسره کړي او د اونۍ په پای کی دی ټول مصارف سره یو ځای جمع کړي. په جدول کی مو چی کوم معلومات شریک کړي دي دا به مونږ سره تر پایه موجود وي تر څو په راتلونکو برخو کی خصوصا په څلورمه برخه کی ورڅخه ګټه واخلو.
یادښت: تاسو کولای شی په جدول کی د کټګورۍ هری برخی ته جلا جلا مجموعي مصارف ثبت کړۍ تر څو تاسو پوه شی چی ستاسو د موټر کرایه په اونۍ کی څومره کیږي، یا ستاسو د ډوډۍ مصرف په اونۍ کی څو روپۍ ده، په همدی ډول د نورو برخو مجموعه هم پیدا کړی او په جدول کی یی ثبت کړۍ ترڅو تاسو ته مو د اونۍ ټول مصرف معلوم شي. لکه دا لاندی جدول:
جدول-۳: د هری کټګورۍ مجموعي مصارف
شمیره | کټګوري | لومړۍ اونۍ | دوهمه اونۍ | دریمه اونۍ | څلورمه اونۍ | مجموعه |
۱ | موټر کرایه | ۴۹۰ | ۴۰۰ | ۵۰۰ | ۴۵۰ | ۱۸۰۰ |
۲ | غرمی ډوډۍ | ۴۷۰ | ۳۰۰ | ۳۵۰ | ۴۵۰ | ۱۵۷۰ |
۳ | ترکاري | ۱۵۰ | ۱۴۰ | ۲۰۰ | ۱۸۰ | ۶۷۰ |
۴ | کریدت کارت | ۲۰۰ | ۲۵۰ | ۲۰۰ | ۲۵۰ | ۹۰۰ |
۵ | برق بل | ۴۵۰ | ۴۵۰ | |||
۶ | کالي | ۷۰۰ | ۷۰۰ | |||
۷ | ګاز | ۱۰۰۰ | ۱۰۰۰ | |||
۸ | جوس | ۱۲۰ | ۵۰ | ۱۳۰ | ۱۰۰ | ۴۰۰ |
۹ | تفریح | ۱۵۰۰ | ۵۰۰ | ۲۰۰۰ | ||
۱۰ | کور کرایه | ۶۰۰۰ | ۶۰۰۰ | |||
۱۱ | بوټان | ۱۲۵۰ | ۱۲۵۰ | |||
مجموعه | ۱۲۳۳۰ | ۱۱۴۰ | ۱۸۸۰ | ۱۴۳۰ | ۱۶۷۴۰ |
دریم ګام: ستاسو ټول عاید څومره دی؟
دریم ګام ستاسو د عوایدو برخه ښکاره کوي، دلته به تاسو خپل ټول میاشتني عواید مالوموۍ هغه عواید چی په خالص ډول ستاسو لاس ته راځي، یعنی هغه پیسی چی تاسو یی د خالص معاش په ډول کورته راوړۍ. ځکه ناخالص عواید هغه عواید دی چی په هغه کی مالیه، بیمه، تقاعدي یا ستاسو غیر حاضري په نظر کی نیول کیږي چی د اداری له خواه په هماغه اندازه پیسی ستاسو له معاش څخه کمیږي او باقی مانده یی تاسو ته د خالص معاش په نامه درکول کیږي(hatzky & Tuggle, 2022). لکه څرنګه چی یوه کورنۍ مختلف مصارف لري، په همدی ډول یوه کورنۍ ممکن ډول ډول عواید هم ولري، تاسو کولای شی په دی برخه کی د خپل میاشتني عاید سرچینی په مجموعي ډول سره مالومی کړۍ. تاسو باید د هری میاشتی عواید او منابع په جدول کی ښکاره ولیکۍ تر څو د مصرف د پلان په جوړولو کی ورڅخه ګټه واخیستل شي او که چیری ستاسو کورنۍ ته په هره هفته کی عواید راځي نو تاسو کولای شی چی هغه په څلورو برخو کی ثبت کړۍ او وروسته یی د میاشتی تر مجموعی لاندی په جدول کی ښکاره کړی.
جدول-۴: ستاسو د خالصو عوایدو سرچینی
له ټولو سرچینو څخه ستاسو د کورنۍ میاشتنۍ عواید | ||
شمیره | د پیسو سرچینه | د پیسو اندازه |
۱ | خالص معاش | ۱۸۰۰۰ |
۲ | له دکان څخه کرایه | ۱۰۰۰۰ |
۳ | خارجی میاشتینۍ مرسته | ۲۰۰۰۰ |
۴ | تقاعدي (که چیری موجود وي) | ۰۰۰۰ |
۵ | د معیوبۍ دولتي مرسته (که شتون ولري) | ۰۰۰۰ |
۶ | سرچینه ۱ | ۰۰۰۰ |
۷ | سرچینه ۲ | ۰۰۰۰ |
۸ | سرچینه ۳ | ۰۰۰۰ |
۹ | سرچینه ۴ | ۰۰۰۰ |
۱۰ | سرچینه ۵ | ۰۰۰۰ |
مجموعه | ۴۸۰۰۰ |
څلورم ګام: ستاسو ثابت او متحول لګښتونه څومره دي؟
په دی ګام کی تاسو باید ښکاره کړی چی ستاسو میاشتنی مصرف څومره دی. هیره مو نه وي چی د مصرف په پلان کی دوه ډوله مصارف په نظر کی نیول کیږي، یو ثابت میاشتني مصارف او بل متغیر مصارف. ثابت مصارف هغه مصارف دي چی تاسو یی په منظم ډول هره میاشت تادیه کوی(MK Bae, 1992)، کیدای شي چی دا مصارف هره میاشت ثابت تادیه شي یا هم ممکن چی څه نا څه بدلون په کی راشي، خو په دواړو حالاتو کی یی باید تادیه کړی. د بیلګی په ډول: د سپما پیسی (پس انداز)، د کور کرایه، د برق بل، د انټرنټ مصرف، ستاسو د ماشومانو د ښونځۍ فیس، د پورونو قسط، او داسی نور چی ستاسو په کور کی په میاشتني ډول سره تادیه کیږي. کیدای شي ځینی مصارف تاسو په شپږو میاشتو کی تادیه کړی یا هم ممکن په کال کی یی تادیه کړۍ لکه د بیمی فیس، نو هغه به هم په نظر کی نیسۍ او په جدول کی به یی ښکاره کوی.
متحول مصارف هغه مصارف دي چی په هره میاشت کی فرق کوي، کیدای شي یوه میاشت ډیر شي خو په بله میاشت کی ممکن چی کم وي(MK Bae, 1992). دا مصارف ستاسو په کنټرول کی دي، څرنګه مو چی خوښه وي هغه رقم یی کنټرول یا مصرفولای شی. کله چی ستاسو بودیجه له کمښت سره مخ شي نو کولای شی خپل متحول ورځني مصارف راکم کړی. د بیلګی په ډول : د ورځی خواړه (خوراکي توکي) که چیری تاسو عادت لری چی بهر ډوډۍ وخورۍ او په ورته وخت د پیسو له کمښت سره مخ یاست نو تاسو باید دری وخته خواړه په کور کی ځان لپاره تیار کړۍ تر څو مو د پیسو مصرف کنټرول کړی. همدا رنګه د ځان لپاره جامی جوړول یا مینځل هم باید کنټرول کړی، که مو هره میاشت کی ځان ته نوی جامی جوړولی نو د بحران په وخت کی یی باید په هرو دریوو میاشتو کی جوړی کړۍ، او که جامی مو له کوره بهر په دوبي مینځۍ نو ځان عادت کړی چی په خپله یی په کور دننه و مینځۍ. همدا رنګه ستاسو د ترانسپورت مصرف (پترول، د مستري مصرف)، طبي درملنی (ډاکټر فیس، دارو…)، تعلیمي مصارف (کتابونه، فلمونه، مجلی، د کتابخای فیس)، شخصي مصارف (سلماني، مساج، آرایش)، ملګرو او خپلوانو ته ډالۍ ورکول (د زیږون، فراغت، کوزدن)، خیرات او صدقی….او داسی نور هغه مصارف دي چی خلک ورباندی پوره حاکمیت لري او هر وخت یی کنټرول کولای شي. نو دا پورتني او دیته ورته نور مصارف په متغیرو یا کنټرولیدونکو مصارفو کی شمیرل کیږي او د هری یوی میاشت مصارف له بلی سره فرق لري، یا به کمیږي یا به ډیریږي. که چیری تاسو وکولای شول چی خپل کنټرولیدنکي مصارف قابو کړی نو مطمین اوسی چی تاسو به په دی وتوانیږۍ چی خپل ثابت مصارف په ښه توګه تادیه کړی او ځان به له احتمالي جریمی څخه خلاص ووینۍ او په دی سره به خپلو مالي موخو ته په آسانۍ سره ورسیږۍ Torres, Turner, & Williams, 2012)).
مونږ درته ددی مصارفو د ثبتولو لپاره جدولونه برابر کړي چی تاسو یی په آسانۍ سره کولای شۍ خپل مصارف په کی درج کړی او وروسته یی سنجش کړی. پنځم نمبر جدول کی تاسو کولای شی چی خپل میاشتني ټول ثابت مصارف ثبت کړی، او د هری برخی مجموعه را وباسۍ. که چیری ستاسو ځینی ثابت مصارف پرته له میاشتني ډول تادیه شوي وي نو تاسو کولای شی د تادیاتو د میاشتني اندازی ته د بدلون ورکولو لپاره اووم نمبر جدول ته مراجعه وکړۍ د بیلګی په ډول د موټر بیمه یا د کور کرایه یا ستاسو د ماشوم د ښونځۍ فیس…..او داسی نور.
جدول-۵: میاشتیني ثابت مصارف
د میاشتی مبلغ | د ماشوم حق | د میاشتی مبلغ | د پور د تادیی قسطونه | د میاشتی مبلغ | د کور مصارف |
۱۰۰۰ | درملنه: | د فرنیچر قسط: | ۶۰۰۰ | کرایه/ ګروي | |
۱۲۰۰ | ښوونځۍ: | د موټر قسط: | ۴۵۰ | د انټرنټ بل | |
نور: | د نغدو پیسو قسط: | ۳۰۰ | د صفایی بل | ||
نور: | ۷۰۰ | تلفون بل | |||
۱۲۰۰ | تلویزون و کیبل بل | ||||
۲۲۰۰ | مجموع | مجموع | ۸۶۵۰ | مجموع | |
د میاشتی مبلغ | نور مصارف | د میاشتی مبلغ | سپما | د میاشتی مبلغ | د بیمی مصارف |
که هر څه وي | ۷۲۰۰ | ستاسو سپما | ۵۰۰ | د صحت بیمه | |
نور | د ژوند بیمه | ||||
۲۰۰ | د موټر بیمه | ||||
د کور بیمه | |||||
۵۰۰ | د دکان بیمه | ||||
نور | |||||
مجموع | ۷۲۰۰ | مجموع | ۱۲۰۰ | مجموع |
په لاندی شپږم نمبر جدول کی تاسو کولای شی خپل ټول میاشتني متغیر یا کنټرولیدونکي مصارف درج کړۍ. کله مو چی ټول مصارف درج کړل نو کولای شی چی د هری برخ مجموعه ځان ته پیدا کړی.
جدول-۶: میاشتیني متحول یا متغیر مصارف
د میاشتی مبلغ | ترانسپورت | د میاشتی مبلغ | شخصي جامی | د میاشتی مبلغ | خوراکي توکي |
۳۰۰۰ | د موټر کرایه | ۱۰۰۰ | نوی جامی | ۱۰۰۰۰ | غذایي مواد |
۱۵۰۰ | دموټر تیل/ګاز/موبلین | دوبي ته | هوټل کی خواړه | ||
۳۰۰ | د موټر جواز/صفایی | ۵۰۰ | بوټان | ۵۰۰ | د صفاکارۍ توکي |
۱۰۰۰ | د مستري اجره | ۳۰۰ | سلماني/آرایشګاه | سګرت/نصوار | |
نور | ځینی ضروری وسایل | ۵۰۰۰ | د ژوو خواړه | ||
۵۸۰۰ | مجموع | ۱۸۰۰ | مجموع | ۱۵۵۰۰ | مجموع |
د میاشتی مبلغ | تحفه یا خیرات | د میاشتی مبلغ | تعلیمي او تحصیلي | د میاشتی مبلغ | صحي مصارف |
۲۰۰ | د زوکړی لپاره | ۵۰۰ | کتابونه/مجلی | ۱۰۰۰ | د ډاکټر فیس |
۳۰۰ | د کوژدنی لپاره | فلم | ۱۰۰۰ | د دوا قیمت | |
۵۰۰ | صدقه ورکول | د ښونځۍ/پوهنتون لوازم | تداوي/واکسین/ټستونه | ||
نوری | ۱۰۰۰ | شخصي کورس | نور ضروري | ||
د کتابتون فیس | |||||
د پرنټ مصرف | |||||
۱۰۰۰ | مجموع | ۱۵۰۰ | مجموع | ۲۰۰۰ | مجموع |
یادښت:
اووم نمبر جدول باید ددی لپاره بشپړ شي تر څو ستاسو د مصارفو ریکارد تکمیل کړي. کوم مصارف مو چی په جدول کی درج کړي د هغو د ډولونو په اړه بیا غور وکړی چی څو واری مو تادیه کړی دي تر څو د کراتو شمیر یی ځان ته پیدا کړی. که چیری مو تادیات په میاشتني ډول سره کړي وي نو تاسو کولای شی چی له شپږم نمبر جدول څخه کار واخلی او یاد مصارف تر خپلی کټګورۍ لاندی ثبت کړی. که چیری مو تادیات په ربعوار (په کال کی څلور واری) شکل کړي وی نو هغه مصارف مو د هر یوی ربع ګټګورۍ لاندی ثبت کړۍ، همدا رنګه که مو د لګښتونو تادیات په کال کی دوه واری کړي وي نو تاسو کولای چی یاد مصارف مو د نیمایي کال تر کټګورۍ لاندی درج کړۍ. همدی لړۍ ته د هغو مصارفو د درج لپاره دوام ورکړی کوم چی مو په میاشتیني ډول نه دي تادیه کړي. د اووم جدول آخرینۍ ستون د مصارفو مجموع ده چی تاسو کولای د مشخص فورمول په مرسته یی ټول مصارف سره جمع کړی او د میاشتیني مصرف به ډول یی نتیجه ښکاره کړی.
جدول-۷: نور ثابت مصارف
نور ثابت مصارف | ||||
کټګوري | د تادیاتو ډول | میاشتیني سنجش شوي مصارف | ||
د ربعی تادیات | د کال نیمایي تادیات | کلنۍ تادیات | ||
د بیمی مصارف: | ||||
د صحت بیمه: | ||||
د ژوند بیمه: | ||||
د موټر بیمه: | ||||
د کور بیمه: | ||||
د دکان بیمه: | ||||
د صحت بیمه: | ||||
مالیات: | ||||
جواز: | ||||
پس انداز: | ||||
نور مصارف: |
اتم نمبر جدول د کټګورۍ د اضافه کولو لپاره وروستی جدول دی ترڅو تاسو وکولای شی د خپلو ټولو مصارف مجموعه لاس ته راوړی. چی وروسته بیا کولای شی همدا مجموعه په نهم نمبر جدول کی ورڅخه ګټه واخلی. هیره مو نه وي چی دا جدولونه یوازی ددی لپاره مونږ او تاسو کاروو تر څو وتوانیږو د خپلو لومړنیو مصارف پلان ځان ته جوړ کړو، وروسته بیا تاسو کولای شی په جدولونو کی د تغیراتو راوستلو سره ځینی کټګوریانی کمی یا زیاتی کړی او د خپل د مصرف په اساس خپل جدولونه جوړ کړی.
یادونه: په اتم نمبر جدول کی د ثبت شوي مصارفو د میاشتیني مقدار ترلاسه کولو لپاره تاسو کولای شوی دا لاندی فورمولونه وکاروی.
- که مو د مصارفو تادیه د ربع په اساس ترسره شوي وي یعنی په کال کی څلورځله نو تاسو مقدار په ۳ وویشی.
- که مو د مصارفو تادیه د نیم کال په اساس ترسره شوي وي یعنی په کال کی دوه ځله نو تاسو مقدار په ۶ وویشی.
- که مو د مصارفو تادیه د کال په اساس ترسره شوي وي یعنی په کال کی یو ځل نو تاسو مقدار په ۱۲ وویشی.
جدول-۸: د مجموعي مصارفو میاشتینۍ مجموعه
د ثابت او متحولو مصارفو میاشتینۍ مجموعه | |||
ثابت مصارف: هره میاشت
د کور مصارف: ………………………. ۸۶۵۰ د پور د تادیی قسطونه: …………………… — د ماشوم حق: ……………………………… ۲۲۰۰ د بیمی مصارف: ………………………….. ۱۲۰۰ سپما (پس انداز): …………………………..۷۲۰۰ نور مصارف:……………………………… د دریم جدول څخه سنجش شوی ثابت مصرف:
د ثابت میاشتیني مصرف مجموعه:
|
|||
متحول مصارف: هره میاشت
خوراکي توکي: ………………………….. ۱۵۵۰۰ شخصي جامی: ………………………….. ۱۸۰۰ ترانسپورت: …………………………….. ۵۸۰۰ صحي مصارف: ………………………… ۲۰۰۰ تعلیمي او تحصیلي: ………………………. ۱۵۰۰ تحفه یا خیرات: ………………………… ۱۰۰۰
د متحول مصرف مجموعه:
د دواړو مصارفو (ثابت او متحول) مجموعه: (ثابت مصارف + متحول مصارف) =
|
تاسو به ددی مقدارونو نتیجه د اووم جدول په وروستي کالم کی او په لومړي جدول کی ثبت کړی.
پنځم ګام: ایا تاسو مو د عوایدو سره سم ژوند مخ ته وړی؟
مونږ او تاسو ولیدل چی د پورته جدولونو په مرسته مو خپل عواید په څلورم نمبر جدول کی او خپل ثابت او متحول لګښتونه مو په اتم نمبر جدول کی محاسبه کړل او مالومه مو کړه چی زمونږ میاشتني عواید او مصارف څومره دي. دا کار به مونږ د خپلی محاسبی بل پړاو ته بوځي، چرته به چی مونږ او تاسو مالوموو چی ستاسو ژوند کول په کومه سطح کی دي؟ آیا میاشتیني مصارف مو له میاشتیني عوایدو سره سم تر سره کیږي؟ او که تاسو په داسی یو حالت کی یاستۍ چی میاشتیني مصارف مو له میاشتني عوایدو څخه ډیر دي؟ په دی ګام کی به تاسو پوه شی چی مصارف په صحیح شکل ترسره کیږي او کنه؟ که چیری په صحیح شکل نه ترسره کیږي نو تاسو ته لازمه ده چی اړینی حل لاری په نظر کی ونیسۍ تر څو مو خپل عواید لږ مصرف کړی او د راتلونکی لپاره د سپما لپاره یو مقدار پیسی وسپموۍ.
که چیری ستاسو عواید له مصارفو څخه زیاد ول نو تاسو کولای شی د محاسبی له لاندیني فورمول څخه کار واخلی:
ددی طریقی په مجموعي عوایدو که به تاسو د څلورم جدول په مرستی سره خپل مجموعي عواید ولیکی، همدارنګه به له اووم او اتم نمبر جدولونو څخه به تاسو خپل مجموعي مصارف را اخلی او دلته به یی لیکی، دواړه به له یو بل څخه منفي کوی تر څو تاسو ته مجموعي اضافه والۍ لاس ته راشي، چی دا اضافه والۍ تاسو ته ستاسو د عوایدو باقیمانده په مانا ده.
مجموعي عواید (دریم جدول) : ۴۸۰۰۰
منفي (-) مجموعي مصارف (دریم او څلورم جدول): ۴۶۸۵۰ مجموعي اضافه والۍ = ۱۱۵۰ |
مجموعي مصارف (دریم او څلورم جدول) : ۵۰۰۰۰
منفي (-) مجموعي عواید (دریم جدول): ۴۸۰۰۰ مجموعي کم والۍ = ۲۰۰۰ |
او که چیری ستاسو عواید له مصارفو څخه کم ول نو تاسو کولای شی د محاسبی لپاره مو له لاندی فورمول څخه کار واخلی: د مثال په توګه:
- دلته به هم لکه د پورته طریقی په ډول تاسو به په مجموعي مصارفو کی د اووم او اتم جدولونو په مرستی سره خپل مجموعي مصارف ولیکی.
- او په مجموعي عوایدو کی به د څلورم نمبر جدول په مرستی سره به خپل مجموعي عواید را اخلی او دلته به یی لیکی.
- دواړه به له یو بل څخه منفي کوی تر څو تاسو ته مجموعي کم والۍ لاس ته راشي، چی دا کم والۍ تاسو ته ستاسو د عوایدو د کمښت په مانا ده. یعنی ستاسو د مصارف کنټرول سست ده یا مو اړتیاوی دومره ډیری دی چی ستاسو عواید نشي کولای ستاسو مصارف پوره کړي.
ددی ستونزی د حل لپاره تاسو باید ښه ژور فکر وکړی، په لومړي جدول کی خپلو موخو ته بیا کتنه وکړی، هغه ښی وڅیړۍ چی آیا موخی مو د ترلاسه کولو وړ دي او که نه؟ خپل ټول مصارف بیا وګوری، او ځینی پوښتنی له ځانه وکړی او ځواب یی خپله ورکړۍ. د بیلګی په ډول:
- آیا زه د هوټل پر ځای په کور کی دری وخته ډوډۍ خوړلۍ شم؟ او دیته ورته نوری پوښتنی.
- که دا کار ترسره کړای شم څومره پیسی به سپما کړای شم؟
همدا رنګه په نورو برخو کی هم له ځان څخه وپوښتۍ ترڅو تاسو ته مالومه شي که چرته کوم مصرف ستاسو په ژوند کومه منفي اغیزه کوي نو هغه مصرف یوی مودی لپاره بند کړی. تاسو ته لازمه ده چی دا کار په هره میاشت کی تکرار وکړی خصوصا هغه وخت چی تاسو خپل ټول ثابت تادیات ترسره کړل او د ضرورت وړ مهم شیان مو واخیستل، که مو په نتیجه کی کموالۍ راغۍ نو تاسو ته په کار ده چی د یو موثره پلان په جوړولو سره خپل مصارف له سره تنظیم کړۍ، ترڅو ستاسو بودیجه خپل نورمال حالت ته راوګرځي او که داسی ونکړۍ نو تاسو ته به ډیره ستونزمنه شي چی مالي ثبات ته لاسرسۍ ومومۍ. په دی سره به تاسو توانیدلي اوسی چی خپلی پیسی په ښه توګه مدیریت کړی، او یو آرامه ژوند ځان ته غوره کړی.
شپږم ګام: خپل پلان ټینګ تعقیب کړی
ځینی وخت ممکن ستاسو عواید لوړ شي، نو ددی لپاره تاسو کولای شی خپل د لګښت پلان کی بدلون راولۍ. که مو عاید لوړ شي نو په دریم او پنځم ګام کی د عوایدو په برخه کی یی اضافه کړۍ. همدارنګه ممکن تاسو خپل لګښت راکم کړی، نو تاسو کولای شی په څلورم او پنځم ګام کی په دقیق اندازه د مصارفو په برخه کی درج کړی. په دی سره به تاسو توانیدلي اوسی چی خپل ټول عواید او مصارف له یو بل سره پرتله کړی. که غواړۍ چی د لګښت پلان مو د پیسو د مدیریت کولو لپاره یوه مهمه وسیله وګرځي نو تاسو اړتیا لرۍ وروسته له دی چی خپل ټول اړین او ثابت تادیات مو ترسره کړل، لومړنۍ او پنځم ګام په صحیحح ډول تعقیب او بشپړ کړی. تاسو باید په هره برخه او هره کټګورۍ کی ریښتیني او پلان شوي مصارف سره پرتله کړی، چی په دی سره به تاسو وګوری چی آیا مصارف مو د خپلی بودیجی مطابق ترسره کړي او کنه!
که ستاسو حقیقي مصرف له پلان شوي مصرف سره مساوي یا کم وه نو په دی حالت کی تاسو د خپلی بودیجی مطابق مخکی تللی یاست،او که چیری ستاسو حقیقي مصرف له پلان شوي مصرف څخه ډیر وي نو ښکاري چی تاسو په بودیجه کی نه یاست پاتی شوي او مصرف مو ډیر کړی دی. ددی ستونزی د حل لپاره تاسو باید بیرته د څلورم ګام، پنځم او شپږم نمبر جدولونو ته لاړ شی او وګوری چی د لګښتونو د کمولو لپار کوم اقدام ترسره شوی او کنه؟ او آیا د لګښتونو د کمولو لپاره د کوم لګښت د کمولو امکانات شته او کنه؟ وروسته له هغه اووم نمبر جدول ته راشی او همدا کمښت او بدلون په اووم نمبر جدول کی هم راولی، په دی سره به تاسو د راتلونکی میاشتی د بودیجی له کمښت څخه تر یو بریده ډډه کړي وي. نو که چیری ورته کار په هره میاشت کی تر سره کړی، تاسو به ډیره ژر خپله د خوښی وړ بودیجه ترلاسه کړی. همدارنګه که چیری خپل مصارف صحیح تعقیب کړی تاسو به ژر پوه شی چی په میاشت کی څومره مصرف کوی او څومره پس انداز کولی شی چی دا به تاسو سره مرسته وکړي ترڅو خپلو لنډمهاله او اوږدمهاله اهدافو ته ورسیږی(Spence, Gillen, & Douglas, 2012).
کوښښ وکړی تر څو خپل ریکارډونه ساده، منظم او په یو محفوظ ځای کی وساتی، ځکه چی دابه تاسو سره مرسته وکړي ترڅو مالیه په دقیق ډول تادیه کړی. د هرکال لپاره یوه ټولټال پاڼه جوړه کړی چی د هری کټګورۍ لپاره ټول میاشتیني لګښتونه سره یو ځای کوي چی دلته به څلورم ګام تاسو سره مرسته وکړي، په دی سره به تاسو وکولای شی چی د هرکال مصارف او عواید له یو بل سره پرتله کړی. کوښښ وکړی چی غیرضروري لګښتونه له منځه یوسی او خپلو مالي موخو ته بیاکتنه وکړی. پیدا کړی چی آیا تاسو د خپلو اهدافو ته د رسیدلو لپاره ډیرو پیسو ته اړتیا لری؟ وګوری چی کوم مصارف کم یا هم له منځه وړلی شی؟ خپل بیلونه په وخت تادیه کړئ، دا به ستاسو پیسې خوندي کړي ځکه چې تاسو به د ناوخته فیس تادیه ونلرئ او بل دا چی دا کار ستاسو د کریډیټ درجه هم لوړوي.
په یاد ولرئ چې د لاندې جدولونو په کارولو سره هره میاشت د خپل لګښت پلان ته بیاکتنه وکړئ. دوی به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو د لګښت پلان ته دوام ورکړی، چی په پای کی به تاسو د خپلو مالي اهدافو د پلي کولو لپاره کافي پیسې او رضایت ولرئ.
جدول-۹: میاشتیني ثابت لګښتونه
میاشتیني ثابت لګښتونه (میاشت) (کال) | |||
کټګوري | جزیات | پلان شوی لګښت | حقیقي لګښت |
د کور مصارف: | کرایه/ ګروي | ||
د انټرنټ بل | |||
د صفایی بل | |||
تلفون بل | |||
تلویزون و کیبل بل | |||
د پور د تادیی قسطونه: | د فرنیچر قسط | ||
د موټر قسط | |||
د نغدو پیسو قسط | |||
نور | |||
د ماشوم حق: | درملنه | ||
ښوونځۍ | |||
نور | |||
د بیمی مصارف: | د صحت بیمه | ||
د ژوند بیمه | |||
د موټر بیمه | |||
د کور بیمه | |||
د دکان بیمه | |||
نور | |||
سپما (پس انداز): | ستاسو سپما | ||
نور | |||
نور مصارف: | که هرڅه وي | ||
مجموعه |
جدول-۱۰: میاشتیني متحول یا متغیر لګښتونه
میاشتیني متحول لګښتونه (میاشت) (کال) | |||
کټګوري | جزیات | پلان شوی لګښت | حقیقي لګښت |
خوراکي توکي: | خوراکي توکي | ||
هوټل کی خواړه | |||
د صفاکارۍ توکي | |||
سګرت/نصوار | |||
د ژوو خواړه | |||
شخصي جامی: | نوی جامی | ||
دوبي ته | |||
بوټان | |||
سلماني/آرایشګاه | |||
ځینی ضروری وسایل | |||
نور | |||
ترانسپورت: | د موټر کرایه | ||
د موټر تیل/ګاز/موبلین | |||
د موټر جواز/صفایی | |||
د مستري حق | |||
صحي مصارف: | د ډاکټر فیس | ||
د دوا قیمت | |||
تداوي/واکسین/ټستونه | |||
نور ضروري | |||
تعلیمي او تحصیلي: | کتابونه/مجلی | ||
فلم | |||
د ښونځۍ/پوهنتون لوازم | |||
شخصي کورس | |||
کتابتون فیس | |||
د پرنټ مصرف | |||
تحفه یا صدقه: | د زوکړی لپاره | ||
د کوژدنی لپاره | |||
صدقه ورکول | |||
نوری | |||
مجموعه |
سپارښتنی:
- د مصارفاتو د کنټرول لپاره تر ټولو اړینه او مهمه لاره داده چی تاسو باید د عاید یوه کوچنۍ بله لاره هم پیدا کړی. ترڅو وکولای شی خپلو اړتیاوو ته ورسیږی.
- که تاسو ځمکه لرۍ نو حتمن مو له بیکاره او رخصتۍ ورځو څځه ګټه واخلی، کرونده وکړی تر څو د کور ځینی خوراکي توکي مو له خپلی ځمکی ترلاسه کړی.
- که کولای شی په کور کی یو مال (ژوۍ) وساتی او د هغه له شیدو(لبنیاتو) څخه خپل ورځني خواړه/ پیسی ترلاسه کړی.
- د موادو یا خدماتو یا نورو ضروري وسایلو د پیریدلو په وخت کی تاسو کولای چی له ملګرو یا خپلوانو سره مو په شریکه راونیسۍ. یعنی که تاسو په ډلییز ډول له یو مارکیټ څخه سودا یا مواد واخلی حتمن به تخفیف ترلاسه کړی، چی بیا تاسو په خپل منځ کی کولای قیمت تقسیم کړی او هر یو خپله برخه پیسی تادیه کړي، په دی سره به مو جنس له انفرادي قیمت څخه په ټیټه بیه ترلاسه کړی وي.
- همدارنګه که تاسو د یو څیز یا خدمت کاروبار کوی نو کولای شی خپل مواد د بل شخص له موادو او اسبابو سره تبادله کړی چی تاسو ورته اړتیا لری. یا که تاسو به کوم مهارت کی تکړه اوسۍ نو کولای شی ددی مهارت په استعمال سره خپل ډیر د ضرورت وړ شیان ترلاسه کړی له هغه چا څخه چی ستاسو مهارت ته اړتیا ولري.
- که تاسو په کور کی ابتدایی لوازم ولری نو کولای شی خپل کوچني او ساده تخنیکي مشکلات په خپله حل کړی، پرته له دی چی مستري پسی لاړ شی. لکه د ساکټونو جوړول، د کالیو ماشین ابتدایی ستونزی حل کول او داسی نور سطحي ستونزی.
- هڅه وکړی تر څو د پیسو د ساتلو لپاره مو د نوي شیانو پر ځای دویم لاس لوازم له شاوخوا دوکانونو چی تخفیف ولري یا له انلاین بازارونو څخه تر لاسه کړی. که په کور کی داسی لوازم او اسباب ولری چی ستاسو له ګټی اخیستنی څخه بهر وي او نه غواړۍ چی استعمال یی کړۍ نو سمدستي یی وپلوری.
- همدارنګه د پیریدلو په وخت کی له څوو دکاندارانو سره تر یو حده چنی ووهۍ تر څو تر ټولو مناسب ټیټ نرخ باندی پیریدل وکړی.
- خپل ټول تادیه کیدونکي بیلونه په خپل ټاکلي وخت تادیه کړی، ځکه چی ځینی اداری یا شرکتونه د ناوخته تادیاتو لپاره یو خاص مبلغ جریمه ټاکي او تاسو به مجبور شی چی هم اصلي مبلغ او ورسره یو مقدار فیس یا جریمه تادیه کړی.
- له بیځایه او بی وخته ډالۍ ورکولو څخه ډډه وکړۍ او ددی پرځای داسی بدیلی لاری پیدا کړی چی د ډالۍ ځایناستی شي لکه له هغوی سره په یو بله برخه که مرسته وکړی یا یو مجاني کار ورته ترسره کړی تر څو د ډالۍ ځای ډک کړي.
- کوښښ وکړی چی له بریښنا څخه کمه استفاده وکړی او ددی پرځای لمریزه بریښنا استعمال ته لاسرسۍ پیدا کړی.
- ترانسپورټی لګښت مو کم کړی، دایم هڅه وکړی چی له دولتي بسونو (ملي بس) څخه ګټه واخلی.
- د کتابونو رانیولو پر ځآی هڅه وکړی چی هماغه کتابونه په انلاین بڼه په وړیا ډول ترلاسه او مطالعه کړی.
- د جیم یا کلپونو پکیجونه مو وځنډوی او پر بدل کی یی په آزاده فضا کی خپل ورزش وکړی.
- کوښښ وکړی چی په وړو وړو ستونزو ډاکټر ته مراجعه ونکړی او ددی پرځای له کورنیو طبیعي (یوناني) لارو چارو څخه ګټه واخلی. همدارنګه کولای شی چی د بیمی له خدمتونو څخه ګټه واخلی.
- تلفوني خبری مو کمی کړی او که ډیری خبری کول غواړی نو د مکالمی لپاره مو ځآنګړی بستی فعاله کړی.
لنډیز:
په حقیقت کی پیسې په اسانۍ سره نه پیدا کېږي؛ د پیسو د لاسته راوړلو لپاره، کاروبار کول، سپما، او پانګونه اړین اقدامات دي. که غواړئ چی هم مو پیسې خوندي وساتئ او هم یې څو برابره زیاتې کړئ، نو باید یو منظم مالي پلان جوړ کړئ او په دوامداره ډول یې تعقیب کړئ. د پیسو ښه مدیریت تاسو ته اجازه درکوي چې خپل میاشتني بیلونه په منظم ډول تادیه کړئ، اوسنی اړتیاوې پرته له پور اخیستو پوره کړئ او د راتلونکي لپاره یو مقدار پیسې سپما کړئ. په مقاله کې د پیسو د ښه مدیریت او کنټرول لپاره مختلفې لارې او تخنیکونه بیان شول، چې د مصرف پلان جوړول او د هغه مطابق د پیسو مصرف کول شامل وه. د غیر ضروري لګښتونو کمول او د پیسو سپما کول د مالي امنیت لپاره مهم دي. ځکه چی دا به تاسو سره مرسته وکړي چی د ناڅاپي مالي پیښو پر مهال له مالي ستونزو سره مخ نشئ. په دې لیکنه کې تاسو ته شپږ ګامونه وړاندې شول، چې هرې کورنۍ سره به مرسته وکړي چی خپل ورځني او میاشتني مصارف کنټرول او مدیریت کړي. دا ګامونه د مالي موخو ټاکلو، د مصرف او عایداتو دقیقې ثبتولو، او د یوې مؤثرې بودیجې جوړولو پر بنسټ ولاړ دي. د دې ګامونو په تعقیبولو سره، تاسو کولای شئ په هره میاشت کې خپل مصرفونه تنظیم کړئ او په پایله کې خپل مالي اهداف په مؤثره توګه ترلاسه کړئ. په دې برخه کې د کورنۍ لپاره مهمه ده چې د خپلو مالي موخو په اړه روښانه دریځ غوره کړي او د لنډمهاله او اوږدمهاله موخو لپاره مشخص پلان ولري. د پیسو اداره کولو په لړ کې، د ثابت او متغیر لګښتونو توپیر کول، او د مصرفونو د دقیق ثبتولو لپاره جدولونه جوړول ډېر مهم دي. په پای کې، د پیسو مدیریت لپاره یو منظم پلان جوړول او هغه ته ژمن پاتې کېدل کولای شي تاسو ته مالي ثبات او امنیت راوړي.
ماخذونه:
- Bae, M. K. (1992). Analysis of household spending patterns(Doctoral dissertation, The Ohio State University).
- Benna et al (2009). Managing Your Money All-in-One for Dummies. Wiley Publishing, Inc.
- Hatzky & Tuggle. 2022. How to Money. Roaring Brook Press. https://z-library.sk/book/21647560/68f523/how-to-money.html?dsource=recommend
- National Endowment for Financial Education. (2017).Your spending, your savings, your future: A beginner’s guide to financial readiness. https://www.nefe.org/initiatives/Your-Spending-Your-Savings-Your-Future.pdf
- Redling & Dylin. 2022. Personal Finance workbook for beginners. Rockridge Press. https://reader.z-library.sk/read/0f5ea31497335f4c19cb06c9fc72338fdb6313a55ca86ccff7d98a4f94bfe6f3/23086757/07fde3/personal-finance-workbook-for-beginners-practical-exercises-for-smarter-money-management-and-financ.html?client_key=1fFLi67gBrNRP1j1iPy1&extension=epub&signature=0c49913416e1bd5778c7ead8b1be6e6d1eb583867c0e442830651840a96f1043&download_location=https%3A%2F%2Fz-library.sk%2Fdl%2F23086757%2Fed4452
- Spence, L., Gillen, M., & Douglas, D. (2013). Women and Money: Unique Issues-Finances in a Divorce: FCS7247/FY1349, 1/2013. EDIS, 2013(1).
- Torres, N. I., Turner, J., & Williams, B. C. (2012). Building a Spending Plan: All Six Steps: FCS7173/HE827, rev. 7/2012. EDIS, 2012(8).
- Walker, K., Turner, J., & Gutter, M. S. (2009). Coping with a Money Crunch: Values, Goals, and Standards: FCS7006/FY228, rev. 3/2009. EDIS, 2009(3).
!د لګښت پلان: د میاشتیني لګښت کمولو لپاره غوره تګلاره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.