اسلامي بانکداري او د اسلامي بانکدارۍ محصولاتو ته کتنه
Islamic banking and an overview to the products of Islamic banking
نن سبا د بانکدارۍ اهمیت ته په کتو ویلی شو چې بانکونه د اقتصاد بنسټیز محور دی؛ ځکه همدغه بانکونه د خلکو شتمنۍ خوندي ساتي، هغه په خوځښت راولي، کار ترې اخلي، د هغو د ودې لپاره پلانونه طرحه کوي او همدارنګه بانکداري د وخت اړتیا ده چې هره ټولنه په اقتصادي ډګر کې ورته لېواله ده، په دې اساس بانکونه د خلکو معاملات په اسانه او ساده توګه پرمخ وړي او هم يې شتمنۍ ته پراختیا او وده ورکوي نو اړینه ګڼل کېده چې د اسلامي ټولنې لپاره هم د همدې ټولنې د اړتیاوو نظر کې نیولو سره د یو غوره بانکي سیستم رامنځته شي. همدا لامل وؤ چې اسلامي عالمان او د فکر خاوندانو اړینه وګڼله چې د وخت له غوښتنو سره سم له بانکي چارو څخه ګټې لاسته راوړي او هم يې په داسې توګه وکاروي چې د اسلامي شریعت له اصولو سره په ټکر کې نه وي.لکه د لمر جوته ده چې غیر اسلامي بانکداري زمونږ د اسلامي ټولنې د فرهنګ، دودونو او شرعي قوانینو سره سمون نه خوري چې د اسلامي بانکدارئ د رامنځته راتګ لامل دا هم شو تر څو داسې یو بانکداري رامنځته شي چې د شرعي اصولو مطابق وي او زمونږ د اسلامي عنعناتو سره هم سمون وخوري. دا خبره واضحه او جوته ده چې د اِسلام سپیڅلی دین یواځې د عباداتو دین نه دی بلکه د اسلام په سپیڅلي دین کې معاملات هم شامل دي چې پکې اعتدال او سم معاملات تر سره کول د حده زیات اړین دي. په اسلامي اصولو کې هیڅ شک نشته چې د بشریت لپاره خیر پکې پروت دی او د ټولنې د سمون، ښه والي، اسانتیاوو او همدا شان پرمختګ لپاره پکې هر اړخیزه حکمتونه پراته دي. اِسلامي بانکداري د اسلام د اقتصادي نظام یوه عمده برخه ده چې په خپل ذات کې د اسلام د اقتصادي نظام د ثبات لپاره د ملا تیر غښتلی حیثیت لري لکه څنګه چې الله جل شانه په قران کریم کې د بقرې سورت په ۱۰۸ نمبر آیت کې فرمايي: “ادخلو فی السلم کافه” یعنی اې مومنانو تاسو په اسلام کې په بشپړ ډول داخل شئ او خپل معاملات هم په اسلامي اصولو برابر کړئ کوم چې مونږ ته ښيي چې معاملات د اسلام د اقتصادي نظام بنسټ تشکیلوي. اسلامي بانکداري هغه بانکداري ده چې د سود یا رِبا څخه په بشپړه توګه پاکه وي؛ یا اِسلامي بانکداري د شرعیت او اِسلامي قواعدو پر بنسټ ولاړ یو بانکی سیسټم دی چې د تشبث، سوداګرۍ او د اِسلامي بانکدارۍ د ودې او د اشخاصو او تشبثاتو د مالي اړتیاو پوره کولو لپاره بانکي خدمات او محصولات وړاندي کوي. اسلامي بانکداري په څلورو اساسي اسلامي مفاهیمو ولاړه ده یعنې د اِسلامي بانکدارۍ د اصولو سرچینې عبارت دي له:
- د اسلام سپیڅلی کتاب – قران کریم
- د اسلام د سپیڅلي پیغمبر حدیثونه
- اجماع
- قیاس
په اسلامي بانکدارۍ کې قطعا معاملاتو کې سود نشته، ورسره په ګټه او تاوان کې شراکت دی او په هغه معاملاتو کې چې غرر (ناڅرګندتیا، نه روڼوالی) وي پانګه اچونه په اړونده برخو کې د شریعت د قوانینو له زاویې نه منع ده. همدا شان د اسلامي بانکدارۍ برخه کې په معاملاتو کې چل او احتکار منع دی او په حرامو کارونو او خدماتو کې هم پانګونه منع ده لکه د بېلګې په توګه الکولي مشروبات، د خنځیر غوښه او قمار، د یادونې وړ ده چې معاملې باید د دوه یا څو اړخیره ډلو په پوره تفاهم او شفافیت ترسره شي. د اسلامي بانکدارئ ځانګړتیاوو کې په جوته توګه د ټولنې فلاح، پرمختګ، خوندیتوب او بریالیتوب نغښتی دی. اسلامي بانکونه هڅه کوي چې هغه اقتصادي او ټولنیزې ستونزې تر کافي حده پوري حل کړي کومو سره چې اسلامي نړۍ او ټولنه مخ ده. د اسلامي بانکدارۍ شالید ته که وګورو نو ابتدايي تجربه د مصر د میت غمز ښارګوټي کې په کال ۱۹۶۳م کې رامنځته شوه چې څو کاله وروسته د خلکو د غلطو تبیلغاتو له آمله ستونزو سره مخ شوه. همدا شان په کال ۱۹۶۶م کې د اسلامي اقتصاد مضمون د سوډان د ام درمان په پوهنتون کې پیل شو چې په پایله کې د غیر سودې بانک جوړولو مفکوره رامنځته شوه ورپسې په کال ۱۹۷۱م کې د ناصر ټولنیز بانک په مصر کې تأسیس شو، دغه لومړی په سود نه ولاړ اسلامي بانک وؤ چې په قانونې ډول منځته راغی او خپل فعالیت یې پيل کړ. همدا شان په کال ۱۹۷۵م کې دوه نورو بانکونو کار وکړ چې یو یې د جدې د ودې او پراختیا بانک وؤ چې هدف یې اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکول وؤ او دویم يې د دوبۍ اسلامي بانک وؤ چې د اماراتو د حکومت په پریکړه پرانستل شو تر څو خپل ټول فعالیتونه د اسلامي شریعت مطابق تر سره کړي په تعقیب یې په کال ۱۹۷۷م کې درې نور اسلامي بانکونه رامنځته شول لکه په سودان کې د فیصل اسلامي بانک، په مصر کې د فیصل اسلامي بانک او په کویت کې د بیت تمویل بانک، همدا شان ورسره د اسلامي بانکونو د تقويې، پرمختیا، او ترمنځ د اړیکو د ټینګولو لپاره د اسلامي بانکونو د اتحاد کمیټه جوړه شوه، ترڅو د دغو اسلامي بانکونو د موخو تر منځ یووالي رامنځته کړي او هم معاملات د اسلامي فقهې مطابق صورت ونيسي تر څو چارې ګټورې پرمخ ولاړې شي او د خلکو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.
ارقام ښيي چې د ۲۰۲۰ م کال پورې د نړۍ په ۷۲ هېوادونو کې اټکلاَ د اِسلامي بانکدارۍ ۵۲۶ نماینده ګۍ موجودې دي.
عموماَ د اسلامي بانکدارۍ تړونونه او محصولات په لاندې ډول سره دي چې هر یو یې په لنډ او ساده ډول واضح کړو:
۱. مرابحه
اوسنیو دود شویو اسلامي بانکونو چې د تمویل کومې مختلفې طریقې دود کړې په سرلړ کې یې مرابحه ده چې د اسلامي بانکدارۍ په نامه یې په پراخه کچه شهرت موندلی. مرابحه اصل کې د خرڅلاوؤ یو تړون دی چې پلورونکی د مشتري د ضرورت وسایل یا مواد رانیسي او پر هغه یې د یوې فیصدي ګټې سره خرڅوي یعنې )د شي اصل قیمت+ګټه( مشتري په مهالیزه اقساطو د خرڅونکي پیسې د ګټې د ټاکل شوي اندازې سره تادیه کوي .د مرابحی تړون پر بنسټ مشتري د خپل تجارت/کاروبار لپاره د ضرورت وسایل، امتعی یا مواد بانک ته وایي او په دی اړه ورڅخه مرسته غواړي. بانک د هغه د اړتیا وسایل یا مواد رانیسي او په یوه اندازه ګټه یې ورباندې پلوري. مشتري په یو ځل یا هم په معیادی قسطونو د بانک پور د ګټې د ټاکل شوې سلنې سره د یوی مشخصي مودی په بهیر کې تادیه کوي. علامه موفق الدین ابي محمد عبدالله حنبلي مقدسي د مرابجې په اړه فرمایي:
(د مرابحې مانا په اصل لګښت او ټاکلې ګټې سره د جنس پلورل دي، پدې کې اړینه ده چې دواړو لوریو ته اصل لګښت مالوم وي، لکه پلورونکی چې ووایي چې ماته دا په سل پرېوتی دی زه له تا لس ګټه اخلم او په دومره یې درباندې پلورم) [المغني: ۶ص، ۲۶۶]
۲. د تورق مرابحه
د تورق مرابحه یو اِسلامي محصول دی چې مشتري ته د هغه د ضرورت نقدي مالي امکانات برابروي، او مشتري پور کړې پیسې)یا د جنس قیمت( په راتلونکې کې د قرارداد پر مبناء تادیه کوي. دغه پیسې مشتري د خپل شخصي ضرورت یا شرعي کاروبار لپاره کارولای شي. د دې تړون پر اساس مشتري د نقدي تمویل لپاره بانک ته رجوع کوي، مشتري ته د نقدي مرستې په موخه بانک یو داسی جنس)مواد یا وسیله( رانیسي چې قیمت یې د مشتري له خوا د غوښتل شوی پیسو په اندازه وي، او بانک دغه جنس د مرابحی تړون پر اساس )د جنس قیمت+ګټه( پر مشتري خرڅوي. مشتري بیا دغه جنس خپله یا بانک د مشتري په استازیتوب پر بل کس/سوداګر خرڅوي، د جنس رانیونکی پیسې بانک )چې د مشتري استازی دی( یا مشتري ته ورکوي او په دې توګه هغه نقدي پیسې لاس ته راوړي. مشتري د شریعت په چوکاټ کې د دغه پیسو څخه هر ډول چې زړه یې وی ګټه اخیستلای شي، او په مهالیزه اقساطو د ټاکل شوي وخت په بهیر کې د بانک پیسې د ګټې د ټاکل شوې فیصدي سره تادیه کوي.
۳. مشارکه
مشارکه یو اِسلامي قرار داد دی چې د کار شریکان په ګډه سرمایه تجارت پیلوي او په ګټه او تاوان کې شریک دي. د دې تړون پر اساس بانک او مشتري په ګډه سرمایه کار شروع کوي، او ګټه د مخکنې تفاهم پر اساس ویشل کیږی. که چیری په کار کې تاوان وشي، تاوان د سرمایې د اندازې پر بنسټ تقسیم کیږي. د دې تړون پر بنسټ بانک او مشتري په ګډه د تشبث/تجارت خاوندان دي.
۴. متناقصه مشارکه
د سوداګرۍ لپاره د شراکت هغه تړون دی چې یو شریک د وخت په تیریدو د بل شریک د تجارت او سرمایې ټوله برخه د تړون تر پایه په معیادي تادیاتو رانیسي او په پای کې یوازی خپله د تجارت خاوند پاته کیږي.
۵. مزارعه (د کرنی په برخه کې تمویل)
مزارعه د ځمکې د خاوند او کارګر تر منځ د شراکت یو تړون دی، چې زراعتي حاصلات د ځمکې د خاوند او کارګر تر منځ د ټاکل شوې سلنۍ پر اساس ویشل کیږي. د دی تړون پر بنسټ بانک د یوه ټاکلیې مودې لپاره یوه ټوټه زراعتي ځمکه مشتري ته د کر لپاره ورکوي. یا هم بانک د مشتري پر ځمکه پانګونه او د کر په برخه کې ورسره مرسته کوي، په دې حالت کې هم د حاصلاتو ګټه د دواړو تر منځ د قرارداد پر مبناء ویشل کیږي.
۶. مضاربه
مضاربې ته قراض او معامله هم ویل کیږي، مضاربه )پانګونه( د شراکت هغه تړون دی چې یو اړخ د کار لپاره سرمایه برابروي )رب المال( یا د مال څښتن او بل )مضارب( د تجارت عملیاتي کارونه پر مخ وړي. ګټه له مخکې نه د ټاکل شوی تفاهم پر اساس ویشل کیږي. مالي تاوان د رب المال پر غاړه راځي په دی شرط چې دغه تاوان د مضارب له خوا قصدي یا د هغه د غفلت په اساس منځ ته نه وي راغلی .د مضارب تاوان د شراکت د کاروبار په جریان کې د هغه د وخت او هڅو ضیاع ده.
۷. استصناع
استصناع د اِسلامي بانکدارۍ هغه تړون دی چې بانک د مشتري د ضرورت وړ محصول/دارایي د هغه د خاصو غوښتنو سره جوړوي او کله چې دغه دارايي آماده شوه، پر مشتري یې د قرار داد پر اساس په ټاکل شوي قیمت خرڅوي. د دارایی قیمت او مشخصات باید د جانبینو په پوره تفاهم په قرار داد کې ذکر شي. بانکونه کولای شي چې د مشتري د تولیدي یا صنعتي کارونو لپاره لازم تسهیلات د استصناع د تړون په چوکاټ کې وړاندي کړي. مشتري د بانک پیسې د دوه اړخیزه تفاهم پر اساس د معیادی قسطونو په ډول تادیه کوي. دغه تمویل په ټوله کې د صنعتی تولیداتو او ساختمانی کارونو په برخه کې ورکول کیږي. مثلاً، یو کس ځمکه لري خو د تعمیر جوړولو مالي امکانات نه لري. بانک یا تمویل کوونکی د مشتري په خوښه ورته تعمیر جوړوي او مشتري په یو ځل یا په مهالیزه اقساطو د بانک پیسې د مخکني توافق پر اساس تحویلوي.
۸. اجاره
په اِسلامي بانکدارۍ کې اجاره د یوی دارایی )امتعې، اثاثیی( اجاره ورکولو ته وایی. په دی تړون کې بانک مشتري ته د هغه د ضرورت وړ امتعه/اثاثیه )دارایی( تر یوی مشخصي مودی پورې په کرایه ورکوي. د قرارداد موده او د اجارې نور جزییات په تړون کې ذکر او ټاکل کیږي.
قرض الحسنه عموماَ د شخص او بانک تر منځ هغه تړون او د اِسلامي بانکدارۍ محصول دی چې پور ورکونکی )بانک( یوه مشخصه اندازه دارایی/پیسې مشتري ته د یوه نېک کار په موخه بی له کوم سوده په پور ورکوي. پور اخیستونکی (مشتري) مکلف دی چې د ټاکل شوي شرایطو پر اساس د تړون په پای کې پور په عین اندازه بیرته بانک ته ورکړي. دغه پورونه عموماً هغو وګړو ته ورکول کیږی چې پیسو ته زیاته اړتیا ولري مثلاً دواده کولو په موخه د بانک څخه پور اخلي او یا هم د ناروغۍ تداوي لپاره د بانک څخه پور اخلي، مونږ کولی شو چې دوبۍ اِسلامي بانک له دې جملې څخه یاد کړو چې د قرض حسنې په شکل د خپلو شرایطو په نظر کې نيولو سره خلکو ته قرضِ حسنه ورکوي.
۱۰. جاري حساب – د قرض په اساس
د جاري حساب په اساس مشتري بانک ته په پور پیسې ورکوي یا خپلې پیسې بانک ته په امانت سپاري، بانک کولای شی د دغه پیسو څخه په اِسلامي معاملو کې کار واخلي، او هر کله چې مشتري وغواړی بانک یې باید پیسې )بی له کوم سوده( بیرته ورکړي.
د اِسلامي بانکدارۍ د محصولاتو څخه معلومیږي چې زمونږ د اسلامي ټولنې لپاره بیخي ګټوره او په اعتدال ولاړه بانکداري ده. د اسلامي بانکدارۍ سیستم د ودی او پرمختګ په موخه، په ۲۰۰۹م کال کې د افغانستان بانک د تشکیلاتو په چوکاټ کې د مالی چارو د څارني تر لوي آمریت لاندي د اسلامي بانکدارۍ معاونیت جوړ شو چې اوسمهال د مالي خدمتونو او بانکي څارنې عمومي آمریت تر نامه لاندې قرار لري او د افغانستان بانک د مدرنې اسلامي بانکدارۍ د سیستم جوړولو او پرمختګ قانوني مسوولیت لري، همداراز د اسلامی بانکدارۍ د تقویت او خوندیتوب په خاطر د افغانستان بانک د تشکیلاتو په چوکاټ کې د شرعی نظارت بورډ (Supervisory Board Shariah) جوړ کړل شو. دغه بورډ د اسلامی بانکدارۍ د شرعی قواعدو او مقررو او پالیسیو د څیړلو او تصویب دنده لری. اوس مهال الحمد لله د هېواد په بانکونو کې سودي معاملات بند دي او تمه کیږي چې نږدې راتلونکي کې د اسلامي بانکدارۍ په اړه په داخل د هېواد کې لا فعالیتونه ګړندي شي.
اخځلیکونه:
https://www.qardus.com/news/the-islamic-financial-services-industry-statistics
https://pajhwok.com/ps/opinion/historical-background-of-islamic-banking-in-
https://tolafghan.com/articles/2160
https://catalog.acku.edu.af/cgi-bin/koha/opac-detail.pl?biblionumber=8141
https://www.safabank.ps/en/Article/282/Forms-of-Financing-in-Islamic-Banking
https://www.kau.edu.sa/Files/320/Researches/51049_21186.pdf
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.