!لنډه کیسه: د ملیح آباد دنګې ونې، طلایي امونه

استاد عبدالخالق رشید

332

لنډه کیسه :  

د ملیح آباد دنګې ونې، طلایي امونه !

            د ډیلي دهوایي ډګرپرپراخ زړه باندې د خلکو ګڼې ګوڼې سترګې ستړې کولې، له هرکنجه چې به دې ورته کتل، په هره خواکې یې د خلکو لیکې یوه پربله پسې یواستوې خوځیدې ، لنډیدې او اوږدیدې…

 زه هم پرهمدغه ټیل ماټیل ورګډ شوم، په دغه خوځنده بازار کې مخامخ د الوتکود الوتنو مهال ویش تختې ته ودریدم چې د خپلې الوتکې څانګه  ومومم…  په ډاډ سره مې داوږدې پردې پرمخ باندې دخپلې الوتنې کرښه ومونده :

ډیلي – تورنتو     ډي څا نګه …

کراچې مې مخ پرهغه لوری وروخوځوله، اوږده لین ته مې ورو وروځان وربرابرکړ، کله چې ورنږدې شوم، په قد ټیټه سبزینه رنګې نجلې رامخکې شوه اوپوښتنه یې رانه وکړه :

–  بښنه غواړم کولای شم ټکت دې وګورم، پرکوم لین چې اوس ولاړیې دغه لین دبیزنس والاوو دی … ټکت یې وکوت چې د دغې کرښې نه و، مخامخ لین ته یې لارښونه کړم … اوهمداسې مخ کې ولاړم اوځان مې پرخپله کرښه باندې برابرکړ…

دلته مې هم په مخکې بیا یوه دنګه حجابي نجلۍ ولاړه وه، خوچې زه یې څنګ ته ور ورسیدم، زما سپینوتاروته یې وکتل، وار دواره یې خپله کراچۍ پریوه خوا کړه، په نرمه هندي ژبه یې راته کړه :انکل ، اګې اجاو… پهلې آپ ! (رامخته شه، لومړی تاسې ! )

پوه شوم چې پهلې آپ خوڅه ساده خبره نه ده، په زړه کې راتیره شوه چې  خامخا به مې یاپيژني اویا داچې دا خپله دلکنهوده ځکه دا وینه دهغه ښاردکلتوریوه درنه ټوټه ده… اواوس یې زما دسپینوویښتوپرلامل د پهلی آپ خوږ تعارف راته وکړ…

کراچۍ مې ودروله، سلام او نمستې مې دواړه ورغبرګ کړل، خودې راته دسلام، علیکم ځواب راکړ…

څوشیبې مې ځان غلی ونیو، زموږلین ډیراوږد و،دواړه څنګ په څنګ سره ودریدو، لومړی مې مننه ترې وکړه اوبیا مې ځان په یوه لنډه کرښه کې ورمعرفي کړ…

دا راته موسکۍ شوه :

ـ کاکا، څه خبره نه ده، تیره میاشت حیدرآباد ته راغلې وې… ستامرکه مې په تلویزیون کې واوریده، زه دې پيژنم … د افغانستان یې …

ما هم په حیرانه اوموسکانه څیره اوشکیدلې ژبه لنډ ګنډ ځواب ورکړ:

– هو، دبلخي مولانا سمینارو…

– مولانا د افغانستان دی ؟

– هو،د افغانستان… دښکلي ګلورین بلخ ځکه خوپه مولانا بلخی او رومی باندې نامتودی…

– کاکا، ایرانیان خو وایي چې ایرانی دی ؟

– نه ایرانی نه دی، که ایرانی وای نوبیا به خامخا په ایراني او شیرازي اونورو نورونومونو باندې نامتو وای نه بلخي…

ـ هو، زما پلارهم تل وایي چې مولانا افغان دی دبلخ دی … دښکلي اوتاریخي بلخ …

 ورته موسکی شوم اوپوښتنه مې ترې وکړه :

– تا خپله دمولانا په اړه څه نه دي لوستي ؟

په نرمه اوخوږه هندي ژبه یې ځواب راکړ:

– ولې نه:

بشنو ازنی چون حکایت مې کندـ ازجدایی ها شکایت می کند….

ـ وا وا ، تردې نو زیات څه …  بښنه غواړم ، ته دحیدرآباد یې ؟

– نه زه دملیح آباد یم ، دلکنهو… په حیدرآباد کې استاده یم … دملیح آباد نوم دې اوریدلې ؟

– نه یوازې چې نوم مې یې اوریدلی بلکې لیدلی مې هم دی، ملیح آباد خو دسرلوړواپریدیوپښتنوسیمه ده … لوی نواب فقیرخان… د جوش د ملیح آبادي ټاټوبی … اود خوږو د شری طلایي امونو….   نوتا په حیدرآباد کې دڅه کول ؟

– هلته مې درس وایه، نیمه کورنۍ مې هلته هم اوسیږي… زه هم دملیح آباد دنوابي کورنۍ لوریم …  نوم مې مهرو دی… نیکه مې دملیح آباد نواب ققیرخان تیرشوی دی…

ـ پوهیږم ، پوهیږم تاسې خوپټانان یئ، ملیح آباد لوی او دروند نوم دی…

– هو، نه یوازې پټانان یوبلکي افریدي نوابان هم یو…

بیامې په ټوکیزه ژبه وپوښتله :

– اوس چې دملیح آباد خواږه امونه مخ په پخیدودي، ته سړې کانادا ته څه کوې ؟

په کړیس کړیس راته په خندا شوه:

ـ د ملیح آباد خواږه امونه دې هم لیدلي ؟

– هو، ولې نه، هغه شنې دنګې ونې اوپه هغوکې ځوړند رسیدلي طلایی طلایي امونه مې هم لیدلي دي اوهم مې په مزومزوخوړلي اوڅکلي دي…

په لین کې ورو ورو د ټکت کتونکو څنګ ته ورنږدې کیدو، دواړه یوې غرفې ته ودریدو، هیله مې ترې وکړه چې دا باید خپل پاسپورت او ټکت ترما مخکې ټاکلي کس ته وروښيي، خو دی بیاهم خپله جمله تکرارکړه:

ـ نه نه انکل پهلې آپ …    ( نه نه کاکا لومړی تاسې)

ما خپل وارتیرکړ، پام مې نه و، ټاکلي سړي رایاده کړه :

ـ دواړه څنګ په څنګ څوکۍ غواړئ ، دانجلۍ د لورده  ؟

ما بې له دې چې دا وپوښتم ځواب ورکړ:

–  هو، ولې نه ، مننه

زما پرځواب باندې دا هم خوشاله شوه، اودواړوپه یوه الوتکه کې دکاناډا پرلورحرکت راوکړ…

یوه میاشت مخکې هغې زما مرکه اوریدلې وه، دهغې په باره کې یې چې څه پوښتنې درلودې هغه مې یوه یوه ور ځواب کړې، خوکومه پوښتنه چې موږپرهغې باندې د شنه آسمان په زړه کې اوږدې خبرې وکړې، دهغې په وړاندې چې  زه د دغه ټول ۱۴ساعته سفرپه ترڅ کې ګونګی وم، همداسې ترپایه ګونګی پاتې شوم … خودملیح آباد ځوانه سرداره آرامه پاتې نه شوه، خپل موبایل یې راویوست اودهغه پرده یوشمیرعکسونه یویوراته کیښودل:

ګندهارۍ مورپه مهابهارت کې (انځور)..

داپيژنې ؟

ما به یوازې ورغبرګه کړله :

ـ هو …

وزیخوا  ( دبودا مرستیاله)

ـ دا پيژنې ؟

– هو…

نازو انا  (دمیرویس مور)

ـ دا پيژنې ؟

– هو…

زرغونه ( دابدالي مور)

ـ دا پيژنې ؟

– هو…

ملاله  (دمیونداتله)

ـ دا پيژنې ؟

– هو…

عایشه دراني

ـ دا پيژنې ؟

– هو…

سوریا (ملکه )

ـ دا پيژنې ؟

– هو…

د سلګونو لوستوافغانو ښځو او نجونې او ښوونځیوعکسونه،

ـ دا پيژنې ؟

– هو…

او په پای کې یې خپل انځور د پردې پرمخ تم کړ :

ما پيژنې ؟

هو، مهرو د ملیح آباد د نومیالي نواب کړوسۍ … استاده او دوکتورا لرونکې…

او نوریی هیڅ هم ونه ویل، موبایل یې بند کړاو خپل پوړنې یې پرمخ راکش کړ…

زه هم غلی شوم …خو سفرلا د تورې شپې په زړه کې روان و، ما هم سترګې پټې کړې، په سوچ کې شوم، اوهمدې یوې پوښتنې مې ترډیروپورې ذهن اوضمیرځمباوو:

دا پیژنې ، دا پیژنې …  دا  دا دا دا  پيژنې ؟ …. 

ساعت د سهار شپږنیمې بجې وې چې دتورنتوپه هوایي ډګرکې کښته شوو، دلته هم پاسپورټونه کتل کیدل، دلته یې بیا خپله جمله تکرارکړه:

ـ انکل پهلې آپ …

همدلته مو خدای پامانی سره کاوه، یوه شیبه سره کیناستو، بیا ملیح آباد ویادشو، زما جمله یې خوښه شوې وه :«  دملیح آباد شنې دنګې ونې او زیړطلایی امونه» … خوزه پوهیدم چې یوه بې ځوابه داغ یې تراوسه هم په زړه اوسترګوباندې توره پرده راخوروله :

عایشه دراني

ـ دا پيژنې ؟

– هو…

ثریا (ملکه )

ـ دا پيژنې ؟

ـ هو….

وخت تنګ و، په تلوتلوکې یې وروستۍ خبره بیا په موسکانه څیره را یاده کړه :

ـ چې کله د ملیح آباد امونو پاخه شول، او د میلو ورځې شوې ضرور به بلنه درکوم … د لیدو په هیله !

پای

خالق رشید

ادمنتون –

د۲۰۲۵ کال اپریل

دیورند او د اغزن تار معامله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.