کله چې د کور څېښتن کرایه لوړه کړه، ومې لیدل چې نور د کرایې د ورکولو له بوجه نه شم وتی، له ناچاریه د یو نوی کور د موندلو په لټه کې شوم. د ښار په زړوو کوڅو او سیمو کې له خپل زاړه بایسکل سره په کرایې کور پسې لالهاند وم، تر هغو پورې چې د یو کور په موندلو بریالی شوم چې میاشتنۍ کرایه یې ۵۰۰ افغانۍ وه. د نوی کور څېښتن ما ته ووېل:
دا کور ډیر نواقص نه لري … لږ نم لري چې د ثور د بارانونو له کبله پېدا شوی دی چې ژر به وچ شي. اوس یې برق نه شته، خو ډیر ژر به یې چاره وکړم او تشناب یې … دلته د کور څېښتن لږ غلی شو او بیا یې زیاته کړه:
خدای دې پخواني کرایه نشین ته انصاف ورکړي چې د بېغورۍ له کبله یې تشناب زیانمن شوی دی، خو تاسو اندېښنه مه کوئ، ډیر ژر به یې چاره وکړم.
کاته مې چې په ۵۰۰ اافغانېو باندې به تر دې بل ښه کور پېدا نه کړم؛ له ناچاریه مې ومنله چې کډه ور بار کړم. په همغه اندازه چې کور کوم صفت نه درلود، په ښي لاس کې مو یو داسې گاونډی درلود چې د هر ډول صفت وړ و؛ له همغو کمیابه او مُعززو گاونډیانو څخه چې د هر چا نه په نصیبـږي.
د کوچ کشۍ په اوله ورځ یې یو غوری پلو راوستاوه او په سبا باندې زموږ نوي (!) کور ته راغلل او د راتگ، مبارکي یې راکړه. ما خیال کاوه چې یواځې به د کورنۍ پلار مینهناک او زود جوشه وي، خو چې پوه شوم؛ صمیمت د دې کورنۍ یو عام خصوصیت و. زما شوخو بچیانو چې د دې خاوند او مېرمنې بې اندازه مینه او صمیمت احساس کړل او ویې لیدل، نو زموږ په گاونډي باندې یې د شفقت کاکا او میرمنې باندې یې د محبت ترورۍ نومونه کېښودل.
شفقت کاکا چې ولیدل موږ برق نه لرو او شپې په تیارو کې تېروو، نو په ټنډه کې یې د خواشینۍ گونځې پېدا شول او ما ته یې ووېل:
زما وروره… ملگریه… عزیزه… نو گاونډېتوب څه به درد خوري؟ ممکن نه دی چې پرېـږدم تاسو هره شپه تیلي څراغ وسوځوې؟ زما له طریقه به د برېښنا مزی ستاسو تر کوره پورې راورسوو؛ په دې توگه به ستاسو د بېبرقي ستونزه حل شي.
په دې سره سلا شو چې د برېښنا نیم لگښت به زه او نیم نور به دی ورکوي.
بله ورځ محبت ترورۍ زما مېرمنې ته ووېل:
خورجانې! ولې دې د لور کمیس په لاس گنډې؟
زما میرمن له شرمه سره واوښته او بیا یې ورو ووېل:
د خیاطۍ ماشین نه لرم…درلود مې، خو لاس مې بند شو خرڅ مې کړ او بل مې وا نهشو خیستی.
محبت ترورۍ په گېلې ووېل:
نو بیا موږ څه به درد خورو؟ مگر موږ ستاسو گاونډیان نه یو.
محبت ترورۍ سمدلاسه خپل د خیاطۍ ماشین زموږ کور ته راوستاوه. مېرمن مې د گاونډۍ له دې ټولې پېرزوینې او مهربانۍ څخه په خپل گلدار کمیس کې نه ځاېده او له ماشین څخه یې گټه واخیسته.
اوه کلنه لور مې چې د پخوانۍ کوڅې په لومړني ښونځي کې شامله کړې وه، نوې ستونزه راولاړه کړه، هغه باید یو کس تر ښونځي پورې رسولې وای چې دا ډیر ستونزمن کار و. دا ستونزه هم زموږ مهربان گاونډي حل کړه. تصادف د محبت ترورۍ مشره لور زموږ د کوڅې په ښونځي کې، ښونکي وه. آه! چې د دې کورنې هر غړی مهربان او مُعزز وو. د محبت ترورۍ لور زما لورکۍ د دې کوڅې ښونځي ته چې زموږ له کور څخه یې له سلو مترو څخه زیات واټن نه درلود، تبدیله کړه او زه یې له پریشانۍ او اندېښنې څخه وژغورلم. کله به چې د شپې لخوا په بستر کې څملاستم، نو ځان سره به مې وېل:
څه مینه ناکه گاونډیان… خدای دې خپلو ټولو بندهگانو ته داسې گاونډیان په نصیب کړي.
بله؛ زما تر ټولو شوخ ځوی نه پوهېـږم چې له کوم ځای څخه لوېدلی و چې خوله او پوزه یې له وینو ډکه وه، خو وړاندې له دې څخه چې زه له ادارې څخه کور ته راشم، زموږ مهربان گاونډي خپل کار کړی و؛ د هغه ټپونه یې په الکولو باندې مینځلې او پلاستر کړي وو، اه مې وویسته او د زړه له تله مې د داسې مُعزز گاونډي د لرلو له کبله، شکر پر ځای کړ.
څو ورځې وروسته، کله چې مازدیگر کور ته راغلم او غوښتل مې چې د ستړیا د له منځه وړلو لپاره یو څو پیالې چای وڅښم، د مُعزز گاونډی ځوی زموږ کور ته راغی او راته یې ووېل:
کاکا جانه! پلار مې وویل چې نن شپه زموږ کور ته راشې.
ځوی جانه! خیریت خو دی…؟
هو خیریت دی، پلار مې تاسو او ترورجانه میلمانه کړي یاست.
هلکی لاړ، مېرمنې ته مې ووېل چې تگ ته تېاره شي؛ ځکه صلاح نه وه چې د داسې مهربان گاونډی بلنه رد کړو.
کله چې د گاونډی کور ته دننه شوو، زموږ له تصور څخه بهر چې گمان مو کاوه یواځې زه او زما مېرمن به یې بللي یو، کاته مې گڼشمېر نور له خپلو مېرمنو او بچیانو سره له موږ څخه وړاندې تشریف راوړی دی. له ستړي مهشي او جوړ پخیرڅخه وروسته زموږ مهربان گاونډي ټول راغلي کسان ما او زما مېرمنې ته راوپېژندل.
دا مې ترورزی شیراغا او هغه یې مېرمن بهیجه جانه… دا د شیراغا اوښی… دا کوکوگل د شیراغا خواښې او هغه نفسگل د پريگل نندرور، هغه قنداغا د گلاغا د تره ځوی، هغه د پلانکي جان لمسی او دا هم د پلاني څه او څه او دا هم… او بلاخره زما او زما د مېرمنې د پېژندلو وار راورسېد. گاونډی یعنې شفقت کاکا د ښي لاس په گوته باندې زه نورو ته وروښودم او ویې وېل:
دا همغه خوارکی دی!
په حیرانتیا مې خپلې مېرمنې ته وکتل، هغه هم له دې خبرو څخه په څه باندې نه وه پوه شوې. خو زموږ مهربان گاونډي خپلې خبرې وغځولې او ویې وېل:
صاحبه! څو ورځې کېـږي چې دوی زموږ گاونډیان شوي دي؛ ډیر ښه خلک دي. بېچاره گان چې په اوله ورځ راغلل کور یې برق نه درلود، خو موږ برق ورکړ. کنه تر نن پورې به یې په تیاره کې شپې سبا کولې. مېرمن مې سره اوښتې وه او په حیرانتیا یې ما ته کتل. ما د مېلمنو خوا ته په خندا ور وکتل او د شفقت کاکا خبرې مې تائید کړې او هغه هم خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
صاحبه!… دې بېچاره گانو څه ستونزې نه درلودې… همدا څو ورځې وړاندې یې ځوی لوېدلی و… له خولې او سپـږمو څخه یې وینې بهېدې… له بېچاره گانو څخه لار ورکه وه… خو دغې مسلمانې یې (محبت ترور ته اشاره کوي) ټپونه پانسمان کړل. د محبت ترور نور طاقت نه کېده؛ د خبرو لړۍ یې خپل گورت کې واخیسته او ویې وېل:
په خدای چې… دا بېچاره گان څومره ښه خلک دي. څومره نېک گاونډیان دي، د سړي زړه غواړي چې تل ورسره مرسته وکړي، همدې بېچاره (زما مېرمن یې په نښه کړه) د خیاطۍ ماشین نه درلود، غوښتل یې چې په لاس خپلې لور ته کمیس وگنډي، ما خپل د خیاطۍ ماشین ورولېـږه، بېچاره ډیره په ستونزه کې وه.
کاته مې د محبت ترور لور، چې زموږ د کوڅې د لومړني ښونځي ښونکې وه،عجیبه بېتابي لري، زما گمان سم و، ځکه ډیر ژر یې د مور له خولې خبره واخیسته ویې وېل:
دا ریښتیا دی چې وايي: ښه گاونډیان ښه وي… زما زړه غوښتل دې بېچاره گانو سره مرسته وکړم، لور یې په ډیر لرې ښونځي کې درس وایه… په یو ورځ کې مې د دې کوڅې ښونځي ته تبدیله کړه، اوس بېچاره گان بېغمه شول.
دستمال مې له جېپ څخه راووېست او خولې مې پرې وچې کړې. کاته مې نور مېلمانه موږ ته، د زړهسوي په سترگه راگوري، په هر حال ما او زما مېرمنې غږ و نه ویسته. یواځې په خندا، خندا او د سرونو په ښورولو مو د هغوی خبرې تائیدولې. مېرمن ته مې له ځان څخه زیات زړه سوځېده، که همغه شیبه مې پرې د لاس رگونه پرې کړي وای، یوه څاڅکه وینه به نه ترې نه وه توې شوې.
هغه شپه تېره شوه او زموږ ارام ژوند دوام درلود. یو ورځ مې د سینما شوق په زړه راوگرځېد، د سینما په دهلیز کې مې ناڅاپه سترگې په خپل مهربان گاونډي، شفقت کاکا باندې ولگېدې، همدا چې زه یې ولېدم یو بل کس سره چې بیا وروسته پوه شوم د هغه له اداري همکارانو څخه دی زما خوا ته راغی، روغبـړ مو وکړ، هغه یې ما ته او زه یې هغه ته معرفي کړم:
دا همغه خوارکی دی چې په دفتر کې مې د هغه کیسه تاسو ته کړې ده….
کله مې چې د هغه همکار ته وکتل چې د زړه هسوي په سترگه راگوري، پوه شوه شوم چې په رېښتیا یې زما کیسه، ټولو ته کړې ده. غوښتل مې چې په یوه پلمه له هغو څخه لرې شم، خو پاتې جوړ پخیر تازه پېل شول:
له کاروبار سره څنگه یې… خورکۍ خو به انشاءالله په پخلي او خیاطي کې ستونزه نه لري، د هلکي ټپونه ښه شوي دي…؟ برق خو به مو ضعیف نه وي، لورکۍ دې څنگه ده… ښونځي ته ځي؟
ومې وېل: مننه، هېڅ کومه ستونزه نه لرو، ستاسو د سر له خېراته زموږ ټولې ستونزې حل شوي دي. شفقت کاکا په لا ډېرې مهربانۍ زیاته کړه:
اوو، هیله کوم… مه یې یادوئ… مه یې یادوئ، اخر دا خو زما دنده وه چې له تاسو سره مرسته وکړم… تاسو پر ما باندې د گاونډیتوب حق لرې، بیا یې خپل همکار ته مخ واړوه ویې وېل:
ډیر شریف او ښه سړی دی، بېچاره گان له یو عالم ستونزو سره مخ ول.
نور مې نه شو کولی چې په هغه کور او کوڅې کې ژوند وکړم، ډیر ژر مې له هغه ځای څخه یوې لرې سیمې ته کوچکشي وکړه.
خو له بده مرغه شفقت کاکا ما ته په یو مصیبت اوښتی و. په ښاري سرویس کې، په عمومي حمام کې، په لارو او کوڅو کې، په سینما یا رستورانت کې؛ لنډه دا چې په هر ځای کې له هغه سره مخ کېدم، تل به څو کسه ورسره وو، لومړی به یې نور ما ته او بیا به یې زه هغوي ته ورپېژندلم:
دا همغه خوارکی دی… همغه چې ما یې تاسو ته کیسه کړې ده. نور چاړه هډوکي ته رسېدلې وه. بلاخره یو ورځ چې څو تنه ملگري راسره وو، له شفقت کاکا سره مخ شوو، له هغه سره هم څو تنه وو، دا ځل روغبـړ ما پېل کړ، لومړی مې خپل ملگري وروپېژندل. پلانکی جان د اوراقو له شعبې څخه، او دا هم پلانکی جان د تحریراتو له شعبې څخه او بیا مې خپلو ملگرو ته ووېل:
دا ښاغلی مو و نه پېژانده…؟ ای بابا، دا خو همغه خوارکی دی!
د شفقت کاکا سترگې له ډیرې حیرانۍ څخه گردې شوې. غوښتل یې چې څه ووايي خو وخت مې ور نکړ او ومې وېل:
خدای شاهد دی چې دې خوارکي زموږ په حق کې دومره لورېنه کړې چې زر ځله هم ترې مننه وکړم، دېَن یې نه شي ادا کېدای. موږ برق نه درلود… دې خوارکي موږ ته د خپل کور له طریقه برق راکړ… که دا خوارکی نه وای، موږ به څه کړي وو… اخ چې څه ووایم، د دې خوارکي مېرمن به خپل د خیاطۍ ماشین کله، کله زما مېرمنې ته ورکاوه. بېچاره گان شریف خلک دي.
د دې خوارکي لور هم زموږ له کورنۍ سره مرسته کړې ده.
لاس مې ور وړاندې کړ، په غومبوري مې وسکونډه او ومې وېل:
دا خوارکی عجب قندول سړی دی، دا خوارکی ډیر مهربان دی.
له هغې ورځې څخه وروسته چې هر وخت شفقت کاکا ما وینې، خپله لاره چپوي او داسې ښيي چې اصلاً ما نه پېژني.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.