تاشلق دغه ګلا نومیږی چه متن سره جوخت یې زړه راښکونکی انځور ګورۍ. د میدان وردګ نرخ ولسوالۍ عمرخیلو د مشهورو خانانو په ځانګړی ډول شیرګل خان، د واکمنۍ دوران سره تړاو ورکول کیږی اما د ودانۍ ثابت تاریخ یې نه ده جوت وروستی خاوند یې حاجی صاحب هاشم خان، نومیده په اتیایمه لسیزه په کلا د روسانو د یرغل په مهال دفاع کې شهید شو. روح یې ښاد. که څه هم ملکیت یې اوس کورنۍ اولادونو پورې اړه لری خو تر شهادت وروسته یې کله هم ورثې دارام شپې کلا کې تیرۍ نکړې داسې چه کورنیو جنګو کې د تنظیمی قوماندانانو مرکز، وروسته زیاته موده اربکیانو دطالبانو په وړاندې قرازګاه کړې وه چه وسپنیز دیوالونه یې د راکټونو اورته سپر کړی وو خو تر ټولوسخت او وروستی ګزار کې یې دوه برجونه ۷ کاله مخکې د ط البانو په لاس په بوشکیی بمونو ویجاړ شوه.
د تاریخ په اوږدو کې دنورو نړیوالو یرغلګرو سترګې هم دغې کلا اخیستی دی د بیلګې په توګه انګریز ښکیلاک همدغه کلا دنظامی چوڼۍ په بڼه کاروله چه تراوسه لا ځینې خلک سیمه کې دچوڼۍ ( بالاحصار) نوم هم ورته اخلی. کله چه برطانیه په افغانستان حمله کړې وه انګریزانو د سیمې په کچه دوسلو زیرمتون په بڼه کاروله چه د آسونو زینونه او نور جنګی وسایل همدلته زیرمه، توزیع او ساتل کیدل. د تاشلق یا تاشلغ، کلا په پاخه انداز د یوې ډبرینې تپې په سر اباده ده چه سخت کمر، (یاګړنګ)دۍ پخڅې یې محکمې دی ډبرینې ځمکې ته په کتو یې ښایی خاوره له بل ځایه راوړل شوې ده خو جالبه داده چه د حاجی هاشم زامنو منجمله قدرت الله خان، چه اوس بهر کې میشت دۍ د کلا منځ کې یوه کوهی وموند چه په ډبرینه سخت تیږه کې یې ژور کیندل شوی وموند تر شل متره ژوره یې اوبه ورکولې خو تر د ژور لاړو نه ځکه د ګازو خطره یې حس کړی شوه.
خو پوښتنه داده چه پخوانیو زمانوکې چه د کیندنې هیڅ عصری وسایل نه وو څنګه داکوهی کیدلی دۍ؟ د کوهی د موندلو لومړیو کې به چه چاه دغه څاه ولیده دا باور کیده چه داښایی پخوا زمانه کې په تلسم یا دیوانو په ځواک کیندل شوی وی.
والله عالم! ځکه سختې ډبرۍ ته په کتو له عصری ماشینیو وسایلو سیوا د انسان تر وسه اوچته ده د تاشلغ کلا جادوګرې ښکلا ته په کتو داسې ښکاری چه یواځې انسانی خصلت یې د ولکې حرص نلری، بلکې ناڅرګند مخلوق هم تلوسه ورسره لری داسې چه دسیمې دخلکو په وینا برجونو کې یې څوځله حیرانونکی غږونه یا عجیببې څهرې لیدل شوی دی ځکه خو سیالانیو ته یې په نږدېکت یو عجب وهم زړه ته لوږیږی ویلی شم، چه هیچا به هم دغه کلا کې یواځې شپه نوی تیره کړې حتی اصلی استوګنو یې له کمیکینې شخصاً ماته مشرانو کلا کې دجنیاتو دشتون مستندې قیصې کړی دی چه له دغه منځه دخانمۍ، نومې شیشکې د ظهور نقل باندې اکثریت نرخی میندې و پلرونه لاهم خپل ماشونان په نقلونو بوخت ساتی په هرصورت تاشلغ کلا چه برجونه د وخت تاړاک ړنګ ګړی دی په خپل ډول کې لاهم دیوه غنی سرشاره تمدن څرګند نقل او عظیم ولس تمثیل کوی لا هم په ړنګه تنه په ټول غرور دنرخ زړه کې د سیمې په کچه اسمان څکې غرور جوتوی. چه په یاده سیمه یو لوی باعظمته شاهانه ژوند شوی دۍ دیادولو وړ ده چه تاشلق کلا د د الغتا نومی لرغونې ښار غونډۍ ته مخامخ نږدې ودانه ده الغتا، د دوهمې میلادی پیړۍ یو له لرغونو تمدنونو څخه پیژندل شوې یونسکو کې ثبت دۍ. خو دالا نده جوته چه تاشلق، څه مناسبت الغتا سره لری کنه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 Account for international payments: NO15 0530 2294 668 Vipps: #557320
Comments are closed.