د ناوې په ملا د ډوډۍ تړلو دود

فاطمه ملکزۍ

123

“د ناوې په ملا د ډوډۍ تړلو” دود داسې یو دود دی چې پکې یوه یا دوه ډوډۍ، چې عموماً تازه، ګرمه او خوږه وي، د پاک ټوکر (دستمال) یا شال په وسیله ناوې ته پر ملا تړي. دا عمل اکثر وخت د ناوې پلار، ورور، مور، خواښې، یا یوه تجربه‌لرونکې ښځینه تر سره کوي، او د دعاوو، ښه ژوند او د ارمانونو د پوره کېدو دعاوې ورته کوي.
د ډوډۍ تړل یو سمبولیک عمل دی، چې په کې ډوډۍ د روزۍ، برکت، عفت، زغم، حوصلې او د کورنۍ د ښه نظم استازیتوب کوي. دا دود ښيي چې ناوې اوس د یوې نوې کورنۍ غړې ده او باید د خپل میړه او د هغه د کورنۍ لپاره د ژوند اساسي اړتیاوې ،لکه ډوډۍ پخول، خدمت، مهرباني، او مسؤلیت ، په مینه، وفادارۍ او صداقت سره ترسره کړي.
دا دود اکثره د واده په شپه، چې ناوې د خسر کور ته بیایي، ترسره کېږي.
ډوډۍ د ژوند اساسي اړتیا ده، او د دې تړل د دې مانا لري چې ناوې به د خپل نوي کور لپاره هڅه کوي، زحمت به باسي، او د ژوند د کاروان ملګرې به وي.
ملا د انسان د وجود د ستون په څېر ګڼل کېږي. ډوډۍ پر ملا تړل ښيي چې ناوې د ژوند د سختیو پر وړاندې زغملو ته چمتو ده.
دا یو افغاني دود دی، چې د نسلونو په اوږدو کې له یوه نسل نه بل ته لېږدول شوی. دا دود زموږ د عنعنوي هویت یوه مهمه برخه ده.
دا دود مشخصاً د دین برخه نه ده، خو د دعاوو، خیر غوښتنې، او برکت په غوښتلو سره د دیني ارزښتونو سره تړاو لري.
که څه هم دا دود د مینې، دعا، او مسؤلیتونو د سمبول په توګه یادېږي، خو د وخت په تېرېدو سره د دغه دود ځینې منفي اړخونه هم راڅرګند شوي، چې باید ورته د نیوکې، پوښتنې او ارزونې په سترګه وکتل شي. راځئ چې د دې دود پر هغو اړخونو تمرکز وکړو، چې ممکنه ده د ښځو پر ذهني او ټولنیز حالت ناوړه اغېز ولري.
په دې دود کې ناوې ته ډوډۍ پر ملا تړل کېږي، چې دا د دې څرګندونه کوي چې
ته اوس باید ډوډۍ پخه کړې، خدمت وکړې، او د کور مسؤلیت پر غاړه واخلي.
په داسې حال کې چې ناوې نوی ژوند پیلوي، باید له مینې، درناوي، او ازادۍ سره مخ شي، خو دا دود په ابتدايي شېبو کې ناوې ته د “سختو مسؤلیتونو او توقعاتو” یو ډول ناعادلانه خبرداری ورکوي.
دا دود یوازې د ناوې لپاره ترسره کېږي، خو ولې د زوم لپاره نه؟
ولې د زوم په ملا ډوډۍ نه تړي او ورته نه وايي:
ته هم د ګډ ژوند مسؤول یې، ته هم باید زحمت وباسې، ته هم باید خپله ونډه واخلې؟
دا توپیر ښيي چې زموږ کلتور تر ډېره ښځه مسؤوله ګڼي او نارینه له ډېرو مسؤولیتونو معاف کوي. دا دود د جنسیتي تبعیض یوه تمثیلي بېلګه ده، چې ښځه تر ټولنیزو فشارونو لاندې راولي.
داسې دودونه باید په نوې معنا سره تعریف شي، یا داسې اصلاح شي چې د ښځې استعدادونه محدود نه کړي.
د دودونو درناوی ښه کار دی، خو دا دودونه باید د انساني حقونو، ښځو د ازادۍ، او برابرو مسؤلیتونو پر اساس اصلاح شي.
موږ باید خلک وپوهوو چې ښځه یوازې پخلی نه کوي، بلکې د ټولنې نیمایي ځواک ده. د دودونو له لارې که دا پیغام ورکړل شي، نو دا دودونه به یو نوی رنګ واخلي. که نه، باید یا اصلاح شي، یا پرې له نوې لارې سوچ وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.