ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا-(۱۹مه برخه)

محمد داؤد مومند

131

د پوهاند صاحب داکټر حفیظ الله جبارخیل د علمی لیکنی تداوم:

هغه مهال چی محمد ګل مومند په سمنګانو کی میښت و، د سمنګانو پر سړک، بیګاری (پرته له اجرته) کار شروع شوی و.

محمد ګل مومند هم د یوه عادی خرکار په څیر، یو خر مخکښی کړی و او بیلچه یی پر اوږو وه، د سرک د جوړولو دپاره یی شګی او تیږی راټولولی، دا خبرکوم چا، د سمنګانو والی ته رسولی و، د سمنګانو والی په عجله راغی او محمد ګل بابا ته یی وویل:« د خدای لپاره داڅه کوی؟

وزیر بابا والی ته وویل:«که دا کار ثوابی وی، خو زه ترټولونه، ثواب ته ضرورت لرم، او که بیګاری او جبری وی، نو بیګارکی باید توپیر او تبعیض نه وی، مشراو کشر باید یو شان کار وکړی.»

آیا د افغانستان په تاریخ کی تاسی دوهم شخصیت میندلای شی، چی د وزیرمحمد ګل مومند په څیر، د یوه عادی خرکار په توګه، د سړک جوړولو په بیګار کی سهم ونیسی؟

معنوی لویی او مشرتوب، همدی ته وایی، چی په تاریخ کی نظیر نلری.

د ۱۹۵۵ کال لویه جرګه کی کوم شخص، ملی شخصیت غلام محمد فرهاد ته وویل چی ځان د لویی جرګی نیابت ته کاندید کړی، غلام محمد خان فرهاد ورته په ځواب کی وویل: چیری چی لوی محمد ګل خان مومند وی بل چاته حاجت نشته، محمد ګل خان مومند زموږ د ټولو ستر مشر دی.

یو مهال د دولت د وزارت یو تحویلدار، د محمد ګل بابا حضور ته څه پیسی کښیښودی، وزیر بابا وپوښتل دا پیسی د څه دپاره دی؟

تحویلدار وویل: صاحب! دا ستاسی د دولت د وزارت یو کلن معاش دی.

وزیر محمد ګل خان وویل چی ما خو د دولت وزارت اصلا منلی نه و، د بلی خوا زه یوه ورځ هم د وزارت په چوکۍ نه یم ناست، نو څنګه کیدای شی چی زه ددی معاش مستحق وګرځم؟

پیسی بیرته یوسه او د دولت خزانی ته یی تحویل کړه.

د وزیر بابا د خولی روایت دی: چی زه جنرال وم او د غازی امان الله خان پاچاهی وه، سهار می نظامی کالی واغوستل او د کار په لوری روانیدلم، چی له باندی کوڅی څخه می واوریدل «او افغان خرآدم شو»

ما ور خلاص کړ او هغه سړی ته می وویل:« کاکا! یک افغان خر دیګر هم اینجاست»، هغه نفر چی زه په جنرالی کالیو کی ولیدم، ویویل: نخیر، شما نور چشم و بادار ما استید، ما ورته وویل: نه داسی نه کیږی، که هغه خر دی، زه هم خر یم، موږ بیل نه یو.

بیا می د ځان سره وویل: دا خیرن پښتون، دا پمن پښتون، دا زما پښتون ورور دی، زه ګنهکار یم، چی خپل پښتون ته می خدمت ندی کړی، ده ته می څه ندی زده کړی، دا بی تعلمیه او بیسواده پاتی دی، نو د ځان سره می هوډ وکړ، چی زه به ددی قوم په سرلوړۍ او پیاوړتوب په لاره کی  خدمت کوم، د ټولو مخالفتونو با وجود هر څه چی می وس کی و، هغه می وکړل.

څه مهال چی وزیر بابا په قطغن کی د تنظیمیه رئیس و، کوم پښتون د یوی ازبکی نجلۍ ناموس ته په سپکه سترګه لیدلی و، وزیر بابا د هغه زنا کار پشتون د خصی توب امر صادر کړی و، چی به حقیقت کی اسلامی عمری یعنی د فاروق اعظم د عدالت تطبیق و، چی دداسی عدالت مثال په وطن کی، د بل چا د خوا نه، لیدل کیږی.

یو مهال د کونړ لوی ولسوال، د خپل کوچنی زوی سره د وزیر بابا ملاقات ته راغلی و، د ملاقات په جریان کی د ولسوال زوی ته د قضای حاجت اړه پیدا شوه، لوی ولسوال خپل عسکرته امر وکړ چی ماشوم تشناب ته بوځی، څه وخت چی ماشوم او عسکر بیرته ستانه شول، نو وزیر بابا لوی ولسوال ته وویل چی ماشومان په وړکتوب کی د مور لخوا سمبال کیږی، چی مور نه وی نو بیا دا د پلار وظیفه ده چی د خپل ماشوم پالنه وکړی.

دا چی تاسی داسی وظیفه او دنده په عسکر باندی عملی کوۍ، دا د عسکریت سپکاوی او د عسکری شهامت سره منافات لری، چی باید بده او ناوړه استفاده ورځنی ونشی.

متأسفانه په هیواد کی دا معمول و چی د صاحب منصب د نفر خدمت په نامه، د عسکری تقدس سپکاوی کیده.

پرهغه مهال چی مومند بابا د مشرقی رئیس تنظمیه و، یو شخص دده د ملاقات دپاره راغلی دی، بابا برحسب معمول دده نه د هغه د قومیت او مشغلی په ارتباط پوښتنه وکړه، هغه شخص په جواب کی وویل چی زه  شینواری یم اوملا یم.

مومند بابا ورته ویلی دی چی ما په شینوارو کی ملا نه و، لیدلی، هغه ملا چی خورا جسور او حاضر جواب سړی و، ویلی و چی ما هم په کوچانو کی وزیرنه و لیدلی، مومند بابا دده په جسارت ډیر خندیدلی و، او پنځه سوه افغانۍ انعام یی ورکړی وه.

دا روایت د بابا په بزرګوارۍ او لویتوب دلالت کوی چی د انانیت او عصبی کیدو په عوض خوشحاله شوی او ملا ته یی انعام ورکړی دی.

ددی دروند ملی شخصیت، پاملرنی او کړنی د هیواد په اداری چاروکی د څیړلو وړ دی. بابا په اداری چاروکی، د پوهی، پاملرنی او پخی تجربی خاوند و. ښه او غوره به دا وی چی له یوی خوا ځوان نسل د وزیر بابا د اداری تجاربو، تخصص او پاملرنی پرکړنو پوه شی چی دا به د تجربی او درس حیثیت هم ولری، کوم چی نن دا دی بیا، ورته کلکه اړتیا لیدل کیږی.

موږ دلته صرف ۱۹۲۹ م کاله وروسته د اداری اصلاحاتو، د نفوسو د ځای پرځای کولو، د اقتصادی رغونی او د مناسبی اداری جوړلو په برخه کی، چی څه یی کړی، لنډه کتنه کوو.

د ۱۹۲۹ م کال په نیمایی کی چی بچه سقو، ماتی وخوړه او غازی نادر خان کابل ونیو، په دغه وخت کی د کابل ښار دومره وران او ویجاړ شوی و ، چی یو دفتر هم روغ نه و پاتی، سپه سالار نادرخان د مجبوریت له مخی د خپل یو دوست په کور کی اوسیده، تر څو چی ارګ ترمیم او جوړ شو. نو په اداری اصلاحاتو کار پیل شو، دری ګونی قوی بیلی شوی، وزارتونه جوړشول او هغو ته، تشکیلات منظور شول.

دغه اداری تشکیلاتی چارو تر۱۹۳۲ م پوری دوه نیم کاله وخت ونیو، د تجارت وزارت کی ښه کار وشو، د کرنی ریاست هم فعالیت کاوه، نائب الحکومګیو، اعلی حکومتونو، حکمرانی، حاکمۍ او علاقه داری په رغولو کار وشو او مناسب اداری ویش رامینځته شو. د کابل ښار، بیرته د ښار بڼه ونیوله، ارګ هم ترمیم شو، چی دا ټول کارونه د غازی نادر خان دپاره ستر بریالیتوب و. ددی بریالیتوب راز په دی کی و چی د سردار هاشم خان، صدراعظم په کابینه کی، محمد ګل مومند د کورنیو چارو وزیر اوعبدالرحمن لودین یی د حکومت غړی و.

محمد ګل مومند دی ته متوجه و، چی باید اداره جوړه شی، نادرخان او هاشم خان د محمد ګل مومند، وړاندیزونه ومنل او د هغی په تعمیل کی دده سره مرسته وکړه، د سقاوی ګډودۍ نه وروسته دا لمړی ګام و، چی باید اخستل شوی وای، ځکه په اداره کی د ملک ویش، خاص اهمیت درلود چی د کورنیو چارو وزیر ټول هغه اداری واحدونه، دولتی مؤسساتی مقامونه، د اداری دستګاه فعالیت، چی د حکومت د لوړو ارګانونو د مشرۍ لاندی یی عمومی چاری تر سره کولی، اصلاحاتو لاندی راوستی.

تر محمد ګل مومند دمخه اداری تشکیلاتو، اداری مناسبو تقسیماتو او اداری حقوقو ته په هیواد کی لازمه پاملرنه نه وه شوی، حتی لوی احمد شاه بابا کله چی د معاصر افغانستان د بنسټ ډبره کیخودله، خو اداری او ملکی ویش یی په لازم ډول اصلاح نشو کړای، ځکه چی دده دوره د لښکرو ویشنی او فتوحاتو دوره وه، او زیاد تره دوره یی د سیاسی او فرهنګی پولو پر ټینګولو تیره شوه، دغه لوی واکمن په خپله لویه امپراطورۍ کی، صرف ۸ ولایتونه او ۱۵ اعلی حکومتونه تشکیل کړل، لکه د مشرقی، کابل، هرات، مزارشریف، خراسان، بدخشان، بنجاب او کشمیر ولایتونه، چی په دغه ویش کی لازم تناسب موجود نه و، سره لدی چی احمد شاه بابا، دغه تشکیل په خپل تدبیر اداره کولو، خو وروسته له احمد شاه بابا، بل چا دا کار ونکړایی شو.

همدا رنګه احمد شاه بابا په رسمی چارو کی فارسی او حتی اردو رواج کړه، چی شاید دلیل یی دا وګڼل شی چی تر ده مخکی د نادر افشار او قزلباشانو د اداری شتون له کبله او په کی د پنجابیانو له امله، ده ته د دغو ژبو اړتیا پیښه کړی وی، خو همدغو دوه لاملونو له یوی خوا یوه نا مناسبه اداره او له بلی خوا د ملی ژبی پښتو دولتی کیدنی اړتیا دده د اولادی له خوا د تیمور شاه په راتګ سره بیخی له نظره ولویدل شوه.

د شاه زمان له ړندولو وروسته، د عبدالرحمن خان تر وخته پوری د هیواد اداری نظام ډیرشړیدلی بڼه درلوده، که څه هم چی امیرعبدالرحمن خان د انګریزانو سره د پښتنو پر ویشنی ډیر زیات اداری مرکزیت پیاوړی کړ، خو د مرکز دغه پیاوړی کیدل د عامه حقوقو او علمی اداری پر بنسټ پوره او برابر ونه ختل، امیر حبیب الله خان سر بیره پردی چی اداری ته یی لازمه پاملرنه ونکړه، د خپل پلار د مرکزیت او انظباط، اصل هم ورنه وران شو.

امان الله خان د نورو ټولو اصلاحاتو تر څنګ اداری اصلاحاتو ته پاملرنه وکړه، خو کوم اصلاحات چی ده راوستل، د بچه سقو د اغتشاش په نتیجه کی په صفر برابر شول، نو ځکه وزیر محمد ګل مومند د سقاوی دوری تر پر ځیدنی او ختمیدو وروسته، اداری اصلاحاتو ته کلکه ملا وتړله او د یوی ښی او عملی اداری د رامینځته کیدلو له کبله یی د افغانستان ملی وحدت او امنیت هم ټینګ کړ، همدی وخت کی اداری تشکیلات د افغانستان د اساسیه تشکیلاتو په نوم ونمول شول.

مومند بابا ټول هیواد په ۲۱۶ اداری واحدونوویښلی و، دغو اداری واحدونو کی ولایات، اعلی حکومتونه، حکمرانۍ یا لوی حکومتونه، لمړۍ درجه حکومتونه، دویمه درجه حکومتونه، اوله درجه علاقه دارۍ او دوهمه درجه علاقه دارۍ شاملی وی، ډیر کوچنی اداری واحد کلی و، چی د ۲۵ تنو نه نیولی تر ۲۰۰۰ تنو پوری نفوس یی درلود.

د کلیو په سر کی به ملک، د علاقه داریو په سر کی به علاقه دار، د حکمرانیو په سر کی به حکمران یا لوی حاکم، د اعلی حکومتونو په سر کی به اعلی حاکم او د ولایتونو په سرکی به نائب الحکومه کار کاوه.

په ۱۳۰۹ل کال کی د دویم اساسی قانون له مخی (لمړی اساسی قانون په ۱۳۰۲ کی نافذ شوی و) اداری تشکیلاتو کی ډیر لږ بدلون راغی چی اصلاحی بڼه یی درلوده. کله چی وزیر بابا د کورنیو چارو وزیر و، د افغانستان اداری تشکیل لاندی بڼه درلوده:

د کابل ولایت، د کندهار ولایت، د قطغن ولایت، د مشرقی ولایت، د جنوبی ولایت، د غزنی اعلی حکومت، د پروان اعلی حکومت، د فراه اعلی حکومت، د بدخشان اعلی حکومت، د شبرغان اعلی حکومت، د ګرشک اعلی حکومت، د تالقان، غوراتو، ارزګان او بامیانو اداری مرکزونه د راتلونکیو اداری تشکیلاتو بنسټونه وګڼل شول، چی د ۱۳۴۳ ل کال تر اساسی قانون پوری یی اعتبار درلود.

محمد ګل مومند پوهیده چی د ملی اهدافو د تر سره کولو دپاره میخانیکی عامل هغه ځواکمن اغیز دی چی له پاسه عملی کیږی، نو ځکه د کورنیو چارو وزارت، صلاحیت، کړنی او اورګانیکی عواملو د وګړو ګډ برخلیک ته د ناوړه شرایطو په راتګ، ساتندوی ځواکونه په نظر کی نه نه و نیول شوی، ګډی ملی ګټی، معنوی عوامل، ګډ کلتور، اقتصادی پیاوړتیا، د طبیعی منابعو او فرهنګی، تاریخی آثارو د کار لاندی راوستل یو ملی ضرورت و، د کورنیو چارو وزیر محمد ګل مومند، ټول هغه اداری واحدات، دولتی مؤسساتی مقامات، د اداری دستګاه فعالیت، چی د حکومت د لوړو ارګانونو، تر مشرۍ لاندی یی عمومی چاری تر سره کولی، د اصلاحاتو لاندی راوستی، تر محمد ګل بابا پخوا، اداری تشکیلاتو، اداری مناسبو تقسیماتو او اداری حقوقو ته په افغانستان کی لازمه پاملرنه، نه وه شوی.

د پوهاند داکټر صاحب حفیظ الله جبار خیل، د علمی مقالی تداوم، په شلمه برخه کی.

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا- (۱۸مه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.