چې څه کری، هغه به ریبې -(دریمه برخه)

شاه ولي آرین

228

په تېر ه برخه کې څرګنده شوه چې د افغان تنظېمي مشران د مرحوم دادو خان د جمهوریت پر ضد وسله راپورته کړه، چې هغه وخت، جهاد هیڅ مفهوم نه درلود. په ډېره کمه موده کې د (سې ای ای) د بې سارو مرستو او امکاناتو د لاسته راوړلو له امله هم پاکستان ډېر مالي امکانات تر لاسه کړل او هم د تنظېمي مشرانو خریطې له ډالرو ډکې شوي او هم د راز- راز ورانکونو وسلو او مهماتو پرې باران و اورید. په کمه موده کې دغه لاندې اووه تنظیمونه جوړ او د خپل هېواد د ورانولو، سوزولو او د خپلو هېوادوالو د وژلو روزنه او تمرینونه یې پرې پیل کړل.

-اسلامي حزب د ګلب الدین حکمتیار په مشرۍ.

-اسلامي جمعیت تنظیم د رباني په مشرۍ.

-اسلامی بل تنظیم د مولوی خالص په مشرۍ.

-اتحاد اسلامي د رسول سیف په مشرۍ.

-مهاذ ملی د بېر ګیلاني په مشرۍ.

-د ملی نجات جبهه د صبغت الله مجددی په مشرۍ.

-حرکت انقلاب اسلامي د مولوی محمد نبی محمدي په مشرۍ.

دغه پورتنې ۷ تنظیمونه چې هر یو یې د اسلام او جهاد چیغې وهلي، له همغه پیل نه د قومي، ګروپي او سلیقوي تمایلاتو او اغیزو له امله سره اختلافات درلودل.

ای اس ای د امریکا د فشار له امله چې غوښتل یې دغه ګروپونه تر یوه واحد چتر لاندې سره متحد او یوه خوله کړي، خورا هلې ځلې  وکړي، مګر نتیجه یې ورنه کړه.

دا بل مسلمان ګاونډي مو ایران هم لطف وکړ او د خپل ګاونډي مسلمان هېواد د ورانولو په خاطر یې د هزاره ملیت اته شیعه تنظیمونه جوړ او د هر ډول مادي او معنوي مرستو ټټر یې ورته وواهه. چې دغه تنئیمونه عبارت وو:

-حزب الله افغان د سید حسین حسیني و عبد العلي مزاري په مشرۍ.

-د نصر سازمان د محمد اکبري په مشرۍ.

-د جهاد اسلامی پاسداران د سیدعلی بهشتي په مشرۍ.

-د اتفاق اسلامي انقلابي شورا د نصرالله منصور په مشرۍ.

-اسلامی انقلابی جنبش د شیخ صادق په مشرۍ.

-حرکت اسلامی افغانستان د شیخ اصف محسنی په مشرۍ.

-اتحاد مبارزان اسلامي د مصباح ساده په مشرۍ.

-حزب رعد افغانستان د عبدالجعفرنادری او اسماعیل بلخی په مشرۍ.

ایران چې زموږ د ګران هېواد سره د تاریخ په اوږدو کې نا سم او د عدم ښه ګاونډیتوب سیاست پر مخ بیایې، د جهاد په نوم یې زموږ ګران هېواد ته د نفاق، ورو وژنې مذهبي تعصباتو او د کلتوری یرغل               اور ته پکي وهلی او د خپلو شومو موخو د لاسته راوړلو له پاره یې په خاص ډول د هامون هلمند د اوبو په خاطر هیڅکله نه غواړي چې په زمووږ په ګران هېواد کې  یو زواکمن مستقل او په خپلو پښو ولاړ حاکمیت وجود ولري.

پورتنیو دواړو کتګوریو یادو تنظیمونو، د امریکا، غربیانو، ځینو عربي هېوادو او ګاونډیو پاکستان او ایران په مرستو د ګران هېواد د قهرمان ولس له ملي او هېوادني احساساتو نه پوره ګټه پورته کړه، چې ددغو هېوادوالو د مقاومت په نتیجه کې شوروي استعمار سور لښکر له ټولو امکاناتو او عصري تجهیزاتو سره مات، ړنګ او په بې شرمانه توګه ټیټ سرونه خپل هېواد ته وګرزیدل.

تېرې پنځوس کلنې نیابتي جګړې زموږ هېواد  وران ویجاړ کړ، مګر پاکستان یې د یو څه وخت له پاره اباد کړ. ډېرو سیاست پوهانو، حتی یو شمېر پاکستاني سیاستوالو تل د پاکستان په تېرو او روانو سیاستونو نیوکې کړي او وړاند وینه یې کوله او کوي یې چې هغه اور چې پاکستان بل کړي یوه ورځ به راشي چې خپله په کې وسوزې، دا دی اوس یې وخت رانږدې شوي دی.

پاکستاني سیاستوالو، نظامي جنرالانو، ای اس ای د بنګلدیش د ولس د هغه وخت له قیام نه درس وانه خیست، د پښتنو، بلوڅو او سیندیانو سره د کلونو دغه نا انډوله چلند به یو ځل بیا د پنجاب ظالم نظام دړې وړې کوي او دوي به خپله ازادي او حقه حقوق تر لاسه کوي.

 د بنګلدېش د خپلواکۍ جګړه یا د بنګلدېش د ژغورنې جګړه هغه انقلاب او وسله واله جګړه وه، چې د بنګلدېش د ملتپال او خودارادیت د خوځښت له راولاړېدو سره د پاکستان په غرب کې را وپارېدله او د بنګلدېش په آزادې تمامه شوه. دا جګړه هغه وخت پیل شوه چې د جنتا په نامه پاکستاني ملیشې، چې په غربي پاکستان کې مېشتې وې، کال ۱۹۷۱ د مارچ په پنځه ویشتمه شپه یې د پاکستان په غرب کې د نور اچوونکو عملیات تر سره کړل او په بنګلدېش کې یې نسل وژنه پېل کړه.

د دې تشدد په وړاندې، موکتي بهیني چې یو چريکې خوځښت و او د بنګالي ملیشیو له شبه نظامیانو او  خلکو نه جوړ شوی و، د پاکستان د نظامیانو په مقابل کې یې حمله تر سره کړه یو شمېر ښارونه او نور ښارګوټي یې آزاد کړل. دغې مبارزې دوام وکړ چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو په کال ۱۹۷۲ کې بنګلدېش د یوه تسلط لرونکي ملت په توګه په رسمیت وپېژند.

امید شته چې د پنجاب ظالم  واکدارانو نه د پښتنو، بلوڅو او سیندیانو ازادي غوښتونکي نهضتونه هم یوه ورځ خپلې موخې تر لاسه او دغه د جبر ظلم ماڼي ړنګې کړي.

نور بیا

چې څه کری، هغه به ریبې – (دویمه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.