لوږه، عوامل او پایلې
د لوږې څونامي
۴۳مهبرخه
تجربو ښودلې ده چې پرضعیفورخ باندې له هرلوري اوبه ورماتېدای شي یا «د لمدو خټو لږ اوبه بس دي» دې خبرو ته په لیدو سره ویلای شو چې د افغانستان غوندې جگړه ځپلې، فقر ځپلې او د ناپوهۍ او بې تعلمۍ په دایره کې راایسار خلک، څونامي یا تند باد خو پرېـږده، په عادي شمال یې هم کوډلې رانړېدای شي. د نړۍ په هره څنډه کې چې خیرات ورکونکي د خیرات نه ورکولو غږ جگ کړي، منفي تاثیرات یې په هماغه لومړۍ ورځ د افغانستان بیوزلو خلکو ته ټکان ورکوي او د ناچارۍ په څلور لارو کې یې دروي.
زموږ په ټولنه کې د مهمو شته ستونزو په اړوند څوپوښتنې:
ــ د هرې ستونزې ریښه په جکړه پورې تړل کېږي، ولې؟
ــ په دې اوږده جگړه کې څومره خلک وژل شوي، ولې؟
ــ څومره معیوبه دي، ولې؟
ــ څومره معتاد شوي، ولې؟
ــ څومره خلک (لوی او واړه) خوارځواکي دي، ولې؟
او نور ډېرې ولې؟ ولې؟
دې پوښتنو ته د ځواب او مسؤلیت منلو څوک نهشته، مجبوراً سړی ووایي چې: پر افغانستان باندې حاکمې بدمرغۍ چیغې وهي او د دغو چیغو په لړ کې د پاسنیو پوښتنو ځواب باید ولټول شي.
په سیمه او نړۍ کې د استخباراتي او نظامي کړیو د بې حده ډېرو فعالیتونو په خاطر او د مجبورو افغانانو له احساساتو نه د سؤاستفادې په وجه؛ پرافغانانو باندې داسې حالت راوستل شو چې لکه د چا خبره د پولۍ پړق ته کېنول شول، کار او تولیدي امکانات ورنه واخیستل شول او په خیراتونو عادت کړای شول. اوس چې د خیرات ورکونکو د خیرات ورکولو رحم هم پایته ورسید، افغانان د لوږي څونامي او لا بشري ناورین سره مخ دي.
د میډیا هره پاڼه چې اړوې، د لوږې څونامي د وژونکو څپو بېپایه نندارې پهکې لیدل کېـږي، چې په لیدلو او ویلو یې خلک ستړي دي.
په افغانستان کې د بېلابېلو دلایلو له مخې خلکو ته په کافي اندازه خواړه نهرسېـږي چې یو دلیل یې بېوزلي ده. د متضررو خلکو په ډله کې ترټولو ژر زورېدونکي او ړنگېدونکې ډله ماشومان او کوچنیان دي. میډیا داسې احصایې هم خپرې کړې دي چې د تېر یوه کال په اوږدو کې امنو ځایونو د رسېدو پر لاروو کې، گڼشمر ماشومان او کوچنیان چې له خپلو مېنو په تېښته وو، په لار کې مړه شوي دي، «د کډوالۍ د نړیوال سازمان ‘ای او اېم’ د معلوماتو یوه څېړنه ښيي، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۵ کال تر پیل پورې لږ تر لږه ۴،۰۴۴ ماشومان د کډوالۍ پر لارو مړه شوي، چې ډېری یې د جګړو، لوږې او اقلیمي بدلون له امله تښتېدلي وو.» د مړو شوو ماشومانو په ډله کې افغان ماشومان او کوچنیان هم شته دي او له خپل وطن نه د تېښتې او پر لارو کې د مړینې د نورو دلایلو ترڅنگ یو دلیل یې د لوږې ستونزه هم ده.
د خوړو د نهشتون په وجه افغان ماشومان او کوچنیان له خوارځواکۍ سره مخ کېـږي، که تصادفاً له خوارځواکۍ ژوندي راووزي، د همدې خوارځواکۍ په وجه یې راتلونکی ژوند له رنگارنگ ستونزو او معیوبیتونو سره مل وي:
دا لاندې په تاند ویبپاڼه کې په خوارځواکۍ پورې اړوند سرلیک دی:
«د خوارځواکۍ په اړه اندېښنې؛ په هرو ۱۰ ثانیو کې یو افغان ماشوم پر خوارځواکۍ اخته کېږي»
دا پاسنی تریخ خبر د پروپاگند له پاره نه دی لیکل شوی، دا زموږ د ټولنې یو تریخ حقیقت دی چې د ملگرو ملتونو د یوې اړوندې څانگې د رپوټ یوه برخه ده. په همدې اړوند د تاند په یوه رپوټ کې د خوړو د نړیوال پروگرام له قوله داسې راغلي دي:
«د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP وايي، په افغانستان کې په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم پر خواځواکۍ اخته کېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې سږ کال به په افغانستان کې ۳.۵ ملیونه ماشومان د خوارځواکۍ ښکار شي.
د یاد پروګرام افغانستان څانګې چارواکو د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغانستان دمګړۍ د ماشومانو د خوارځواکۍ په برخه کې تر ټولو بد حالت سره مخ دی.
سرچینې ټینګار کړی چې که کافي بودیجه موجوده وي، دا بحران د مخنیوي وړ دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، چې د بودیجې په شتون کې دوی کولای شي اغېزمن شویو ماشومانو او میندو ته کافي خواړه ورسوي…»
د مرستهکونکو هېوادونو، د مرستې نه کولو یوه ښه بېلگه امریکا ده. د ترومپ د دویمې واکمنۍ په پیلیدو سره، د ترمپ د ادارې د نورو افراطي کارونو په لړ کې پر افغانستان باندې د امریکا بشري مرستې هم بندې شوې. میډیا لکه تل په چټکۍ سره ولیکل چې:
«د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون ۱۴ هېوادونو سره د بشري مرستو بندېدو پرېکړه کړې»
د دې حکم له صادرېدو سره سم، د هغو خلکو د اعدام حکم صادر شو چې د امریکا په مرستو پاېدل.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي: «… د امریکا لخوا د بېړنیو خوراکي مرستو لپاره د بودیجې لغوه کېدل میلیونونو خلکو لپاره “چې له سختې لوږې سره مخامخ دي، د مرګ سزا ګڼل کېدای شي.»
ما پخوا هم د لوږې څونامي په باب په خپلو مقالو کې ویلي وو چې په هېواد، سیمه او نړۍ کې پېښېدونکي مسایل، د لوږې څونامي نوره هم گړندۍ او مرگونې کوي. دا دی بیا په امریکا کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره، د دې حکومت د سختو قوانینو په سیوري کې د امریکا د مرستو درېدل په نېغه په افغانستان کې د لوږي څونامي نوره هم مرگونې کړه.
په نړیواله کچه حالات داسې راروان دي چې د ملگرو ملتونو نړیوالې مرستدویې برخې هم د بودجې د نشتوالي یا کمښت په وجه نه شي کولای په افغانستان کې خپل فعالیتونه په سمه توگه پرمخ بوزي. د همدې ستونزو په سیوري کې د ملگرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې به گڼشمیر روغتیایي مرکزونه وتړل شي. د تاند په یوه لنډ راپور کې داسې راغلي دي:
«تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۲۸مه】د روغتیا نړیواله ټولنه WHO خبرداری ورکوي، که دا ټولنه تمویل نشي د افغانستان ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه به وتړل شي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې (WHO) د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې دا ټولنه په افغانستان کې د بودجې د کمښت په اړه اندېښمنه ده.
سرچینه وایي د بودجې کمښت کولی شي د دوی له لوري ملاتړ شوي ۸۰ سلنه اړین روغتیايي خدمات بند کړي.
سرچینې زیاته کړې، چې د بیړني اقدام پرته ۱.۸ ملیون نور افغانان به د لومړنیو روغتیایي پاملرنې څخه بې برخې شي، چې ورسره د افغانستان په ۲۵ ښارونو کې د ۱.۶ میلیون خلکو لپاره حیاتي روغتیايي پاملرنې بندې شوې دي.
د سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مارچ تر څلورمې پورې په افغانستان کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د بودجې د نشتوالي او بېړني مداخلې د نه کولو له کبه تړل شوي دي.
سرچینه وایي دغه راز د جون تر میاشتې پورې به له ۲۲۰ څخه ډېر نور هم وتړل شي.»
دغسې ستونزې چې د لوږې څونامي سره لاس یوکړي، په افغانستان غوندې ټولنه کې ډېر ورانی کولای شي.
د لوږې څونامي په څو مقالو کې ما دا خبره کړې ده چې باید ټول عمر د نورو پر خیراتونو باندې تکیه ونهشي، بلګې د خلکو د لوږې او فقر له منځهوړلو له پاره نورې لارې ولټول شي، ټولنه باید تولیدي شي چې په خپلو پښو باندې ودرېـږي او نورو ته د سوال لاسونه ونهغځوو؛ دغه ده اوس چې د خیرات ورکونکو مشر په قهر شو، خیرات یې قطع کړ نو وږي لا وږي شول.
د افغانستان د خلکو په مخکې د غرونو غرونو پرتو ستونزو په اړخ کې؛ د ۲۰۲۵ ام کال د اپریل میاشتې په لسمه نېټه ناڅاپه له میډیا څخه غـږ پورته شو چې د «استانبول غونډه کې له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو مرستو غږ وشو»
کوم رپوټونه چې له یادې غونډې سره اوند خپاره شوي دي، د بيبيسي پښتو په رپوټ کې داسې راغلي دي:
«د ترکیې په استانبول ښار کې له افغانستان سره د مرستو په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس په لومړي ځل د امریکا له ګډون او یا مالي ژمنې پرته وشو.
غونډه د “افغانستان د همغږۍ ډلې” په نامه بنسټ راغوښتې وه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) او د هېوادونو او سازمانونو استازو هم ګډون پکې کړی و…
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته امریکا افغانستان ته نیمايي بشري مرستې ورکولې، خو په ۲۰۲۵ کال کې یې ظاهرا لا د مرستو څرک نه لګېږي.
په داسې حال کې چې ملګري ملتونه وايي، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
په خوارځواکۍ اخته ماشومان، مېندې او بې ځایه شوي خلک د بهرنیو مرستو د کمښت له امله تر ټولو ډېر اغېزمنېږي.
په واشنګټن کې د خوړو پالیسۍ څېړونکې صدیقې ذکي بيبيسي ته وویل، د نړیوالو موسسو له خوا د نغدو پیسو او خوراکي توکو له وېش پرته به د لوږې او د خوړو د خوندیتوب حالت نور هم بد شي.
هغه وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان (اېپيسي) د خوړو د طبقه بندۍ له مخې اټکل کړی، چې د ۲۰۲۴ کال له اکټوبر د ۲۰۲۵ کال تر مارچ به په افغانستان کې شاوخوا ۱۴.۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخامخ وي. د افغان کډوالو جبري ستنېدل او د اقلیم بدلون منفي اغېزې هم په پام کې نیول شوې دي…»
وبهلیدل شي چې نړیوال خپله دا نوې ژمنه څنگه، څومره او په څه ډول عملي کوي؟ او که هسې د کنگلو پر ټوټو لیکل او لمر ته اېښودل دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.