اقتصادپوهان پوهېږي چې ټول اقتصادي وضعیتونه یو حال کې نه وي یا په بله توګه د بېلابېلو سیمو او هېوادونو اقتصادي وضعیت سره توپیر لري، که یو هېواد کې مثبت اقتصادي خوځښتونه شتون لري، بل هېواد کې ممکن کم رنګه اقتصادي خوځښتونه شتون ولري، که یوه سیمه کې د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې پرمختیا لور ته ځي بله سیمه کې ممکن د وګړو اقتصادي وضعیت د پرمختیا په حال کې نه وي، مطلق یو حالت باره کې نه څوک قضاوت کولای شي او نه هم یو حالت کې اقتصادونه تلپاتې وي.
د یاده دې پاتې نه وي چې تولیدي عواملو د موجودیت له کبله هم سیمې او د هېوادونو اقتصادونه توپیر کوي، په یو هېواد کې پانګه زیاته وي په بل هېواد کې ښايي د کار قوه زیاته وي، په یوه سیمه کې ممکن معدنونه، زراعتي امکانات او همدا شان د اوبو پرېماني وي په بله سیمه کې ممکن دا حالت برعکس وضعیت کې وي. اقتصادي رکود، اقتصادي پرمختګ، اقتصادي رونق او همدا شان اقتصادي ځوړښت ټولې یو بل سره په اقتصاد کې تړلې خبرې دي. د یادونې وړ ده چې سیاسي بدلونونه، تکنالوژیکي بدلونونه، موسمي بدلونونه، اقتصادي وضعیتونه، د ګاونډي هېوادونو اقتصادي حالات او تر څنګ یې جنګ جګړې ستونزې ټول هغه څه دي چې د اقتصادي وضعیتونو باندې خپل تاثیرات لري. افغانستان هم اوسمهال داسې یو حالت کې دی چې اقتصادي لحاظه یې ځینې خلک ښايي د اقتصادي ستونزو سره مخ وي
دا لیکنه هم ددې موخې لپاره شوې ده چې څنګه کولای شو د افغانستان اوسنی اقتصادي حالت لا هم نور د پرمختیا په لور بوځو تر څو د خلکو اقتصادي وضعیت لا پسې ښه او بهتر شي. عموماَ هېوادونه په مختلفو اقتصادي وضعیتونو کې چې ښايي مثبت او یا هم مثبت حالت نه وي، دوه ډوله تګلاروڅخه کار اخلي چې یو یې وقایوي تګلارې دي چې موخه یې د اقتصادي ستونزو د راتګ څخه مخکې د حل لارو او تګلارو درلودل دي او بل ډول یې معالجوي اقتصادي تګلارې دي چې کله یوه اقتصادي ستونزه رامنځته کیږي نو د حل په موخه حل لارې پکې پیشنهادېږي.
همدا رنګه د معقولو پولي سیاستونو چې پکې خصوصي سکتور ته د بانکونو د لارې د کاروباري پورونو زمینه برابره شي هم مثمره تګلاره ده او همداشان د کاروبارونو د هڅونکې مالي تګلارې شتون هم د اقتصادي مسایلو د حل لپاره ګټوره تمامېږي. په ترتیب سره لاندې وړاندیزونه کېږي تر څو عملي شي او د هېواد اقتصادي وضعیت لا پسې ښه او صعودي حرکت وکړي.
۱- خلکو ته د خوشالئ او پرمختګ احساس او ذهنیت ورکول: د اقتصادي پرمختګ او په ټولنه کې د عمومي پرمختګ، سوکالئ او خوشالئ په خاطر لومړنی اساسي کار خلکو ته داسې ذهنیت او احساس ورکول دي چې اقتصادي لحاظ نه ورځ تر بلې بهتري راځي او خلک آینده لپاره باید خوش بیني احساس کړي، رواني لحاظ خلکو او کاروبار اړونده وګړو لپاره باید عموما داسې پوهاوی وشي ترڅو د خلکو مثبت فکر لا پسې غښتلی شي. ځکه کله چې په رواني لحاظ خلک مایوسه او یا هم خوشبینه نه وي نو ګڼ شمیر ستونزې رامنځته کیږی، په راتلونکي باندې د خلکو د مثبت فکر و خوشبینتیا شتون اقتصادي چارې (توليد، صادرات، ترانزيت…)، بهرني پانګه اچونه، د اقتصادي پاليسيو پلي کول او د اصلاحاتو راوستل قوي کوي. د مثبت فکر شتون پخپله د پرمختګ لپاره د خلکو او عموما د حکومت او ټولنې غښتلي اراده څرګندوي او په خپل ځآن یې باور او اعتماد هم زیاتیږي.د خوش بینئ او مثبتو هیلو او قوي عزم په شتون کې به اقتصادي فعاليتونو ته لار پرانيستل شي، بهرني پانګوال به هم یووخت دلچسپي پیدا کړي ، او په کور دننه به يو ښه کاروباري چاپېريال رامنځته شي.
۲ـ د انساني قوې پرمختګ ته کار ويل: د بشري قوې غښتلي کول په اقتصادي پرمختګ کې اساسي رول لري. د نارينه او ښځينه و په تعليم، روزنه، دوه کلن لنډ روزنيز مسلکي پروګرامونو، او د مهارتونو په لوړولو پانګونه د کاري قوې د غښتلي کولو لارده. د غښتلې کاري قوې په لرلو سره په کور دننه مولدیت زياتېږي، نوښت ته لاره هوارېږي، او د بهرنيانو توجو د پانګونې لپاره راجذبېږي.
۳- د زېربناؤ په پرمختګ باندې کار کول: په زېربنايي پروژو باندې پانګونه (ترانسپورتي لارې لکه د اورګاډي پټلۍ، غټو ګاډو لارو..، د انرژۍ په سيستم، مخابراتي سکتور) د اقتصادي پیاوړتیا او اقتصادي سوکالۍ لپاره اساسات ګڼل کېږي. د دا ډول پروژو پر مخ وړل د کار نوي فرصتونه رامنځته کوي، سيمه ايز نښلون، د سوداګرۍ پرمختګ او ټرانزيت ته په کور دننه او د سيمي هېوادونو تر مينځ لاره هواروي. په ځانګړي ډول د صنعت د ودې لپاره د انرژۍ ضرورتونه په لنډ مهال کې له ګاونډيو هېوادونو او په اوږدمهال کې (public-private partnership) PPP موډل پر اساس چې پکې حکومت او خصوصي سکتور دواړه ونډه لري، د برېښنا بندونو جوړول.
۴- اقتصاد څو اړخيزه کول: دا سمه ده چې د افغانستان اقتصاد تر ډېره په زراعت تکيه دی. د زراعت سکتور د پرمختګ تر څنګ د صنعتي سکتور، خدماتي سکتور، معلوماتي ټکنالوژۍ سکتور ته وده ورکول د اقتصادي پرمختیا او سوکالۍ راوستو کې رغنده ونډه لرلای شي. په دې لړ کې، خصوصي سکتور ته لازمه توجو بايد له پامه ونه غورځول شي، کاروباري چاپېريال کې بايد کاغذپراني (بیروکراسي)، اوږده پروسېجرونه تر نهايي حده آسانه شي. خصوصي سکتور سره د مرستو په لړ کې هغوي ته د مالياتو معاف کېدل، تمويل او ټکنالوژۍ ته لاسرسی مهم دي.
د دې تر څنګ که اقتصادي زونونو پرمختګ ته توجو وشي، لا به ښه وي. په هر زون کې صنعتي پارکونه جوړ شي. که هر زون د يوه ځانګړې کټګورۍ د توليد لپاره مشخص شي، د توليدي چارو په پرمخ بېولو کې به زياته آسانتيا راشي. د بېلګې په ډول ختيځ لوري ته اقتصادي زون د الکټرونيکي توکو يا د غذايي توکو د توليد لپاره ځانګړي شي. د دې فايده به دا وي چې خام مواد او دې ته ورته نورو اړتياو لاسرسی به نسبتا آسانه وي، ځکه ځای يې مشخص دی.
۵- د مالي سکتور پياوړی کول: د مالي سکتور (بانکونو، مايکرو فاينانس ادارو او نورو مالي ادارو…) ظرفيت او ثبات لوړول. تادياتي سيستم کې تر نهايي حده پورې بايد کوښښ وشي چې څومره ژر کېدای شي ډيجيټلايز شي. په دې اواخرو کې د اف پی کارت او نورو دې ته ورته کارونو د رامنځ ته کولو لپاره د حکومت قدرداني کول پکار دي، خو له دې اخوا لا هم زيات کار ته اړتيا ده. مونږ د مسلمان هېواد په حيث د اسلامي مالي نظام څخه تر ډېره استفاده کولای شو څو کروندګرو ته د تمويل او د معاصرې ټکنالوژۍ وسايلو سرچينې په ډېره آسانۍ ومومو. اسلامي بانکدارۍ ته وده په دې لړ کې بايد په هيڅ صورت له پامه ونه غورځول شي.
۶- د پانګونې جذب او تشويق او د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره هلې ځلې: د پانګونې لپاره جذاب چاپېريال کولای شي چې په کور دننه او له بهره مستقيمه پانګه راجذبه کړي. د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره په کار ده چې د شته قوانينو، اصولو او تګلارو پلي کېدل آسانه او په عام او خاص ټولو پلي شي، د پانګونې لپاره تشويقي جنبې رامنځ ته شي (لکه له مالياتو يو کلنه او دوه کلنه معافيت…)، د ملکيت د حقوقو خونديتوب تضمين شي، او د سوداګرو لپاره د جوازونو او نورو دولتي اسنادو په پروسېجرونو کې اساني راوستل. د ګران هېواد د ګاونډيانو سره د سوداګري راکړو ورکړو توافقات لاسلیک کول او پلي کول.
۷- په کور دننه په توليدي (صنعت) سکتور کې د ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ او له نړېوالو کمپنيو له تجاربو او پوهې څخه د استفادې په موخه د ارزښت په نړېوال زنځير (Global Value Chain) کې ګډون کول: نن ورځ ډېری هېوادونه له نورو د ټکنالوژۍ د چټک واردولو او د نورو له مهاروتونو د چټکې استفادې په موخه همدغه ستراتيژي کاروي. دا په دې معنی چې اوس مونږ اړ نه يو څو په کامله توګه يو جنس توليد کړو او بيا يې نړېوال بازار ته واستوو. تر خپلې وسې او تر کومه حده چې په کومو نيمه نهايي شوو اجناسو کې مونږ نسبي مزيت لرو هماغه بايد چې نورو هېوادونو ته د همدې زنځير له لارې صادر کړو. ښه نمونه او مثال يې نن ورځ چين او هندوستان دي. د زنځير پيل په اسمبلي باندې کېږي او پای يې د جنس په ډيزاين کولو باندې کېږي. د بېلګې په توګه د راتلونکي لپاره که نور څه نه کېږي، يوازې له ليتيمو څخه د موبايلونو، موټرو، الکټرونیکي وسايلو د بطريو لپاره مونږ لازمه توجو وکړو او د الکټرونيکي موټرو يا موبايلونو د جوړولو په زنځير کې مونږ خپله برخه (ارزښت چې د بطريو صادرول دي) وساتو. په نړېواله کچه په بېلابېلو برخو کې د دا ډول زنځيرونو ساتل او ځان ورګډول پرته له شکه چې د اقتصادي پرمختګ او اقتصادي سوکالۍ پيل دی.
۸- سياحت ته کار کول: نن ورځ ډېری هېوادونه له سياحت څخه په ميلونونو ډالرو عوايد تر لاسه کوي. مونږ د هېواد په ګوټ ګوټ کې غرنيزي شنې ساحې، طبيعي روانې اوبه … لرو، يوازې لږه پانګونه په کار ده څو نړېوال سياحين را جذب کړو او له دې لارې هم د خصوصي سکتور او هم د حکومت عوايد زيات کړو. د بېلګې په توګه نورستان، ننګرهار خوګياڼي سپين غر لمن…
۹– ډيجيټالايزيشن ته کار کول: الکټرونيکي تذکيرې وېشلو لپاره سهولتونه برابرول. د عامه خدماتو په وړاندې کولو کې د سهولتونو د ايجاد په موخه له معاصرې ټکنالوژۍ (لکه د اپلکېشن جوړول، د سافټوير جوړول…) څخه کار اخيستل. برېښنايي حکومتولۍ ته کار وشي. د دې په واسطه به په کارونو کې چټکتیا او شفافيت مينځ ته راشي. د بېلګې په توګه د ماليې د راټولولو پر مهال شفافيت او دې ته ورته نور…
۱۰- د افغانستان اوسني اقتصادي وضعیت ته په کتو چې وګړي یې لا هم د بشپړې اقتصادي پرمختیا څخه برخمن نه دي او وروسته پاتې سیمو خللک یې لا هم مرستوته اړتیا لري باید د ګاونډیو هېوادونو څخه په استفادې او یا هم ممکن صورت کې کابل کې یو نړیوال کومکي کنفرانس یا international donor conference جوړ شي او په ډېره ساده ژبه نړیوالو کومکي هېوادونو استازو ته د افغانستان د عاجلو مرستو د اړتیا وړ نقاط باید په ډاګه شي او د کومکونو غوښتنه ترې وشي، نړیوال به د اړتیاوو د پوهېدو سره افغانستان سره ممکن زیاته مرسته وکړي او د فقر او د خلکو اقتصادي ستونزو د حل لپاره دا کار اړین دی.
۱۱- د افغانستان په هره ولسوالۍ کې چې حرفوي زده کړو برنامې زیاتې شي او خام مواد ورته حکومت برابر کړي لکه قالین بافي، نجاري تولیدات، خامک دوزۍ او داسی نورو برخو کې ورته اړتیا وړ مواد حکومت چمتو کړي او د کار مقابل کې ګمارل شويو کسانو ته مزد ورکړل شي او محصولات بهرنيو هېوادونو باندې وپلورل شي نو له حده زیات دا کار مثمر تمامېږي که په هره حرفوي فابریکه کې حد اقل ۵۰۰ کسان هم د هرې ولسوالۍ کار وکړي نو د زرګونو کورنیو لپاره د عاید منبع پیدا کېږي او ورسره ملي اقتصاد هم تقویه کېږي.
۱۲- په لنډ مهاله توګه باید ښاروالۍ روزمره مزد فعالیتونه باید زیات کړي له دې کار سره به زرګونه کسانو ته د ورځنیو مزدونو مقابل کې د کار زمینه برابره شي.
اخځلیکونه:
- https://www.usip.org/publications/2022/01/how-mitigate-afghanistans-economic-and-humanitarian-crises
- https://www.economicshelp.org/blog/299/economics/policies-to-deal-with-economic-crisis/
- https://www.thecairoreview.com/midan/sustainable-solutions-for-an-economic-crisis/
- https://giwps.georgetown.edu/event/solutions-for-addressing-the-humanitarian-crisis-in-afghanistan/
- Online interview with Nangarhar university economics faculty Professor ph.d scholar Shahid Mahmood wiqar, 27th may, 2023 A.D
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.