تحلیل: ۲۰۲۵ – د نړیوال نظم د بدلون کال؟

ژباړه او تحلیل: نوروهاب څپاند

129

په تاریخ کې ځینې کلونه داسې پېښې لري چې نه یوازې موجود نظمونه ټکان‌ خوري، بلکې د نویو ستراتیژیکو او سیاسي مسیرونو پیل هم نمانځي. جان سېمپسن، چې د بي بي سي یو زوړ خبریال او د نړیوالو چارو اېډېټر دی، په خپل تحلیلي مطلب کې وړاندوینه کوي چې ۲۰۲۵ کال همداسې یو پړاو دی ـ د هغو کلونو په څېر چې د شوروي د زوال یا د برلین د دېوال له نړېدو سره پېژندل کېږي.
ټرمپ او د جیوپولټیک اصولو ماتول
د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې، د امریکا ټولو ولسمشرانو یو بنسټیز اصل درلود: د خپل هېواد امنیت د متحدینو له ساتنې سره نښلول. د شوروي پر وړاندې د اروپا، او د چین پر وړاندې د آسیا ملاتړ د دې سیاست زېږنده وه. خو ټرمپ دا اصل د “امریکا لومړی” شعار په ورکولو سره تر پښو لاندې کړ. هغه نږدي متحدین ناراضه کړي او د شخصي وفادارۍ او چاپلوسۍ پر بنسټ د خپل ټیم انتخاب ته لومړیتوب ورکوي.
ټرمپ، د جان سېمپسن په وینا، نه یوازې د جیوپولټیک ارزښتونو له ماتولو سره نړیوال نظم ته تاوان رسولی، بلکې د فردي تصمیم‌نیونې له لارې یې د نړیوالو کړنو غیر متوقع کول اسان کړي. د ده مشاورین، لکه ایلان مسک، یوازې هغه مهال د اعتبار وړ دي چې د ټرمپ ستاینه وکړي. دا طرز اداره یو ډول سلطنتي چلند ته ورته شوي چې د اختلاف ځای پکې نشته.
اوکراین: د فشار د لوبې میدان
د ټرمپ تر ټولو لانجمنه ژمنه دا ده چې غواړي د اوکراین جګړه په “دوو میاشتو کې” پای ته ورسوي. خو دا ژمنه د روسیې لپاره ښه زېری ګڼل کېږي. نه یوازې دا چې ټرمپ د زېلېنسکي پر ضد بې‌اساسه تورونه لګولي، بلکې هغه ته د فشار د آلې په توګه ګوري، څو د پوتین غوښتنې ومنل شي.
اروپایي ډیپلوماتان وایي، ټرمپ دوه مهم امتیازات له لاسه ورکړل ـ د روسیې انزوا، او د ناټو د غړیتوب موضوع. د مذاکراتو له پیل مخکې دا کارتونه ضایع کول، ښيي چې هغه ته محتوا نه، بلکې یوازې “تړون” مهم دی. دا کار پوتین ته ستراتیژیک برلاسی ورکوي.
د سلطنتي سیاست احتمالي پای؟
ټرمپ اوس مهال په کانګرېس او سترې محکمې کنټرول لري، خو د ۲۰۲۶ منځ‌مهاله ټاکنې ښايي دا تعادل بدل کړي. که د اقتصاد، انفلاسیون، او نړیوالو شخړو د مدیریت توان له لاسه ورکړي، ښايي امریکایي ولس د هغه ګوند ته سزا ورکړي.
په داسې حال کې چې چین د ټرمپ له سوداګریزو فشارونو څخه اندېښنه لري، اروپا سیاسي ضعف تجربه کوي، او روسیه ښايي د جګړې د (پایله‌محوره) سولې له لارې خپل اهداف ترلاسه کړي ـ نو دا امکان شته چې نړیوال نظم بدلون ومومي.
په پاي کې؛ جان سېمپسن دا کال د یو (تاریخي تحول) د دروازې په توګه انځوروي. که څه هم د ټرمپ سیاستونه متنازع دي، خو د نړۍ د قدرت توازن بدلون ته نږدې شوی. که روسیه د پوتین تر مشري لاندې، له جګړې سره سره، خپل اهداف ترلاسه کړي، نو دا به د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د لومړي ځل لپاره وي چې د خبرو اترو پر مېز، امریکا نه، بلکې روسیه (لاس بره) شي.
په دې توګه، ۲۰۲۵ کال به نه یوازې یو سیاسي پړاو، بلکې د نړیوالو ارزښتونو د زوال سمبول هم وبلل شي.

لیکوال: جان سېمپسن | ژباړه او تحلیل: نوروهاب څپاند

په افغانستان کې نوې ستره لوبه؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.