د ښځې تورې سترګې له حیرانتیا ډکې وې، زاهد د هغې سور پاسپورټ (له هیواده بهر ته د بیرته تللو اسناد) لومړی څیرې او بیا یې مردارې ویالې ته ور ګوزار کړه، مخ یې سور اوښتی وو، په غوسه یې درې له کرکې ډکې کلمې وویلې: ته طلاقه یې!
د هغې شونډې وښورېدې، خو هیڅ غږ ترې ونه ووت، ځمکه یې له پښو وتښتېده، ټولې هیلې يې مړې شوې، دا هر څه ورته لکه یو بد خوب ښکارېدل، کاشکې خوب وای، چې له را ویښیدو سره هر څه ختمیدل، سړی شاته وګرځيد، بیرته موټر ته وخوت، هغې په تور سرک منډه کړه، د موټر شیشه یې وډبوله، غوښتل یې څه ووایي، خو ستونی یې بند و، په سپین مخ یې د اوښکو ګرم څاڅکي بهېدل، سړي بې پروا خپل سر په سیټ تکیه کړ، باڼه یې سره ونښتل، موټر په بیړه روان شو، لومړی یوه نقطه او بیا پناه شو.
ښځې ژوره ساه واخیسته، د سرک په غاړه په زنګنو ولویده، مخ یې په لاسو پټ کړ، د زړه له درده یې وژړل.
هغه وخت وریاد شو، کله چې د زاهد مور د لومړي ځل لپاره د دوی کور ته په مرکه راغله، هغه د دوی ګاونډۍ وه، بې واره یې خپلې خوږې خبرې کولې، د خپل زوی د ښو اخلاقو، بریاوو او په بهر کې د هوسا ژوند په هکله غږېدله، ویل يې: زوی مې پينځه کاله مخکې اروپا ته لاړ، اوس یې وخت رارسېدلی چې کور یې ور آباد کړم، هغې د زبیدې په شان ښایسته نږور غوښتله.
د زبیدې مور په ځواب کې ترې وخت وغوښت، خو پلار یې له خوښۍ په جامو کې نه ځاییده، مور یې دا ګوښې ته کړه، ورته یې وویل: زبیدې! زما ښایستې لورې، ته خو پوهېږې چې پلار دې ستا لپاره یو هوسا ژوند غواړي، ته خپل اختیار د هغه په لاس کې ورکړه!
زبیدې په پټه خوله سترګې مړې واچولې، مور یې ورته موسکه شوه، په غیږ کې ونیوله، پلار یې بیړه درلوده، له دې کبله چې دوی دومره شتمن نه و، د داسې مالداره خلکو سره خپلوي دوی ته سره زر ښکارېدل، دی ویرېده چې د هلک کورنۍ پښیمانه نشي، ځکه خو بې له دې چې د هلک د اخلاقو په اړه سم معلومات وکړي، یا یو ځل یې له نیږدې وګوري، د بهر په نوم خپله لور ورکړه، ده باور درلود چې لور به یې آرامه شي.
ښځې یو غږ واورېد، له سوچو راووته: خاله!
هغې د نجلۍ خیرنو لاسو او جامو ته وکتل، د هغې سترګې له اوښکو ډکې وې، په ژړغوني غږ یې وویل: خاله! خیر دی، خیر دی، یو لسګون راکړه، بېګاه مو هیڅ ندي خوړلي.
نپوهیده چې د هغې په حال زړه وسوځوي که پر خپل، د زړه په زور پاڅېده، ځان یې سمبال کړ، جیب ته یې لاس کړ، یو نوټ یې هغې ته ونیو، د نجلۍ سترګې وځلېدلې، روانه شوه.
مخامخ د کالیو بکس ته په کتو وریاد شول، چې څومره په مینه یې ټولو ته سوغاتونه واخیستل.
نوره به چیرته تله؟
د پلار کور ته یې د څو شیبو لار پاتې وه، هغه چې یوه ورځ د ناوې په کمیس کې ترې ووتله او نن د یوې مطلقې په نوم ورځي.
په زړه کې وویل: اخر زاهد ولې ماته طلاق راکړ، په دې هر څه کې زما ګناه څه وه؟
بیرته زړو یادو ته لاړه، له واده يې څه موده وروسته د میړه سره له هیواده بهر لاړل، هغو هلته نوی ژوند پيل کړ، په لومړیو کې هر څه سم و، خو وروسته زړه تنګوونکي شول، زاهد دا له کوره بهر کار کولو ته نه پریښوده، تل به یې ویل: دا پردی مُلک دی، ته باید په کور ناسته ښځه واوسې…….
هغه به سهار دندې ته وته، ماخستن قضا به راته، کله کله به یې سترګې سرې او له ځانه بیخوده و، زبیدې ته شک ور ولوېد، چې میړه یې څښاک کوي، یوه ورځ یې ګوټه جارو کوله، د کوچ لاندې یې د څښاکو تش بوتل ولید، شک یې په یقین بدل شو، ماښام چې دی راغی، دې په خواشینې څېره وویل: دا څه دي؟
اشاره یې بوتل ته وه، هغه بې پروا وویل: د مهاجرت کړاوونو، یوازیتوب او مالي فشارونو زه اړ کړم چې څښاک وکړم، اوس یې روږدی یم، ته پرې سر مه خوږوه، ګڼې سخت به درته تمامه شي.
یو موټر دې ته نیږدې ودرید، جلو ته ناست سړی چې له خولې لوګي وتل، رډ رډ یې دې ته کتل، خدای خبر چې په زړه کې د دې په هکله څه ور وګرځېدل، یو دم یې وویل: راځه، یو چکر به درکړم!
د ښځې د تندي ګونځې ژورې شوې، زړه یې غوښتل، چې د سړي سترګې ورڅخه وباسي، خپله ټوله غوسه او قوت یې راټول کړ، په لاسي بکس یې د موټر په بانټ ووهه، په لوړ غږ یې وویل: ځه ورک شه!
د سړي رنګ والوت، موټر په بیړه روان شو، هغې غوښتل چې وژاړي، د ټولو غمونو لپاره، د ډک زړه تشولو لپاره، د هغو ناخوالو لپاره چې ژوند ورسره وکړل، وژاړي، وژاړي، وژاړي……..
ځان سره یې په فکرو شوه: دا سړی به هم میرمن لري، کورنۍ لري، ولې هغو سره خیانت کوي؟
خیانت!
اه! یو څه وریاد شول! هغه ورځ چې دا بهر بازار ته سودا پسې لاړه، ناڅاپه یې لیرې د قهوه خونې له غټې ښيښې څخه خپل خاوند د یوې ښځې سره ولید، هغو خبرې کولې، خندل یې، یو بل یې ښکلول، کله کله به یې د یو بل لاسونه کلک ونیول.
کله چې زاهد کور ته راغی، ښځه په کوچ غونجه ناسته وه، لینګي یې د ټټر سره نښلولي و، ژړل يې، د هغه سترګې د تل په شان سرې وې، د دې تر څنګ کښيناست، ویې ویل:ولې ژاړې؟
هغې ژړا ته زور ورکړ، سړي په غوسه وویل:اوس څه خبره ده، چې ماتم دې نیولی؟
ښځې په چیغو وژړل، ښه شیبه وروسته په خبرو راغله:په قهوه خونه کې هغه ښځه او ته……
د هغې خبرې پرې شوې، د ژړا غږ یې لوړ شو.
د هغه تندی ګونځې شو، ګامونه یې اوچت کړل، په تخت پریووت، ښځه ورغله، سړی په خړه کمپله کې تر غوږو ننوتی و، د هغې شونډې ورپيدې:غواړم خبرې درسره وکړم!
سړي غږ ونه ایست، ښځه ورغله کمپله یې لېرې کړه، د هغه سترګې پټې وې، خُرهاری خوت.
له هغې وروسته د دوی په منځ کې فاصله زیاته شوه، لکه دوښمن په یوه کور کې اوسیدل، د یو بل سره نه غږېدل، سړی به په څو شپو کور ته نه راته، ښځې خپلې مور ته زنګ ووهه، ویې ژړل، د خپل بد وضیعت په هکله یې خبر ورکړ، هغو په خواشینۍ وویل:صبر ولره، اوس خو اوبه له ورخه تېرې شوي.
لار لا پاتې ده، دا ورو تله، زړه یې نه غوښتل، هغه کور ته لاړه شي، زړه یې بد و، له ټولو انسانانو څخه، له پلاره، موره، میړه، حتا له خپل ځانه یې هم د خپل قسمت لپاره کرکه درلوده، په سپین مخ یې مړې اوښکې روانې وې، په نریو لاسو یې پاکولې.
زبیدې سړک ته وکتل، یو سپی د سړک پر منځ روان و، د پولیسو د موټر ټيرونه په سړک وښویېدل، سپی ګړندې تیر شو، جلو ته ناست کس بد بد د سپي په لور وکتل، کوم څه یې د ژبې لاندې وویل، بیا روان شو.
د موټر په لیدو دې ته یو څه وریاد شول، هغه ورځ چې دوی جنګ وکړ، میړه یې دا ووهله، ګاونډیانو د هغو په شور پولیسو ته خبر ورکړ، هغوی يې حوزې ته بوتلل، سړی یوه موده زندان ته لاړ، کله چې را خلاص شو، چلند یې نور هم سوړ و، ورو ورو شخړې ډیرې شوې، هغه به هر وخت د یوې نوې نجلۍ سره یارانه کوله، دې به کله کله د ګاونډۍ ښځې سره د زړه خواله کوله، یوه ورځ هغې وویل: زبیدې، آه خوارې جینۍ! د هغه مخکې له واده هم همدا حال و، هره میاشت به یې یوه نوې لیلا کور ته راوسته.
ښځې به یې ژړل، سړي سره به یې جنګ کوه، ویل به یې: اوس زه څه کمي لرم، چې ته ماسره داسې کوې، ما ستا لپاره هر څه پريښودل او دلته راغلم تر څو یو ښه ژوند وکړو، خو ته………
یوه ورځ کله چې سړي له یوې مئینې سره یې په مبایل غږیده، ښځې مبایل ترې کش کړ، له ډيرې غوسې یې ورته د ځمکې وویشت، شور جوړ شو، یو دم هغه په قهر ورته وویل: داسې کار به درسره وکړم، چې په یوه سترګه وژاړې په بله وخاندې……..
هغه له دې کینه په زړه واخیسته، یوه موده وروسته یو دم خوی بدل شو، په مینه به غږېده، په وخت به کور ته راته، کله کله به یې ښځه د ډوډۍ خوړلو لپاره بهر ته هم وړله، ښځه خوشحاله وه، چې د میړه خوی یې بدل شوی، سړي یوه شپه وویل: وطن پسې مې خفه شوی یم، غواړم لاړ شو…..
ښځه له خوښیه پورته پورته غورځېده، په ډيرې خوشحالۍ یې د سفر تیاری ونیو، سړي ترې وغوښتل چې کورنۍ ته خبر ورنه کړي، ځکه غواړي هغوی په خپل یو ناڅاپه ورتګ خوشحاله کړي.
کله چې میدان کې له الوتکې ښکته شول او د دوی د کور په لور روان شول، ښځې په حیرانتیا وپوښته: چیرته ځو؟
ــ ستا د پلار کره!
هغې خوله له خندا نه ورټولېده، د دوی کور ته نیږدې موټر ودرېد، سړی ښکته شو، ښځې ورغږ کړ: لار لا پاتې!
هغه څه ونه ویل، د موټر له ډالې یې بکس ښکته کړ، ښځه ورغله: زاهد! دا ته څه کوې؟
سړي یوه کور ته ګوته ونیوله: هغه دې د پلار کور ده، ځه ورځه.
ــ خو ولې؟
ــ ته پوهیږې! ته هیڅکله زما لپاره مهمه نه وې، تا څه فکر کوه؟ چې زه بدل شوی یم؟
سړی یوه شیبه غلی و، بیا یې په ملنډو وویل: دا ټول یو چل و، تر څو تا بیرته دلته راولم، زه له ښځو زر مړېږم، ځه نوره مې په کار نه یې.
ښځه له فکرو راووته، زړه یې بې سیکه و، سر پرې وګرځيد، د لرګینې دروازې سره نیږدې ولوېده، سترګې پټې شوې.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.