د پښتو ژبې نوموتي او نوښتګر سندرغاړي ښاغلي رحیم شاه لپاره د 2025 کال د اپریل پر 4 مه د فرانکفورت او پر 11 مه
نېټه د کولن په ښارونو کښې د ښاغليو شیرشاه، ضیا’ او ګیلاني له خوا کنسرتونه جوړ شوي وو.
د جرمني فیدرالي ادارې سرشمېرنې (Destatis) له مخې د 2023 کال د ډسمبر ترپایې پورې په
جرمني کې نژدې 419000 افغانان مېشت وو.
که د هغو افغانانو شمېر چې جرمني تابعیت لري او د هغه کډوالو چې په 2024 او په روان 2025 کال
کښې راغلي ورزیات کړو ، نو تر پېنځه سوه زره افغانانو رسېږي
د هیسن ولایت کښې، چې فرانکفورت یې لوې ښار دی 62260 او د نارډ راین ویسټفالن ولایت
کښې چې کولن یې غټ ښار دی 93000 افغانان میشت دي (*1)
رحیم شاه د پښتو دودیزو نغمو او پاپ سټایل له امله د پښتو، اردو او نورو ژبو د ټنګ ټکور په ډګر
کې یو پېژندل شوی پښتون سندرغاړی، کمپوزر او د موسیقي طرز جوړوونکی دی، چې ځانګړي غږ،
نوښتګره لاره ( سبک) او ژور هنري احساس لري، خو له بده شامته لکه څنګه، چې تمه کېده،
هغومره پښتانه/ افغانان دغه کنسرتونو ته نه وو راغلي او له پښتنو مینه والو یې غیر پښتانه ډېر وو.
رحیم شاه د 1975 کال د اپرېل په 3مه نېټه په کراچۍ کې د ترمذي ساداتو یوې پښتنې کورنۍ کې زېږېدلی،
چې اصلي ټاټوبی یې د سوات سیمه ده. هغه اوسمهال په کراچۍ کښې میشت دی
رحیم شاه پښتو ټنګ ټکور او هنر ته د 1990مو کلونو په پایې کې مخه وکړه.
د هغه لومړنی مشهور البوم “غم” و، چې د پښتو دودیزې ټپې یې په نوې ټنګ ټکور (موسېقۍ)
کښې رانغاړلې وې،( د پښتو نوموتي سندرغاړي هارون باچا دغه رنګه دودېزې ټپې مخکې هم ویلې وې ).
د”غم” البوم په افغانستان ، پښتونخوا ، پاکستان او هند کې ډېر مشهور شو، چې هندي سندرغاړي الطاف راجا
هم دده د موسیقۍ لاره (طرز) کاپي کړه.
هغه د 2002 کال د بالي ووډ فلم انډسترۍ
د Yeh Dil Aap Ka Huwa فلم لپاره سندرې رېکارډ کړې دي د Pehle To Kabhi Kabhi Gham Tha
سندره یې د فلم له غورو سندرو څخه ده.
په 2023 کال کې د Yaariyan2 فلم او د ARY-Digital د „اولاد“ ډرامې لپاره دده سندرې غوره شوې دي
همدارنګه، په 2011 کال کې یې اعلان وکړ چې د پښتو ژبې په یوه فلم کې به د مرکزي رول لوبولو
ترڅنګ د پښتني کولتور ریښتینی انځور وړاندې کړي. (*2)
هغه خپلو ویډیوګانو ته هم د نړیوال کچ (معیار) فلمبرداري ورکړي، او د نغمو د جوړښت لپاره یې کارپوه (مسلکي)
ټنګ ټکور جوړونکي ( کمپوزران) او پروډیوسران وکارول، چې پدې سره یې پښتو موسیقۍ ته نړیوال رنګ ورکړ.
رحیم شاه د موسیقۍ ترڅنګ د خیریه کارونو سره هم مینه لري او د ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي.
د رحیم شاه ټنګ ټکور (موسیقي) یوازې نغمه او ساز نه دی –
دا زموږ د کولتور، ژبې، احساس او تاریخ ښکارندوی دی.
که موږ دغسې بې حسي او بې پروایي وکړو، نو زموږ کولتوري او هنري شتمني به یوازې
د کړکېښ /پېښلیک (تاریخ ) تړلې پاڼه وي.
درنښت
نصیر ستوری
جرمني – ویسلینګ ښار
15.04.2025
(*1) destatis.de
(*2) wikipedia.org
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.