غزل

عبدالباري جهاني

182
آیینه ماته که چي ځان نه وینم تا ووینم
چي ستا په مخ کي د خالق د کور ښکلا ووینم
درته منصور سمه پردی له خپله ځانه سمه
او د خپل ستوني په ناره کي مي الله ووینم
زخمي غیرت به مي طبیبه درمل څنګه مني
چي له پرهار څخه مي ستړی مسیحا ووینم
زه به مي ولي لا توبه پر شونډو ګرځومه
په غبرګو سترګو چي ساقي وینم مینا ووینم
زاهده زړه مي له نفرته صبرولای نه سم
چي د ریا پر منبرونو دي غوغا ووینم
د عقل لاري تر منزله رسېدلي نه دي
ځم د جنون په زولنو کي به لیلا ووینم
ما مي د خضر په اوبو آیینه ومینځله
ګوندي د زړه په کوه طور کي مي موسی ووینم
غواړم یوازي در واري سمه جانان یوسفه
څنګه د مصر په بازار کي زلیخا ووینم
جهاني هلته مي شکمن پر خپله مینه سمه
چي په محفل کي شمع ووینم بورا ووینم.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پنځه لسمه، ویرجینیا
https://dawatmedia24.com/?p=174342

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.