د تاشلغ یا د نرخ بالاحصار ته طالبان د پاملرنې هوډ راپور

226

د تاشلغ یا د نرخ بالاحصار ته طالبان د پاملرنې هوډ راپور: د شرف الدین ستانکزی د تاشلغ لرغونې کلا د وضعیت د خرابۍ په اړه د (دعوت مېډیا۲۴) له خبر سره سم د میدان وردګو ولایت مسولینو تاریخی ابدو په ځانګړی توګه د ناشلغ د کلا د سالم حفاظت مرمت او له مینونو د پاکیدو د ژمنې تر څنګ وویل چه یادې سیمې ته یې مسلکی پلاوی تللی او لنډه راتولنکې کې یې بیا له نږدې ګوری د میدان وردګ داطلاعاتو کلتور د ریس قاری حبیب الله مجاهد، له د خبرو سره یو مکتوب هم د ټلفون له لارې د لوستونکو دلا ښه باور په مقصد راسره شریک کړ چه تاشلغ ته یې په داوروستیو کې کاری پلاوی لیږلی دۍ تاشلق، یا تاشلغ، د میدان وردګ نرخ ولسوالۍ عمرخیلو قریه کې ودانه دۍ د ملکیت امتیاز یې د شرګل حان، ورثې ته رسیږی که څه هم دسیمۍ خلک یې په اړه له ۲۲۰ کاله راهیسې پوهیږی مګر ځینې شواهدو ته په کتو ښایی تر سلګونه کاله پخوا داکلا، ودانه او نرخ کې د یوې مستحکمې نظامی چوڼۍ یا بالاحصار په بڼه دوخت واکمنو کارولی وی.

د نرخ یو فرهنګی شخصیت روح الله هوتک په یوه لیکلی پیغام کې وویل چه تاش په ازبکی لهجه کې ټیږې او لغ دکلا په نوم دۍ دغه قلموال تاشلغ موقیعت د څو درو د کتنې یو ستراتژیک حصارګڼی چه پخوانیو واکمنو ګټه ترې اخیسته دیوۍ ډبرینې تپې په سر ودان دغه کلا په ډیر مهارت کلک انداز ودانه ده د هوتک ادعا چه ګواکې پخوا واکمنو پورې مربوط وه کوم رسمی سند نشته خو د نوم معنی تاشلغ (ډبرینه کلاه) ته په کتو داګمان زیاتیږی چه د سلطان محکمود غزنوی چنګیز، یا تیمور، وخت سره به تړاو ولری ځکه نرخ کې ازبیک قبیله اوس نشته او دیادو واکمنو عسکرو کې داژبه دود وه تاشلغ، ته څیرمه دالغتا، لرغونی ښارهم په یوه غره کې موندل شوی دۍ چه دیونسکو ماهرینو یې قدامت دوهمې ملادی پیړۍ مانا درې زره کلن تثبیت کړی دۍ خو داچه داټولې انګیرنی دی یوه خبره دتاشلغ په هکله مستنده ده چه انګریزانو په افغانستان د یرغل کلنو کې د چوڼۍ په ډول کارولې دۍ. ځکه خو یې یونوم سیمه کې اوس هم دبالاحصار په صفت یادیږی.

دغه راز جهاد په مهال څلور لسیزه کې تنظیمی قوماندانانو هم مراکز پکې لرل مل عکسونه چه داطلاعاتو کلتور ادارې له خوا راسره شریک شول ښیی چه دوه برجونه یې کورنیو جګړو کې قصداً په بمونو الوزول شوی دی. لاهم د مینونو شتون خطره لری دیاد ریاست د اطلاعاتو امر نجیب الله فکرمن، په یوه غږیز پیغام کې وویل چه کلا یې فرهنګی میراثونو کې خوندی دۍ. کابل سره په څیرمه نرخ د میدان وردګ یوه له هغو سیمو دۍ چه ګڼه نالوستی تاریخی اثارو او ابدې لری چه له دغه منځه یې دالغتا، چهلګزی، خواجه بلند، خواجه صبور، بوم، صدمردې ګلا، شاغاسی، اندړو لرغونې کلا او سهراب کلا نومونه ګڼلی شو اکثریت یې نه یواځې د خرابۍ ګواښ سره مخ دی بلکې خپل سره کیندنو ته یۍ هم خلک اندیښمن دی. خو داطلاعاتو کلتور مسولین یې اوس محفوظ بولی وایی دخوندیتوب ټول اړین اقدامات یې نیولی دی.

د نرخ تاریخی کلا بالا حصار (تاشلق)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.