د روان کال تر پایه به ۱۰ سلنه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي

153

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د روان کال تر پایه به ۱۰ سلنه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

دغه سازمان د روان کال په لړ کې د ۲۲۰ نورو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبرداری داسې مهال ورکوي، چې د لوږې پر ضد د اقدام موسسې د افغان ماشومانو ژوند ګواښوونکی بللی دی.

افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ویلي، د افغانستان روغتیایي سیستم له وړاندې هم د اندېښنې وړ و او اوس هم په ټول توان سره مقاومت کوي. وايي، که دغه مالي او بودیجوي خلا جبران نه شي، وضعیت به تر دې هم بدتر شي.

له دې وړاندې هم د ماشومانو د ژغورنې صندوق لسګونه روغتیايي مرکزونه د امریکا بهرنیو مرستو تړل کېدو او بودیجې غوڅېدو سره تړلي دي او خبرداری ورکړل شوی چې د روان ۲۰۲۵ کال تر پایه به ۳.۵ میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.

تېره اوونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانان سره خپلو حیاتي بشري مرستو ته دوام وکړي؛ ځکه په وینا یې ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

نړیوال سازمانونه داسې مهال د امریکا مرستو بندېدو سره د خپلو خدمتونو د تړل کېدو راپورونه ورکوي، چې طالبانو تراوسه د یادو اندېښنو د ځواب په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې د احتمالي چمتوالي لپاره کوم ډاډ ورکړی.
ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.